افغانستان

سولې شورا طالبانو ته د ډرون بریدونو ګواښ وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۶مه ۱۳۹۵ل):د ګډ حکومت د ولسمشرۍ او اجراییه ریاست له ګواښونو وروسته د سولې عالي شورا هم په خپل وار په طالبانو د تسلیمېدو غږ کوي او ترڅنګ یې هغوی د امریکا د بې پيلوټه الوتکو په بریدونو ګواښي.

د سولې عالي شورا مرستیال «عبد الخبیر اوچقون» وايي چې که د طالبانو نوی مشر له جګړې څخه لاس وانخلي د پخواني مشر په څیر به د امریکا په هوايي بریدونو کې ووژل شي.

ښاغلی اوچقون د طالبانو په نوي مشر د وسلې ایښودو غږ کوي او زیاتوي:

«که ملا هبت الله د دې فرصت څخه استفاده نه کوي او د خپلو خلکو او ملت سره نه یوځای کیږي، د هغه برخلیک سره به مخامخ شي چې ملا اختر محمد منصور ورسره مخامخ شو».

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني هم د امریکا په هوايي زور طالبان ګواښلي وه او زیاته کړې یې وه چې که طالبان تسلیم نه شي د امریکا بې پیلوټه الوتکې به یې د ملا اختر محمد منصور په برخلیک اخته کړي.

تر دې وړاندې د اجراییه ریاست ویاند جاوید فیصل هم د امریکايي الوتکو په ډاډ په طالبانو غږ کړی وه چې که وسله پرځمکه کښېنږدي امریکا به یې د ملا اختر محمد منصور په څیر په نښه کړي.

د ګډ حکومت چارواکي په داسې حال کې ورته ګواښونه کوي چې په نوموړي حکومت باندې له پخوا داسې شکونه موجود دي چې له سولې څخه جګړې ته زیات میلان لري او تل یې په پاروونکو څرګندونو د سولې په وړاندې خنډونه پیدا کړي.

طالبانو تر اوسه د سولې عالي شورا د وروستیو څرګندونو په وړاندې څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبد الله نصرت

بس چې سولې شورا طالبانو ته د امریکایی ډرون برید ګواښ وکړ، نو طالبانو ته هم په کار ده، چې دغی امریکایی اداره باندې له ګواښ پرته د یو پیاوړي برید ترتیب برابر کړي.
الله تعالی دې طالبانو ته توفیق ورکړي.

mayak khan

وائې چې وړه خوله اولویه خبره./ دسولې دشوروا مرستیال هم دبادار په ډرون بریدونو ویاړي او مجاهدینو ته ګوت څنډ نه کوی چې تسلیم شی کنه نو زمونږ آقا به مو پو پنا کړی. زه دغه ښاغلي ته وایم چې ته یوځل دخپلواک شه بیا ملي غوښتنې او فیصلې کوه، تر هغه چې دبل تر سیورې لاندې ژوند کوې نو خوله پټه ونیسه بس خپل ډالر آخله او مزې کوه، دغه فیصله به وخت وکړي چې څوک تسلیمیږي. ته لا دغه بلوغ ته نه ئې رسیدلی چې له سرښندونکو مجاهدینو څخه دتسلیمي غوښتنه وکړې. شهادت دمؤمن تر ټولو لوړه آرزو… نور لوستل »

انجیتر کریم له فرانسی

د کفارو په ةت لاپی وهل هغه فاحشو ته ورته دی چه په خپلو لونډانو لاپی وهی د خپلواکی د یوی ګړۍ ژوند (که څه هم په وژنو ، زولنو او زندانو کی وی ) د غلامی د زرو کلو له ژونده ( که څه هم د ارګ ، کریملین او سپینو ماڼیو کی وی ) ډير بهتر او ډير شرف لری ، خپلواک زیږیدل ، خپلواک لویدل ، د خپأی خاوری ، اسلامی فرهنګ ، د خبلو خلکو او خپلواکی د ترلاسه کولو د پاره په مال او ځآن د قربانی ډګر ته دنګل د میړنو مړانه ده ،… نور لوستل »

طوفان طوطاخیل

ان شاء الله دهیبت الله اخندزاده صاحب له ټاکلو سره سم به ستاسو دسولي په شوروا اونورو شورواګانو ښې هیبتي حملي ترسره شي ، تاسو یې دټاکلو په لمړۍ ورځ یوه هیبتي حمله په قاضیانو ولیده چې فدايي ځوان تر ۱۵ زیات قاضیان درته کونجاړه کړل ، موږ دمحترم الحاج شیخ القرآن والحدیث مولوي هیبت الله اخندزاده صاحب حفظه الله ټاکنه په نیک شګون اونیکفالي باندي نیسو چې داتاسو دیرغلګرو بچیان به تیت اوپرک کوي ، وماذالک علی الله بعزیز

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x