کمونیسته مردار شې !!
دالیکنه مې دمحب الله زغم دلیکنې په ځواب کې راپیل کړه ، نوموړي خپلې یوې وروستۍ لیکنې ته عنوان ټاکلی ( طالبه خوار شې ) نو ددې لپاره چې ځواب پوره اوپه وزن ، قافیه سمبال ورغلی وي ما هم ورته عنوان وټاکه چې ( کمونیسته مردار شې !!)
ډاکتر محب الله زغم چې ځان ډاکټر ، کیسه لیکوال ، غیرسیاسي او دکفر او اسلام ترمنځ بې طرفه بولي ، مګربیا هم له ټول زغم سره سره دطالب په وړاندې زغم نلري او دا څووم ځل دی ، چې خپله مرداره مښوکه ورغورځوي .
محب الله زغم لیکلي دي ، چې دنیپال په وړاندې دافغانستان د فوټبال په بریا خوشاله شوم ، خو وروسته چا راته وویل چې داکرم خپلواک څوک قریب طالبانو وژلی دی ، نو په دې توګه طالب زما خوښي په غم راولړله .
محب الله زغم صاحب ! طالب به یوازې ستا ( چې نه دپیاز سر یې او نه بېخ ) خوښي په غم درلړلي وي خو تا او ستا نورو کمونیستي اسلافو زما دافغان اولس دټول تاریخ خوښي ، سوکاله ، ورورولي ، ملي وحدت ، سوله ، خپلواکي او سرلوړي په داسې غم رالړلې ده ، چې تراوسه پورې مو بیا ښه ورځ نه ده لیدلې .
محب الله زغم صاحب ستاسو کمونیستانو له ارتداد او بي لارۍ نه وړاندې داوطن دمثالي سوکالۍ بیلګه وه ، دلته خوښي وه او هرچا په خپل کار او کور کې دعزت له ژونده خونده اخیست ، افغانانو یوازې خدای ته سرټیټاوو ، په الله یې ایمان درلود ، په خپله برخه راضي وو ، او دعزت او سرلوړۍ ژوند یې درلود .
خو ستا کمونیستي ابا خېلو د ډاروین ، لینن او مارکس له شاګردۍ نوې خبرې راوړې ، تاسو هغه افغانان چې پنځه زره کاله دسړي زامن وو ، په لومړي ځل د بیزو زامن وبلل ، تاسو قرآن د یوه عادي عرب ( العیاذبالله ) تصنیف وباله او دهغه په عوض مو دسوسیالیزم مجله او دلینن کلیات په پښتو او دري راته وژباړل .
تاسو لمونځ سپورت وباله ، حج مو دعربو یوه اقتصادي پروژه وبلله ، اسلام مو دټولنې افیون وباله ، او دغیرت به کاله کې مو دزن ، زر او زمین شریک شعار پورته کړ .
تاسو ددې سوکاله اولس دین او دنیا ته داسې اور کیښود ، چې تراوسه پرې ددونیم ملیون انسانانو وینې تویې شوې خو لا هم نه دی مړ شوی .
محب کمونیسته ! راځه چې حساب سره وکړه ، چې ته کمونیست دخوار کیدلو لائق یې که زه مجاهد افغان ؟ تا دافغانانو خوښۍ په ویر بدلې کړي دي که ما ؟
ما به یوازې ستا کمونیست او یا ستا غوندې څو نورو ملت شړلو دیوې ورځې خوښې او خرمستۍ درغمجنې کړي وي ، مګر تاسو دیوه لوی ملت سوکالۍ د څو لسیزو لپاره پوپناه کړې ، دلته به ستا د ټولې ایډیالوژۍ ( کمونیزم ) ټول جنایات چې نړیوال بشر ته یې اړولي دي نه درته راسپړم ، خو یوازې زما دوطن په سطحه تاسو دومره جنایات کړي دي ، چې که دبني اسرائیلو غوندې یې په کفاره کې په خپله ځان قتل کړی هم ښایي ونه بښل شئ .
محب کمونیسته ! ددې په ځای چې طالب ته خوار ووایې ، باید خپلو پرونیو امامانو او رهبرانو ته دې ښیرې وکړې ، چې مارکسه خوار شې ، انګلزه خوار شې ، چې یوه پیړۍ مو له انسانانو بیزوګیان جوړ کړي وو ، او له ټولو انساني ، دیني او اخلاقي قیودو مو خلاص کړي وو .
باید دکمونیزم رهبرانو ته ښیرې وکړې ، چې ستاسو غوندې ډیر انسانان یې ګمراه کړل ، په دنیا یې دخپل اولس دانتقام مستحق کړل او په اخرت کې ددوزخ دلمبو .
که کمونیزم نه وای ، نن به په افغانستان کې دابده ورځ نه وه ، که کمونیزم نه وای دیرش کلنې جګړې ته هیڅ ضرورت نه پیښیده ، که کمونیزم نه وای موږ به ټول خوښ ، خوشاله ، سوکاله ،سرلوړي او په عزت وای ، که کمونیزم نه وای ښايي داکرم خپلواک دتره دوژل کیدو پیښه هم نه وای رامنځته شوې ، که کمونیزم نه وای ښایي افغانانو دنیپال په وړاندې خپله دفوټبال اتلولي په څوبرابره زیاته خوښۍ لمانځلې وای .
موږ ته ټول غم کمونیستانو راپیښ کړی دی ، هغه اور چې دوی بل کړی لا هم ترې لوګي پورته کیږي ، نوځکه خو زه وایم چې ( کمونیستانو مردار شئ ) چې اولس مو له غمه خلاص شي .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لیکنه دلیکوال خپل نظر دی – اداره