نظــر

د جهاد قافله د امیرانو او مشرانو په وژل کیدو کمزورې کیږي؟!!!

حماد نیازی

کفري ځواکونه او د هغوی لاسپوڅي تل هڅه کوي چې د مجاهدینو مشران او امیران په نښه کړي، هغوی په دې باور دي چې د مجاهدينو د مشرانو او امیرانو په له منځه وړلو سره به د جهاد قافله کمزورې او له پښو وغورځیږي؛ خو دا چې آيا رښتيا هم د مشرانو او امیرانو په شهادتونو او مرګونو سره مجاهدین کمزوري کیږي؟ مورالونه بایلي او کنه؟ غواړو چې دې پوښتنې ته ځواب ووایو.

جهاد شرعا په دې مانا دی: » د خدای د دین او رښتینې کلیمې د لوړوالي لپاره مبارزه کول « د جهاد تعریف پورته پوښتنه په خورا ښه ډول ځوابوي او ټولې نړۍ ته ښیي چې مجاهدین هغه خلګ دي چې یواځې د رښتینې کلیمې د لوړوالي لپاره هر ډول مبارزه کوي، ځینې ځوانان تر سینو باروت راتاوه وي او په خپلو غوښو او هډوکو سره د دښمن ماغزه شیندي، ځینې نور بیا وسله په غاړه شپه او ورځ د غلیم پل څاري او چې چېرته یې وويني نو په دا سر یې ولي، بل شمیر مجاهدین لږیا دي په ژبه جهاد کوي، خلګو ته د کفر او د هغوی د لاسپوڅو شوم پلانونه واضح کوي او په مستقیم او غیر مستقیم ډول یې له ټولو شومو هدفونو خبروي، ځینې مسلمانان د مال جهاد کوي، مجاهد ته وسله او جنګي اسباب برابروي او داسي نور. شرعا هم جهاد پر درې ډوله ښودل شوی دی، حدیث کې راځي چې نبي صلی الله علیه وسلم مسلمانانو ته امر کوي چې په مال، ځان او ژبه د باطل مقابله وکړئ! بیرته خبرې ته راګرځو نو جهاد همدې ته وایي چې یواځې د خدای د رضا لپاره څوک مبارزه وکړي، بناء هېڅ مجاهد د اشخاصو لپاره خپله مبارزه نه کوي او نه هم ځان د اشخاصو لپاره په اورونو ګډوي، نو څوک چې د اشخاصو لپاره مبارزه نه کوي د هغه چا مبارزه د قیادتونو په وژل کیدو او تغیر سره تغیر نه خوري .

سمه ده چې مجاهدین خپل منځ کې ډېره خواخوږي سره لري، یو بل ته ګران وي او مشران خو یې بیخي د سرسترګې وې، چې په بیلتون یې د ټولو مجاهدينو له سترګو اوښکې او له زړه وينې څڅیږي، مجاهدین د دې پر ځای چې د خپلو مشرانو د شهادتونو له کبله مورالونه وبایلي، بلکې برعکس یې د انتقام وینه په جوش راځي او یو په لسه خپل بریدونه انتقاما تیزوي.

که اسلامي تاريخ ته لاړ شو او وګورو چې مجاهدین د خپلو مشرانو په شهادتونو سره کمزوري شوي دي کنه؟ نو په ټول اسلامي تاريخ کې نشو پیدا کولای چې د قیادت په تغیر یا منځه تلو سره دې مجاهدین کمزوري شوي او یا ختم شوي وي.

په اسلامي تاريخ کې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هغه وخت د ټولو مجاهدينو او مسلمانانو پیغمبر و، امیر یې و او باچا یې و، خو چې کله حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له پاني نړۍ نه سترګې پټوي او د اجل داعي ته لبیک وایي، موږ وينو چې د مجاهدينو د قافلې د رهبري لپاره حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه راځي او دا قافله په خورا ښه ډول مهاروي، همداراز د ابوبکر صدیق رضی الله عنه له وفات پس حضرت عمر رضی الله د مسلمانانو امیر ټاکل کیږي او د مسلمانانو رهبري کوي… دا سمه ده چې کله امیر المومنين وفات کیږي نو ځيني منافقې څېرې سر راپورته کوي او د مسلمانانو ترمنځ د بدمرغيو، جنګونو او بې اتفاقیو اور ته لمن وهي، خو هغوی ته خدای په ډېر لنډ او کم وخت کې د مجاهدينو په لاس د ځپل کیدو سزا ورکوي. تاسو وګورئ چې کله د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د وفات غږ خپور او ابوبکر صدیق امیر المومنين وټاکل شو، ځینې کسان مرتد شول او ځینې نور له زکاته منکر شول، خو ابوبکر صدیق رضی الله عنه په ډېر کم وخت کې د هغوی مخه ونیوله او په توره سره یې درس ورکړ.

موږ ولیدل چې د مسلمانانو امیر ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د وفات غږ خپور شو، ځینو څیرو د غرب په اشارو پوره کوښښ وکړ چې د مجاهدينو ترمنځ اختلاف راپیدا کړي او د مجاهدينو قوت وویشي، خو د اسلامي امارت د باتدبيره مشرانو هڅې وې چې دا بدمخي یې یو لوري ته کړل او د تورې درس یې ورکړ، تاسو ولیدل چې دا خلګ اوس نه خواخوږي لري او نه هم افراد.

په داسي حال کې د ملا اختر محمد منصور د شهادت خبرونه نشریږي، چې د همدې بدمرغو څیرو تېر درس هېر نه دی او اوس یې هم زخمونه تازه او خونړي دي، نو زما په فکر باندي د مجاهدینو ترمنځ د درز اچولو چانس خورا کمزوری دی.

البته دا خو واضحه ده چې طالبانو د ملا محمد عمر له وفات روسته عملاً ټولې نړۍ ته وښودله چې د خپل امیر په مرګ نه یواځې داچې کمزوري کیږي نه بلکې لا یې وینې جوش کوي او د پخوا غوندې یو په لسه خپلې حملې تېزوي، اوس به هم د طالبانو پر عملیاتو او بریدونو د ملا اختر محمد منصور شهادت نه یواځې داچې اغېز به ونه کړي، بلکې ډېر احتمال شته چې هغوی به بریدونه او جنګونه څو چنده تېز کړي.

دښمن اوس هم قرار نه دی ناست اوس هم کوښښ کوي چې د مجاهدينو ترمنځ د بې اتفاقۍ اور بل کړي، مجاهدينو ته په کار دي چې له تېر نه په درس اخیستلو سره د دښمن شومو پلانونو ته متوجې شي، او ان شاء الله چې د اسلامي امارت مشران د دښمن شومو پلانونو ته په پوره ډول متوجې هم دي او د بې اتفاقۍ چانس خورا کم دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx