نړۍ

پاکستان: د سولې بهير د بيا پيلېدو «ژمنه نه شو کولای»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۶مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان د بهرنیو اړيکو سلاکار سرتاج عزيز وايي، چې د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو سره د سولې بهير ته «سخت زيان واوښت»

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلاميه کې د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور وژنه تاييد شوې او زياته کړې يې ده، چې له دې وروسته د افغان سولې د بهير د بيا پيلېدو ژمنه نه شي کولای.

سرتاج عزيز وايي، چې اختر محمد منصور د سولې پلوی و او غوښتل يې، چې روان کړکېچ د خبرو له لارې حل شي.

نوموړی وايي، چې د روانې مياشتې په اتلسمه نېټه د څلور اړخيزې ناستې په ترڅ کې پرېکړه شوې وه، چې د افغانستان کشاله به د سياسي خبرو له لارې حل کيږي او جګړه هېڅکله د حل لاره نه ده.

سرتاج عزيز ټينګار کوي، چې د جګړې او پوځي زور له امله به افغانستان کې نا امنۍ او ستونزې نورې هم زياتې شي او تېر پنځلس کاله يې ښه مثال دی.

د بهرنيو اړيکو سلاکار وايي، چې تر اوسه د دوی له لوري شوې پلټنې ښيي، چې ملا اختر محمد منصور د امريکايي څارګرې الوتکې په بريد کې وژل شوی، مګر وروستۍ پرېکړه به د «ډي اين اې» له معاينې وروسته کيږي.

نوموړی وايي، چې تر څو د ډي اين اې معاينې پايله نه وي راغلي، تر هغه وخته به د ملا اختر محمد منصور مړی چا ته نه سپاري.

سرتاج عزيز او د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان وايي، چې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه د پاکستان د خپلواکۍ خلاف دي او په دې اړه يې ملګرو ملتونو ته هم خپل شکايتونه کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x