fbpx

شونډې ګنډم په نوم د يار پاپندي ولګېده

احمدالله احمدزی

محمود غزنوي خراسان او خوازم د غزني سلطنت پورې تړلي وو، يو وخت نوموړی «ری»، ولايت ته ولاړ، د هغې سيمې خلکو ورته د نظام له مجدد الدوله شکايت وکړ، محمود غزنوي، نوموړي  ته مخ ورواړاو، چې د پخوانيو پاچاهانو تاريخ دې لوستی؟ مجدد الدوله د «هو» ځواب ورکړ، بيا يې ورته وويل تا «تاريخ طبري» ويلی؟ مجدد الدوله د هو ځواب ورکړ، نو محمود غزنوي ورته وويل، چې ستا کارونه او کړنې د تاريخ پوهانو نه دي او څوک، چې تاريخ پوه نه وي، هغه د ولايت کولو حق نه لري او په هماغه ځای يې له ولايته ګوښه کړ.

اوس زموږ ستر واکداران له تاريخ سره دومره ناشنا دي، چې د دېرشو کالو پخوانۍ وحشي کړنې يې له ياده وتلي، چې لکونو افغانان يې په دې تور له تورو خاورو لاندې کړل، چې د کمونېزم يرغل يې نه مانه، د اخوانيت او نورو تورونو له امله يې په ډله‌ييزه توګه ووژل، مګر دغه نظامونه، چې د ولس پر ضد او پردي زور پر مټ راغلي وو، په ډېره لنډه موده کې نسکور شول.

هره ټولنه او نظام، چې کاواکه شي، په خپل قوت او ولسي اړيکو يې باور له لاسه ورکړی وي، د خپل دښمن په مقابل کې يې روحيه بايللي وي، نو هغه بيا د خپل دښمن پر ځای هغه چا ته لاس اچوي، چې تش لاس وي اګر که د دې نظام برخه وي.

خبره د سياسي چارو د کار پوه محمد حسن حقيار تر نيولو راياده شوه، يوازېنی جرم يې دا دی، چې د طالبانو پخواني مشر ملا اختر محمد منصور ته يې «شهيد» ويلي دي.

که د حقيار جرم دا وي، چې ولې يې د امريکايانو دښمن ته شهيد ويلي دي، نو دا خو د نړيوالو اصولو له مخې هېڅ جرم نه دی. خلک په امريکا او ټوله غربي نړۍ کې د مقاومت په ملاتړ او ښکېلاک پر ضد څرګندونې کوي، د مقاومت سرلاري غازيان او شهيدان بولي، په ګڼو غربي هېوادونو کې د ملا اختر محمد منصور رحمه الله فاتحې واخيستل شوې، مګر يو حکومت هم پرې نيوکې ونه کړې، خو ملي امنيت، چې په څومره بېړه د ښاغلي حقيار د نيولو پرېکړه وکړه، دا يې لويه تېروتنه او د حکومت کمزوري ښيي.

د پاکستان په پارلمان کې خلکو د اسامه بن لادن فاتحه واخيسته، د مشرف په ديکتاتوري دوره کې د پارلمان وکيلانو د امريکا له لوري د وژل شوي ايمل کاسي فاتحه واخيسته او پر هغه چا يې لعنت ووايه، چې ايمل کاسي يې امريکا ته سپارلی و، مګر امنيتي ځواکونو د يادو وکيلانو پر ضد ګام وانه خيست.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د سولې عالي شورا وياند او د پارلمان وکيل مولوي شهزاده شاهد اسامه بن لادن شهيد وباله، ګڼو ټوپکيانو او د شمالي ټلوالې لنډغرو د مولوي شهزاده شاهد پر ضد غبرګونونه وښودل، مګر ښاغلي کرزي د خپلې مشرۍ او عزم له مخې د ښاغلي شاهد پر ضد کوم ګام پورته نه کړ.

ملا اختر محمد منصور شهيد بلل به ډېر ستر جرم وي او که د الله تعالی، د هغه انبياوو او ديني مقدساتو سپکاوی؟ د ټولو ديني مقدساتو سپکاوي کوونکي مجرمين هسکه غاړه ګرځي، مګر حقيار د يوې خبرې له امله د ملي امنيت زندان ته ولېږدول شو.

هغه ايران پلوي او د نورو هېوادونو جاسوسان، چې د افغانستان د يو ستر قوم «پښتون» سپکاوی کوي، د «افغانستان يک نام جعلي هست» تر عنوان لاندې مقالې يې پر ايران کې چاپ شوي او داسې ګڼ نور جرمونه يې کړي؛ پر وړاندې يې هېڅ غبرګون نه ښودل کيږي، بلکې بالعکس د حکومت په لوړو څوکيو ناست دي او حقيار دې د ملي امنيت په زندان کې وي.

که خبره د کرښو شي، نو بيا بايد د دې خبرې معنا دا شوه، چې هر څوک، چې له بهرنيانو سره خواخوږي لري، په نظام کې کار کوي، يا بهرنيو موسسو، يا رسنيو سره همکاري کوي، هغه د امريکا په ډله کې وشمېرل شي او د مخالفينو له لوري په نښه شي، نو د دې خبرې زور خو بيا د حکومت تر څنګ غريب ولس ته ورځي.

حکومتي چارواکي خو په افغانستان کې د مسافري شپې ورځې تېروي، د ولس غم نه شته ورسره او نه هم د افغانستان د راتلونکې په اړه اندېښمن دي، له همدې امله هر هغه څوک، چې د دوی په خوښه حرکت نه کوي، په يو او بل نوم يې نيسي، تهديدوي او ځوروي يې.

يو نظام، چې د اصلاح په نيت د خپل مخالف نظر لرونکي کارپوه خبره نه شي زغملی، چې يو کاغذ او قلم سره راځي او ټول عمر د جګړې پر ضد د سولې لپاره هلې ځلې کوي، د طالب په نوم يې نيسي او ځوروي يې نو دغسې يو حالت کې د سولې له تمې بيخي سړی نهيلی شي.

نور دا خبرې هېڅکله د زغملو نه دي، چې ته دې د خپل حکومت مخالف نظر لرونکی سړی د امنيتي ځواکونو په زور نيسې او هغه دې د يوې خبرې د کولو اجازه هم ونه لري، نو خلک پوهيږي، چې ته او ستا حکومت د ولس استازيتوب نه شي کولای او يوازې د بهرنيانو د توپ او ټانګ پر زور کاواکه ولاړ دی او هره ګړۍ يې د نسکورېدو ګواښ موجود دی.

که د ګڼو هېوادونو جاسوس احمد شاه مسعود شهيد وي، خدای وژلی رباني شهيد وي، د ولسي خلکو وژونکی او پرديو ناموسونو تېری کوونکی مزاري ملي شهيد!! وي، دوستم درې نيم زره امريکايان شهيدان بولي او د امريکايي يرغلګرو په بريد کې وژل شوی ملا اختر محمد منصور شهيد نه وي او يا يې تاسې د اورېدو زغم ونه لرئ، نو د دې خبرې په انجام هم لږ فکر وکړئ!

يوه خبره بايد په ياد ولرو، چې شهيد شرعي اصطلاح ده او د همدې اصطلاح له مخې ملا اختر محمد منصور شهيد بلل کيږي، نور هغه ستاسې والا به ستاسې په وينا شهيدان وي، خو حساب به يې بيا تاريخ درسره وکړي.

موږ له حکومتي کړيو او واکدارانو هيله کوو، که غواړي، چې خپله کمزوري پټه وساتي، نو تش لاسي خلکو او د سياسي چارو شنونکو ته دې لاس نه اچوي، په دې اړه دې له زغمه کار واخلي او د دغو خلکو په مشورو دې عمل وکړي، د جګړې پر ځای د سولې رښتينې هڅې کوي، له همدې ډول نظر لرونکو خلکو څخه دې د سولې په برخه کې مرسته واخلي او جګړه دې پای ته ورسوي.

که داسې نه شي نو دا خبره خو ټولو ته څرګنده ده، چې حکومت د خپل کمزوري جوړښت، قوماندې او کاواکه ارادې له امله د جګړې توان نه لري او جګړه هېڅکله د حل لاره نه ده، هغه نظامونو هم په دغه ډول وحشت او ديکتاتورۍ خپل حکومتونه ونه شو ساتلی، چې قوي اردو او نړيوال ملاتړ ورسره و، نو ستاسې ګډوله حکومت هېڅکله د دې نه دی، چې د ولس غبرګون او قهر ته دې ټينګ شي.

حقيار پښتون دی، د يوې خبرې سړی دی، شل ځايه يې د افغانستان پر ضد د پرديو استخباراتي کړيو لپاره کار نه دی کړی، بې ملاتړه دی، نو ځکه د ملي امنيت زندان ته ولېږدول شو.

که حکومت رښتيا هم دومره تريخ!! وي، نو د بلخ خپلواک والي عطا محمد نور ته خو دې هم لږ سترګې ورپورته کړي، چې هغه ستا پاچاهي نه مني او وايي، چې د چا پلار به يې هم له ولايته لرې نه کړي، هزاره ګانو ته دې لږ پورته وګوري، چې په ارګ در وختل او هره ناودوده درباندې په زوره مني، د خپلو وکيلانو او وزيرانو پوښتنه دې وکړه، چې ستا پر ځای د بهرنيو استخباراتو او سفارتونو په امر خپلې چارې پر مخ بيايي.

دا لوبې د زغملو نه دي، لږ په ګريوان کې سر ښکته کړئ، لږ زړې پاڼې او د تاريخ کتابونه وګورئ.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
افغان
میلمه
افغان

احمدزی صاحب د ملی امنیت خلک د دی امله چه د پخوانو کمونستی شکنجو تجربه لری هماغه پخوانی کمونستان انتخاب شوی چه مشر یی اثمر وی نو د ملی امنیت له کسانو به څه هیله ولری ، هغوی هغه وایی او هغه کوی چه ورته ویل کیږی

سالم اشنا
میلمه
سالم اشنا

د دوی خو دریم مفکر (دوستم) امریکایانو ته شهیدان وايی، چې په حقیقت کې دا د ټول حکومت نظر دی چې امریکان شهیدان او طالبان نه دي.

mayak khan
میلمه
mayak khan

هغه دیو شاعر خبره ده چې / تاته ئې څښل روا په ماندې بند ورته کتل وي// دغه دبشر که داقانو به دې ځنګل وي// عجب لوبه ده دبیان تر آزادي ئې بی بی ګله هم قربان دی په ټولو ژمنو کښې ئې لویه ژمنه هغه دبیان آزادی وه، خو نن دمتفکر دبلواکه حکومت غړي او ا دارې خلک په په حقه خبره هم پړه بولي او زندان ته ئې لیږی ، که دغه غلامان دآزادي قربانیان شهیدان نه بولي خو تاریخ له دغه څخه خوله نشي پټولی دتاریخ زرینې باڼې دهمدغو قربانیانو شهادتو نه نځوره وي ، دا فیصله… نور لوستل »