افغانستان

ملي امنیت د سیاسي چارو کارپوه حسن حقیار نیولی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۵مه ۱۳۹۵ل): ملي امنیت د سیاسي چارو کارپوه محمد حسن حقیار طالبانو ته د تبلیغ په تور نېولی دی.

محمد حسن حقیار چې په رسنیو کې د افغانستان په روان وضعیت تبصرې کوي، د دوشنبې په ورځ /غبرګولي ۳مه/ په یوه خپرونه تلویزوني خپرونه کې ملا اخترمحمد منصور ته «شهید» توری استعمال کړ.

ملا اختر محمد منصور د امریکايي ځواکونو په ډرون برید کې و وژل شو او د حسن حقیار په باور هر افغان مسلمان چې د امریکايي ځواکونو په بریدونو کې وژل کیږی دا یې شهید بولي.

تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت چارواکو ویلي وو چې که په کابل یا نورو ولایتونو کې هر څوک د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور فاتحه واخلي، دوی به یې ونیسي.

د ژورنالستانو او د بیان د ازادۍ د ملاتړ ټولنو د حسن حقیار په نېولو غبرګون نه دی ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوفان طوطاخیل

د حقیار دي په تاسو هم بلا وګرزي چې تاسو ورته وژل شوی وایاست او هغه ورته شهید وایې

جانان

ها ها ها توتاخیل صاحب په رښتیا چې طوفان یې.
نن ټکی اسیا والا هم ښه خلک دي مګر تا داسې راګیر کړي چې هیڅ جواب یي نه دی درکړی له ناکامه یي پوسټ نشر کړی دی
بس دواړه دې ژوندي یاست

pattang

وا وا جانانه ته خو په انسانانو ګران یې ځکه چې د شعر شاعري او دمينې جانان یې خو جانان اوس دهر چا نشي کېدی ځکه چې ډېر ګران دی !!
يواځې دالري خلک یې اخلي چې پته یې cia او دهغې ګوډاګی فاسد رژیم دی !!

نالت پر داسې د بیان او فکر په ازادي چې د cia تر ګټو او حکم پورې تړلي وي !

پتنګ

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x