وټس اپ (Whatsapp) خپل ټولو رقیبانو ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۶مه ۱۳۹۵ل): وټس اپ د ټکنالوژۍ په نړۍ کې د پیغامونو اپلکیشنونو پاچا ګڼل کیږي چې دغه خبره په دې وروستیو کې ترسره شوې سروې هم ثابته کړې.

د ډیجیټل بازار موندنې څارګرې کمپنۍ سمیلر ویب لخوا ترسره شوې سروې کې وټس اپ د نړۍ په ۱۰۹ هیوادونو کې د پیغامونو تر ټولو غوره او زیات استعمالیدوونکی اپلکیشن دی.

یوازې په هندوستان کې د انډرایډ ۹۴.۸ سلنه کاروونکي په سمارټ فونونو کې د وټس اپ اپلکیشن شتون لري او هره ورځ په اوسط ډول ۳۷ دقېقې کارول کیږي.

دغه کمپنۍ په ۱۸۷ هیوادونو کې سروې ترسره کړه چې په ۱۰۹ هیوادونو کې وټس اپ لومړی مقام خپل کړ او د ۵۵.۶  سلنه خلکو په سمارټ فونونو کې موجود و.

له هندوستان سربیره چیرې چې وټس اپ له اندازې زیات کارول کیږي په برازیل، میکسیکو، انګلینډ، روس او سویلي امریکا او ځینو نورو هیوادونو کې تر ټولو زیات استعمالیدوونکی اپلکیشن و.

له وټس اپ څخه وروسته د فیسبوک د پیغامونو اپلکیشن مسینجر (Messenger) چې د استرالیا، کاناډا او امریکا په ګډون په ۴۹ نورو هیوادونو کې تر ټولو زیات کارول کیږي دوهم مقام خپل کړی.

وایبر بیا د درییم مقام په خپلولو بریالی شوی. وایبر یوازې لسو هیوادونو کې ځانګړی شهرت لري او د اوکراین، بیلاروس، مولډووا او یو شمیر نورو هیوادونو کې له هر بل اپلکیشن څخه زیات استعمالیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د