ټولنیزه برخه

ښه دوست

احمدالله عاطفي

ښه ملګري پيدا کول ډیره اسانه او وړیا دی، که څه هم داخبره به راسره ډیر کم خلک ومني، خو واقیت همدا
دی، څرنګه چئ اسلام مونږ ته داجرونو، برکتونو او ثوابونو کټلو ډیر اسانه او وړیا لاري په ګوته کړي دي، دبیلګې په ډول: دجمعي په ورځ، زیات درود شریف ووایه، دکهف سورت تلاوت کړه، په لاره روان ئې هر
مسلمان دمخته راغي پیژند ګلوې ورسره لري یا نه، ووایه: اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته،په لاره کې ډبره، اغزی او یاهر څه چې دلاری مناسب نه وي لري کړه ، یوه ورځ دا کار وکړه او حساب ونیسه، او باور ولره چې الله (جل جلاله) دهر نیکې لس برابره نه تر ۷۰۰ رابره بلکه له ده هم زیات اجرونه او ثوابونه ستا په عملنامه کي زیاتوي( بانکې حساب کي دجمع ) کیږي، او په همدی پر تله دي کناهونه بخښل کیږي.

خو یاد ولره چې دا امورات په اخلاص او کمال دصداقت تر سره کړي !
همداراز هر هغه څوک ستا په ملګرتیا فخر کوي چې ته:

ریښتینی اوسئ، احساس ولرې،په دی صورت کې ملګرتوب تاته عزت، قدر او معراج دوفا بخښي.
دملګرې رازونه چې ددوستي او خفګان په وخت تاسره دي ، امانت وګڼئ او هیڅکله ئې د ښکاره کولو کوښښ ونه کړې!

په درد ئې درد مند او خوشحالېي ئې خپله خوشحالې وګڼئ، په عیبونو ئې پر ده واچوې، ویاړونه ئې ونازوې، که دا نښې دپه ځان کې ولیدل بیا پوه شه چې ښه ملګری ئې او دویاړ څښتن!!
ملګر تیا دژوند خوشحالي او نیکمرغي ده، چې په ایمانداری او صداقت منتج وي که داسي نه وي بی ځایه خواري ده!

دښه ملګري په لیدو روح خوشحاله او زړه ته اطمنان وبخښل شي.
دښه ملګرتیاد ارزښتونو بیلګه: د حضرت محمد مصطفی( صلی الله علیه وسلم) او حضرت ابوبکرصديق (رضی الله عنه) سپېڅلې ملګرتيا، چې الله سبحانه وتعالی ئې په ملګرتیا دتصدیق مهر کیښود:

ثَانِيَ اثْنَيْنِ إِذْ هُمَا فِي الْغَارِ إِذْ يَقُولُ لِصَاحِبِهِ لَا تَحْزَنْ إِنَّ اللَّهَ مَعَنَا…
په ریښتني ملګر تیا کې دالله (جل جلاله) رحمتونه هم نازلیږي او فرمايې ،ژباړه:مومنان پخپلوکې سره وروڼه دي.

ښه ملګری څوک دی؟؟

هغه چې په تا باور او اعتماد ولري، له تاسره خوشحال، مطمین او سوکاله وي،په ستونزو او کړاونو کې دلاس نیوی وکړي،کورنۍ ته د درناوی ولري، دحیثیت او ارښتونو ستاینه او ساتنه دوکړي، د مقام په لوړیدو د خوشحاله شي،ښي او په زړه پوری مشوری در کړي،په غیاب کې دستاینه او دفاع وکړي،لنډه داچې ستا عزت خپل عزت وګڼي!!

که دپیداکړ؟ هیڅکله ئې له لاسه مه ورکوه!!

په اخره کې یو حکایت: دوه ملګري وو( یاسر او منصور)، ډیره مینه او یو په بل ئئ زیاته پيرزوینه درلوده، دلګښت په میدان کې حساب نه معلومیده،خو یو ملګری (یاسر) چې هره ورځ کوم مقدار پانګه لګوله هغه ئې دیاداشت په یوي ځانګړی کتابچې کې لیکه، دویم ملګری(منصور) پرته له لیکلو پانګه لګوله!!
یوه ورځ منصور، د یاسر کورته ولاړ، یاسر، دضروري کار په موخه له کوره بهر تللی و،د یاسر مور چې دخپل زوی ملګری ولید ډیره خوښه شوه او په درناوی ئې د یاسر خونۍ کې کیناو.

په منصور چې دانتظار وخت زیات شو د یاسر په بستره وغزید، لاس ئې دبالښت لاندی کړ چې استراحت وکړي، نابره ئې لاس په کتابچې ولګید، کتابچه ئې پرانسته چې لیکل شوي په دومره نیټه په هوټل کې مې منصور سره خواړه وخوړل او دومره پانګه ما له خپل جیبه په منصور مصرف کړل، او همدا ډول دکلونو ملګر تیا یو اوږد لست چې ارزښت ئې دبیلګې په ډول پنځوس لکه افغانۍ…

منصور چې لست ولید ګمان ېئ وکړ چې یاسر به یوه ورځ دا پانګه غواړي، له ځانه سره ئې وویل:ډیر بي همته انسان، له ده خو ما ډیره پانګه پر ده مصرف کړی ده، ما خو یوه روپي نه ده لیکلي ، ایا دا ملګرتیا ده….؟؟

منصور له کور ه پرته له خدای په امانې په ډیر قهر ووت…

یاسر چې کورته راغي د منصور له راتلو خبر شو ډیر خوشحاله او ګړندی شو، خوچې منصورئې پیدانکړ په خفګانه سره د منصور تر کوره ولاړ په دروازه کې ولاړ پوښتنه کوي د منصور کور والا ورته وايې : منصورکور کې نشته.

هر ځل چې منصور،دمنصور پلټنه کوي دمنصور کور والا ورته درد جواب ورکوي ، بالاخره یوه ورځ دمنصور مور یاسر ته وویل: منصور کور کې موجود دی ،خو نه غواړي له تاسره وویني او دا خبره کوي چې زما ورسره نوره دوستي نشته اونه مي ملګری دی!!

دمنصور مور چې په یاسر هم دردیدله دروازه ئې پرانسته اوورته وویل هلته منصور ناست دی ولاړ شه خپله ئې وګوره او دلامل پوښتنه تري وکړه؟

یاسر لاړ منصور ئې په غیږ کې ونیو او دډیرو ورځو نه لیدلو تنده ئې پری دماتولو سره ددواړو له سترګو اوښکي بهیدلي او ځګیروی په ستونو کې خفه کیدل!!

یاسر له منصوره دخفګان لامل غوښت، محمد پټه خوله ناست هیڅ ئې نه ویل، بالاخره یاسر وویل: که نه وائې قسم په الله که بهر ولاړ شم، نه خواړه وخورم او نه چاسره خبري وکړم….

د منصور مور او ماشومانو دخپل کاکا درناوي په خاطر چای او خواړه راوړل، خوپه دستر خوان پراته یو هم لاس یونه وړ، منصورمجبور شو وویل: که تا په دومره اوږ ده موده کې پر ما پانګه لګولي او پیسه، پیسه دلیکلي، ماهم درباندی په همدی پرتله بلکي له دی زیاته پانګه لګولي ده……

یاسر په ډیر خفګان وویل : تا یواځي دپیسو لست ولید ، سترګې دشیطان ړندې کړل، تابه تر اخره لوستی و…

یاسر ولاړ کتابچه ئې راوړه، چې پکې لیکل شوي وو: دا زما تر وسي وروستی وصیت دی، چې ما دمنصور په دوستي او ملګرتیا کې …….

دومره پانګه لګولي ده ( دا مالي لګښت معنوي له دی ډیر زیات…)، چې دا یوه پوره سرمایه دی او له دی زیاته پانګه ماته دمنصور ملګرتیا ده، که خدای مکړه زه نه وم اومنصور تاسو ته له دی پانګې کم تاوان او ضرر ورسوو، خفه ئې نکړئ! او که له دي پانګې چې ما لګولي ستاسو تاوان زیات وو بیا موخوښه…

خو زه باور لرم چې زما احترام به کوي !!

په یادښت کي دا او ورته … نور ډیر دسپارښتنۍ کلمات…

محمد چې دلیک هر بند لیده داسویلو سره ئې اوښکي نه تمیدی او بالاخره ئې په چغو چغو ژړلوکې وویل: تا په ملګرتیا کې دصداقت معراج ګټلی!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x