ادبي لیکني

تنهايي

مصطفی ساپی

ځان مې خاموشۍ ته ورسپارو خو هیڅ خوند یې رانه کړ په دې چې په خاموشۍ کې مې داسې څه پیدا نه کړه چې زما روح، وجود اومغز ته ارامي اوسکون ورکړي، لامې درد له درده ورپسې واوښت مجبور شوم ځان مې بیا بیرته د خاموشۍ له دنیا نه راویست خو بیا په هماغه حالت کې وم اوس به نو د ځان لپاره یوه بله دنیا ګورم چې وجود، روح او مغز مې سکون او ارام پکې پيدا کړي، خو حیران یم چې داسې دنیا به هم وي چې دا هر څه پکې وشي خو نه زه د ټولو ارمانونو وږی نه یم او نه دومره کوشش کوم چې کیږي او نه کیږي داسې دنیا دې پیدا کړم چې زما ټول ارمانونو دې پکې پوره شي.

کمپیوټرمې چلان کړ انیټرنیټ مې خلاص ما ویل راځه که دلته داسې څه ومومي چې دا د تنهایۍ یوڅوشېبې دې پکې مصروف او وخت درباندې ښه تیرشي، خو هلته هم غیر له وژنو زخمي کولو تښتولو، چور کولو فساد اوناامنیو غیر بل څه نه وو چې یوه شېبه خوشحالي یې راکړې وای، په انټرنيټ کې مې د داسې خبرو په لیدو له انټرنيټه هم زړه تور شو، کمپیوټر مې بې له دې چې کوم مطلب یا خبر ولولم بند کړ همداسې مې ځای پرځای کیښود ما ویل په تاکې خو مې هم داسې څه پیدا نه کړ چې دې زړه ته یوڅه سکون پرې ورکړم، بس ستا یې هم په مخه ښه.

د تلویزون ریموټ مې راواخیست، که چیرې په دې کې داسې څه ووینو، چې دا زړه مې پرې یوڅه ارام شي،او دا دردونه اوغمونه یوڅه ګوښې ته کړو خو نه، په تلوېزون کې هم داسې څه نه و چې سکون او ارامي یې راکړي وای. راډیو مې چلانه کړه ما ویل که په دې کې چیرته داسې خپرونه وي چې په اوریدو مو دې غملړلي زړه ته یوڅه ارامي اوسکون راشي او د دې غمونو او دردونوڅخه یوه شېبه لرې شو دابه څومره ښه وي.

خو نه د ټول هغه څه مې چې خلکو به ویل له دې شي سره ښه ساعت تېرېږي ښه ساعت تېری شی دی،یا به یې ویل دا داوس ځوانان هسې عبث په دې شیانو خپل وخت تېروي خونه ما دا هر څه تجربه کړه داسې څه مې پیدا نه کړل چې یوه شېبه ورسره ساعت تېرو کړو که دا غم مو یوڅه علت شي.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x