افغانستان

اشرف غني د امریکا په ډرون بریدونو یو ځل بیا طالبان وګواښل

اشرف غني د امریکا په ډرون بریدونو یو ځل بیا طالبان وګواښل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۵مه ۱۳۹۵ل): د ګډحکومت ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا په ډرون بریدونو یو ځل بیا طالبان وګواښل او ترې ويې غوښتل چې وسلې وغورځوي که نه د پخواني مشر په برخلیک به اخته شي.

اشرف غني په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې طالبان د دې یو بل چانس هم لري چې «تشدد» پریږدي، وسلې وغورځوي او خپل نورمال ارام ژوند تېر کړي.

هغه د امریکا په ډرون بریدونو طالبان ګواښلي او ویلي که تسلیم نه شي نو د پخواني مشر ملا اخترمحمد منصور په برخلیک به اخته شي.

تر دې وړاندې د اجراییه رییس ویاند جاوید فیصل هم د طالبانو نوی مشر شیخ هبت الله اخوندزاده باندې غږ کړی و چې سوله وکړي که نه د ملا اخترمحمد منصور په برخلیک به اخته شي.

ولسمشر په داسې حال کې له طالبانو د تسلیمیدو غوښتنه کوي چې د طالبانو لسګونه مشران په تېرو ۱۵ کلونو کې وژل شوي او زندانونو ته اچول شوي دي. تر دې دمه داسې راپور نه دی ورکړل شوی چې طالب مشران دې امریکا او یا هم افغان حکومت ته تسلیم شوي وي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو مشر ملااخترمحمد منصور د غبرګولي په لومړۍ نېټه د کندهار د ریګستان او د بلوچستان په نوشکۍ سیمې تر منځ د امریکايي ځواکونو په ډرون برید کې و وژل شو.

د ملامنصور تر وژنې وروسته نن /چهارشنبه، غبرګولي ۵مه/ د طالبانو رهبري شورا شیخ هبة الله اخوندزاده نوې امیر، سراج الدین حقاني او د ملاعمر زوی مولوي یعقوب یې مرستیالان وټاکل.

د اشرف غني د څرګندونو په غبرګون کې طالبانو تر دې دمه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

د غرب په مکتب کې روزل شوی الله نا مراده لره

افغان

همت او شهامت دا نه دی لکه د فاحشی په شان په لونډانو لاپی وهۍ ، تر تاسی کمونستان څه ناڅه همت او شهامت لری ، حکومت ته د روسانو له مرستی غیره ورسیدل او اخری غلام یی د روسانو له مرستی غیره دری کاله داسی حکومت وکړو چه نه ورسره روسی عسکر او نه ورسره روسی مشاور وو . تاسی خو کاغذ پیچ د نورو په اوږو او لیونو سباره کابل کی چارواکی شوی، ساتنه او څارنه مو په کورونو ، لیارو او دفتر کی د هغو له خوا ده ، میرمنی مو د شپی ستاسی او د ورځی… نور لوستل »

pattang

افرین افغانه نرې خبرې دکړې او زما زړه دې را یخ که بریالی اوسې وروره !!

طوفان طوطاخیل

ای تاسو خو الاماره ویب پاڼي ته سر ورښکاره کړئ ، داسلامي امارت قهرمانو مجاهدینو په دښمن داسي هیبتي ګوزارونه کړي چې ګوډاګیان یې ترسخت هیبت لاندي راوستلي ، ان شاء الله نوی امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هیبت الله اخندزاده صاحب باندي موږ نیک فالي اوښه شګون کوو چې دده په امارت کې به په دښمن همداسي دعمري عملیاتوپه لړکې هیبتي ګوزارونه دوام وکړي او دښمن ته به دسرپه کاسه کې اوبه ورکړي

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x