نظــر

د طالبانو له نوي مشر شیخ هبة الله سره د ملاقات یوه خاطره

لطیف الله

غالبا د روان کال ۲۰۱۶ میلادي کال د فبرورۍ میاشت وه، د څو تنو ملا صاحبانو تر څنګ چې له شیخ هبة الله سره دملاقات وعده یي درلوده ماهم فرصت وموند چې د طالبانو تحریک دوهم قدرتمند سړی ووینم.

ماخوستن آذانونه شوي و چې موږ د شیخ هبة الله ملاقات ته روان شوو، په پیچلو لارو بالاخره هغه ځای ته ورسیدو چې نوموړی په کې اوسېده،د خټینو کورونو په منځ کې مو یوې غریبانه دروازې ته موټر ودراوو، دروازه مو وټکوله خو چا ځواب ونه وایه، ښه شیبه وروسته یوه ځوان مسلح طالب دروازه راخلاصه کړه،په دروازه چې دننه شوو، د خواږه قرائت غږ مو واورېد، شیخ صاحب خپل د میلمنو په کوټه کې څو تنو طالبانو ته د ماخوستن د لمانځه امامت کاوو، یوبل طالب هم له دروازې سره په چوکۍ ناست و،په یوه لاس کې یي کلاشینکوف او په بل کې د مطالعې کوم درسي کتاب نیولی و، اطاق ته په ننوتو موږ هم د جماعت د لمانځه اقتداء پسې وکړه. د طالبانو د تحریک په دوهم لوړپوړي کس پسې د څو تنو غریبو طالبانو چې له زړو کالیو او پګړیو یي مسکنت له ورایه بریښېده صف ولاړ و، شیخ صاحب په خورا زړه وړونکي قرائت ، خشوع او خضوع سره لمونځ اداء کاوو چې زما غوندې یو ګنهګار بنده هم وروسته له ډیره وخته د لمانځه په  هغه ځانګړي خوند پوه شو.

له لمانځه وروسته شیخ صاحب له هر میلمه سره په غیږ او موسکه څیره پوښتنه وکړه، چې کیناستو د طالبانو د دوهم مقتدر کس میلمستون ته مې توجه وکړه،له خټیني ودانۍ،معمولي او زاړه فرش او ظرف څخه د یوه مسکین مسلمان افغان کور برېښېده. هیڅ امتیازي او د ترفه اسباب مې په کې ونه لیدل، وروسته چې ډوډۍ راغله هم د مسکنت نښې پکې له ورایه ښکاره وې، مګر دغه سپیره ماحول او غریبانه ډوډۍ یو عجیب او غریب خوند درلود،چې د سړي ایمان ورسره تازه کیدو او د صاحب البیت په رښتیني او واقعي ایمانداري یي ګواهي ویله.

شیخ هبت الله چې دا مهال د طالبانو د امیر ملا اختر محمد منصور معاون و، ژوند یي ډیر عادي او فقیرانه و چې که رښتیا ووایم ماته یي هم خوند راکړ او هم ورته متعجب شوم. د نوموړي مجلس هم ډیر له خونده ډک و، خاموش او ارام مزاج یي درلود، تا به فکر کاوو له یوه لوی صوفي او ولی الله سره ناست یم، ورو ورو خو قاطعانه خبرې یې کولې، ظاهري جوړښت یي ټول د نبوي سنتو موافق و، روښانه څیره، پاکه او ښایسته ږیره، سپینه پګړۍ او د غوږونو تر اندازې مسنونې څڼې یي درلودې ډیر وخت په مجلس کې هم د تشهد د حالت غوندې په دواړو ګونډو کیناست او چې کله به ستړی شو نو یوه ګونډه به یي پورته کړه، خبرې یي دومره ورو وې چې ما د اطاق له بل سر څخه نه شوی فهمولی چې له نورو هم مجلسو سره څه وایي. د کور کوم ماشومان یي چې د خدمت لپاره ګرځیدل داسې معلومیدل لکه د یوه غریب سړي اولادونه چې وي، خو ټول مؤدب وو او وړې وړې لنګوټې یي تړلې وې.

تر دې ځایه له شیخ صاحب سره زما د ملاقات خاطره وه چې نن مې له لوستونکو سره د چشم دیدحال په حیث شریکه کړه، خو چې کله مې دا خاطره  ولیکله، نو هسې مې فیسبوک ته سر ورښکاره کړ، په فیسبوک کې مې د امریکا او اوباما د پلویانو اپلتې ولیدلې چې د طالبانو د پخواني او نوي مشر په اړه یي لیکلې وې. دا اپلتې راته عادي وبرېښېدې مګر شیبه وروسته مې د یوه بل کس په وال چې ځان د دیني علومو عالم او د مدیني منورې فاضل هم بولي او دلته فیسبوک کې هم ورته ډیر کسان دکتور دکتور کوي. د هغه اپلتې مې هم ولیدلې چې د طنز په ډول یي د طالبانو نوي مشر شیخ هبت الله ته د مرګ خواست کړی و او په لیکنو کې یي ددغه رښتیني  مؤمن په تړاو یو ډول د تحقیر او کم بللو رنګ موجود و.

زه به د خپلې لیکنې په پای کې دغه ښاغلي ډوکټور ته ولیکم چې انډیواله ! مسلماني یوازې دا نه ده چې غمبوري په نوسي باندې وکاږه، په کریمونو او واسلینو یي غوړوه، کبسه دجاج وهه، ډالر او ریال نغدوه او په فیسبوک کې ریاکاري کوه.

پیغمبرعلیه السلام کله هم ستا غوندې غومبري نه و خرېیلی اونه یي په میک آپ ځان سپین کړی و، مګر پیغمبر د شهادت سوال کړی و. د شهادت سوال سنت  دی او زه چې څومره خبر یم شیخ هبت الله د نورو نبوي سننو غوندې دا سنت هم په ځای کړی دی.

څو کاله وړاندې چې د نوموړي څو شیوخ ملګري شیخ ذاکري،شیخ عبدالسلام، شیخ رحمت الله ، شیخ عبدالغني او نور شهیدان شول، نو د اوریدو له  قراره په هره جلسه کې به چې نوموړي ددغو شهیدو شیوخو تذکر کاوو نو ورسره به یي ځان ته هم د شهادت دعاء کوله ، هغه دعاء چې اوس هم د نوموړي د عامه ورځنیو دعاء ګانو یوه برخه ده.

د کریمو او میک اپ ډوکتور صاب ! ته به خپلې ریال ځپلې مسلمانۍ ته خامتما یې مګر که ددې خلکو مسلماني دې ولیده په والله به ځان تر پامه بې ایمانه درشي. د کره سند او اوریدو له قراره د طالبانو ددې نوي مشر شیخ هبت الله زلمی زوی د فدایانو په معسکر کې دی او د فدایي عملیاتو نوبت ته انتظار باسي. خو د معسکر مسؤلین وایي چې د نورو فدایانو خپلوان کله ناکله ورشي او له خپلو فدایي مجاهدینو نه غوښتنه کوي چې داستشهاد له عزم نه تیر شي او یا ورسره کور ته لاړ شي، مګر شیخ هبة الله یوازینی سړی دی چې تراوسه یي خپل زوی حتی په اشاره او تشه خبره هم د فدایي حملې له ارادې نه دی راګرځولی. دې د ایمان او ایثار اوج وایي.

د شیخ هبة الله صاحب د ټاکلو په اړه به وروستی خبره دا وکړم چې د اوریدو له قراره په نوموړي کې ډیر صفات کټ مټ د ملا محمد عمر مجاهد په شان موجود دي، په دین پوه او ټینګ مسلمان دی چې حتی د یوې ذرې په شان د تنزل تمه هم ترې نه شي کیدای. دده په ټاکنه باید چې مسلمانان د خوښۍ جشن ونیسي او منافقین او کافران د خپګان اوښکې تویي کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mayak khan

ګرانه هغه متل دی چې له لوښي څخه هغه څه راتویږي چې پکښې براته وي/ نو ددغه ښاغلي په نس کښې به همدغه غلط شیان وي ځکه ترینه را وڅڅیدل، ته مه پرې خفه کیږي، أمیر المؤ منین شبخ هبت الله صاحب حفظه الله وأیده بنصره ، هرڅوک پیژنې هغه یو داسې هستي ده چې په نن دور کښې دسلف صالحینو کټ مټ غوره خلف دی،الله تعلی دي دهغوی هر قول، عمل، فکر او نظر دالله تعلی درضا او خوشون سره سم وڅرخوي، الله تعلی دي دهغوی په واسطه د دین ، هیواد اومظلوم ولس نصرت وکړي، مننه ګرانه چې… نور لوستل »

محمد عبدالله

رب العالمین دی دشرق او غرب مسلمانان سره متحد کړی دکفارو او دهغه دملګرو بیخ وباسی کامیابی همدا کی ده چی ددنیا مجاهدین سره متحد شی او دهیس طاغوت پرواء ونه ساتی مرګ خامخا هر یو ته رازی خو مقبول شهادت بیا زان ته خوند لری

عبدالله

بارک الله ، وروره
د نوي ماډل دوکترانو او ماسټرانو په اړه زه د امام شافعی رحمه الله خبره دلته تاسې وليکم چې هغه وايي :
“ليس العلم ما حفِظ، العلم ما نفع”
علم هغه نه دی چې ياد شوی او ويل شوی او ليکل شوی وي ، بلکي علم هغه ته دی چې عمل ورباندې شوی وي او دين د قيام په لاره نافع او ګټور تمام شي .

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x