افغانستان

مجاهد: نوي امیر ته منسوب غږیږ پېغام حقیقت نه لري

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غبرګولي ۵مه ۱۳۹۵ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په را لیږلي خبرپاڼه کې ویلي چې د «اسلامي امارت» نوي امیر ته منسوب غږیږ پيغام هیڅ حقیقت نه لري.

نوموړي ویلي: «موږ ټولو لوستونکو ته اطلاع ورکوو چې د اسلامي امارت نوی زعیم هبة الله اخندزاده صاحب تراوسه په خپل غږ یا بې له غږه هيڅ کوم پيغام نه دی نشر کړي او نه هم هغه جعلي پيغام د اخندزاده صاحب پورې اړه لري، هیله ده لوستونکوي، د خواله رسنیو او آزادو رسنیو کارکونکي او اوریدونکي ورته متوجه ووسي.»

ددې تر مخه رویټرز خبري اژانس او ځینو نورو رسنیو خبر ورکړی چې د طالبانو نوي امیر «شیخ مولوي هبة الله اخندزاده» یو غږیږ پيغام خپور کړی او په هغه کې د امریکایانو او د هغوی په کومک د جوړ شوي حکومت پر خلاف د مقاومت تر څنګ د سولي په خبرو کې د نه ګډون ټینګار کړی.

طالبانو نن سهار د خپل پخواني مشر ملا اختر محمد منصور وژنه تایید کړه او ورسره یې اعلان وکړ چې ددوی نوی مشر به شیخ مولوي هبة الله اخندزاده وي.
هبة الله اخندزاده د کندهار ولایت یو دیني عالم دی، په طالبانو کې په زهد او تقوا مشهور دی، په محاکمو او قضا کې لویه تجربه لري، تېر کال چې د ملا محمد عمر مجاهد د مړیني اعلان وشو ، نوموړی د ملا اختر محمد منصور د مرستیال په توګه وټاکل شو.

د نوموړي د بشپړ پيژندني لپاره دلته کلیک وکړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x