sayyaf2

داستاد سیاف داپلتو لامل څه کیدای شي؟

نن ټکی آسیا- (سرمقاله) : نن دشمالي ټلوالې دجګړه مار مشر احمد شاه مسعود دوژل کیدو په دولسم تلین کې  دځیني په اصطلاح جهادي شخصیتونو ترڅنګ ددې ډلې یومخکښ غړی استاد سیاف هم برخه لرله او له همدغه مناسبت نه په استفادې سره يي یوځلې بیا دصلیبي یرغلګرو په خلاف جنګیدونکو مجاهدینو په ضد یې دخپل مافي الضمیر اظهار وکړ .

داستادسیاف په څرګندونوکې دحیرانتیاوړ ټکي داوې چې نوموړی  په احساساتي ډول دخپلو اپلتو او چټیاتو دتوجیه لپاره تل دقرآن کریم له ایتونو او مبارکونبوي احادیثو څخه داسې نامشروعه استفاده کوي چې دوخت اوشرایطو په تغیر سره  دی خپله دهغه څه په خلاف اقدام کوي چې یو خت يي نورخلګ دهغه په ترسره کولو مأمورول.

دبیلګې په توګه دشوروي ضد جهاد په مهال بغیر له دینه چې دافغانستان ولس او یادهغه وخت مجاهدین له استادسیاف څخه دپخواني پاچا محمد ظاهرشاه په خلاف فتوا وغواړی نوموړی دپاچا په خلاف  په خیر علمي اومسلکی توګه دکفر فتواصادره  او په ټوله ۱۳ کلنه جهادي دوره کې يي په  همدغه احمقانه  موقف ټینګار کاوه .

استاد سیاف به هغه مهال په جهالت او ناپوهي سره دباچا په خلاف دقرآن کریم  له دغه مبارک ایت څخه  استفاده کوله :

ومن یتولهم منکم فانه منهم ( څوک چې ستاسي (مسلمانانو) له جملې څخه له دوئ (کافرانو) سره دوستي وکړي نو هغه ددوئ له جملې څخه ګڼل کیږي . ده به ویل پخوانی باچا ځکه کافردی چې دکافرانودوست دی .

خوبل وخت چې شرائطو فرق وکړ او استادته نور په هغه موقف کې پاتي کیدل دخپلې مبارزې اومصالحو زیان ګڼل کیدو بیايي دیوسلو اتیا درجوپه تغیرسره  هماغه باچاته چې ده يي دولس کاله په خلاف  احمقانه فتواګانې صادرې کړې وي داعزاز او اکرام میلمستیا برابره کړه او دخپل دي حیرانوونکي اقدام لپاره  بیاله دغه ضعیف حدیثه استفاده وکړه چې په هغه کې راغلي :ارحموا عزیز قوم ذل.

ژباړه :تاسو دقوم د هغه مشر درناوی اودخواخوږۍ معامله ورسره وکړئ چې هغه خوارشوی او له مشرۍ لویدلی وي .

داستاد  فتواګانې ، څرګندونې  اوچټیات ټول دظروفو اوشرائطو  دتغیر په اساس وي .

نن چې استاد بیا دمجاهدینو په خلاف کومي بي مسؤلیته اپلتې وویلې  ددې ترشا حتما داسې څه شته چې ښاغلی استاد اوس لا دهغه  لپاره ځان عیاروي ترڅو په خپل وخت تري مناسبه ګټه پورته کړای شي .

دافغانستان ولس اوس په دې پوه شوی چې داسلام دښمنان او دپردیو مزدوران څوک دي ،هغوئ دیته ضرورت نه لري چې دهغه مصنوعي  اوابن الوقت مفتي (سیاف) چې دخپلو جاهلانه فتوګانو په اساس یې مخکې ترمخکې ځان داسلام له دائرې ایستلی   وغولیږي او یا دهغوئ چټیاتوته غوږ ونیسي.

استاد سیاف او دهغه په لاره روان په اصطلاح جهادي شخصیتونه  دافغان  مجاهدولس په منځ کې هغه تجرید شوي  کرغیړنې څیرې دي چه نه یې مسلمانان دخپل صف خلګ بولي او نه ددوئ صلیبي باداران ورته دخپلو با اعتماده غلامانو په حیث قائل دي ، مسلمانان یې منافقین او کافران  یې  جنګي جنایت کاران بولي.

دوئ اوس مجبور دي چې  صلیبیانوته دخپل ځان دغلامي داثبات لپاره  داسې  څه په  ډاګه کړي  چې څو ورځې  دهغه په وسیله  ځانته  دژوندي پاتي کیدلو چانس برابر کړي.

داستاد لپاره اوس تربل هروخت  داچټیات او لایعقلې  څرګندونې  په مادي لحاظ ډیرې ګټورې دي چې دی داسلام دیوه  مرتجع عالم په حیث  داسلام له ممبره دهغه چاپه خلاف  تبلیغات وکړي چې هغه  دټولې صلیبي نړي په خلاف جهادي سنګر جوړکړي او غواړي ددغه جهادي سنګر په ذریعه خپل هیواد داشغالګرو صلیبیانو له اشغاله ازاد کړي .

استاد سیاف  خپله هم پوهیږي  چې دغه هزیان اوچټیات یې چې دی یې دمذهبي تقدس په جامه کې نغاړي  په هیڅ علمي او منطقي استد لال نه دې بناء ،خوداچې  جبرزمان دی ورته مجبورکړی  نو   هاغه ده چې  دخپل  فقید آمرصاحب  له دولسم تلین څخه هم  دخپل دغه ماکرانه هدف دترلاسه کولو لپاره کار اخلي .

د نن ټکی آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د