نظــر

د پاکستان دوه مخی سیاست

فرید احمد (لودین)

د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د پاکستان په همکاري او کوردیناټ د امریکا لخوا ووژل شو په لومړۍ ورځ اوباما او جانکیري دغه کار خپله ستره بریا وبلله او په ښکاره یې وویل چې دغه کار د پاکستان په مشوره او مرسته وشو.

خو پاکستان ددې له ویري چې ځان د وسلوالو طالبانو او هم په پاکستان کې د موجودو مذهبي ډلو له عکس العمل او خطر څخه وساتي د تل په څیر دوه مخي پالیسي پلي کړه لومړی یې ځان ناخبره او شکمن وښود چې موږ به څیړنه وکړو چې آیا وژل شوی کس منصور ده او که نه،بیا یې د امریکا سفیر احضار کړ چې ولي زموږ په ملي حاکمیت تعرض شوی یعني ولي امریکایی ډرون د پاکستان خاوري ته داخله شوي، بیا یې په هغه موټر کې چې مکمل سوځيدلی او ملامنصور جسد هم داسي سوځیدلی و چې تشخیص یې ګران و داسي پاسپورټ د پیداکېدلو ادعا وکړه چې هیڅ نه سوځيدلی او نه خراب شوی و حال دا چې پاسپورت کاغذي هم دی او کاغذ تر موټر او انسان ژر هم سوځي او بیا یې وویل چې د ایران څو ویزي پري لګیدلي وي، او وروسته یې غیر مستقیم داسي اوازي او نظریي خپري کړي چې ملا منصور د امریکا او ایران په همکاري وژل شوی، کچیري ملا منصور چې د ملل متحد او امریکا په تورلیست کې هم و ایران ته پټ سفر کولای او یا ایران پټ ور غوښتلای نو بیا ویزه لګولو ته څه اړتیا وه ویزه خو د قانوني دخول لپاره لګول کیږي، نو له داسي غلطو خبرونو او ادعاوو دا ثابتیږي چې د ملا اختر محمد منصور وژنه د پاکستان او امریکا په همکاري شوي ځکه پاکستان د امریکا لخوا مجبور شوی و تر څو د طالبانو او د امریکا د نورو مخالفینو له حمایت نه لاس واخلي او هغوۍ یا ووژني او یا یې سولي ته راضي کړي په همدې خاطر امریکا هم په پاکستان خپلي مرستي بندي کړي او هم یې د هغو طیارو د ورکړي نه انکار وکړ کوم چې یې مخکې پاکستان ته د ورکولو وعده ورکړي وه او همدارنګه د امریکا د کانګریس غړو هم په خپل حکومت نیوکي وکړي چې ولي له پاکستان سره ښه روابط ساتي او ولي مرستي ورکوي نو په همدې خاطر پاکستان امریکا او نوري نړۍ ته ځان سپیناوو چې ګواکي موږ له تاسو سره په اصطلاح د ترهګرۍ په وړاندې صادق یو نو یې د ملا اختر محمد منصور په وژلو کې له امریکا سره مرسته وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x