نظــر

اوسنی جنګ یا اخری ژوند

دجنګ کولو اونه کولو صورتونه 

لمړی : د مادیاتو تر منځ جنګ  ، هغه جنګ دی  چه د دوه اړخونو تر منځ  د مادیاتو په  سراختلاف اوجنګ رامنځته شوی وی ، د هغو د مادی ستونزو او  نمیګړتیاوو په نسبی او یا پوره ډول  رفع کولو او  اماده کولو  د دواړو خواوو تر منځ  د مفاهمو فضا په ابتکار او یا د مصلحو خلکو په  هلو ځلو د څه تلفاتو ورکولو وروسته یا مخکی   د حل لیاره موندلی شی  .

دوهم : د معنویاتو تر منځ  جنګ  ،  هغه جنګ دی چه د مخالفو اړخونو په معنوی اختلافاتو سره  جنګ رامنځته شوی وی  لکه د دینونو او مذهبونو تر منځ جنګونه  . دا ډول جنګونه  هم د مصلحو او با کفایتو اشخاصو او ګروپونو د مداخلو د حل لیار پیدا کوی چه تر منځ یی پرله پسی مناقشی او مفاهمی  تر سره ، تر منځ یی د اختلاف ټکی راټول او بیا ور پکی  معقول یی ومنل شی او بد یی لیری شی . او یا څه د یو او څه د بل اړخ سره توافق ته ورسیږی .

دریم :  هغه جنګونه  چه یو اړخ ته معنویات او بل اړخ ته  مادیات قرار لری     لکه د اسلامی نړی اوسنی جنګونه ، مسلمانان د الهی نظام ( چه معنوی اړخ دی ) اوکفار د دیموکراسی نظام ( چه مادی اړخ دی ) پیاده کول غواړی . دا ډول جنګونه د حل نهای لیار نه لری دوامداره پاتی کیږی کله هم ځینی موقتی لیاری رامنځته  مګر دوام نه لری . دا ځکه چه  په دوی کی د یوه منل د بل د محوی په معنی دی یعنی که اسلامی نظام عملی کیږی د انسانانو تر منځ پوره سوله رامنځته کیدل استثمار له منځه وړی دا کار د استثمارګرو د استثمار ماشین فلجوی ، استثمارګرو ته په هیڅ بیه  دمنلو وړ نه ده.

برخلاف که د دیموکراسی نظام  حاکمیت پیدا کوی ، د دی نظام ګټی ( د طبقاتی ټولنو په لرلو) په بی عدالتیو کی دی چه دوامداره بداخلاقی،هرډول جرمونه ، فریب کاری  او جنګونه رامنځته کوی مسلمانانوته په هیڅ قیمت د منلو نه دی او نه ورسره سازش او جوړه کولی شی دا هماغه د حق او باطل پخوانی اوږده جګړه ده چه د هابیل او قابیل تر منځ اول ځل رامنځته شوه اوس خپل اوج ته رسیدلی  او تر قیامته به دوام لری ، د زمان او مکان له مخی یی انسانان ، ابزار او وسایل بدلیږی یعنی د زمانو په تیریدو سره د استثمار کمیت او کیفیت کچه نوره هم پورته کیږی.  

 دا چه د الله ج ازموینه دوام لری  د حق او باطل جګړه به هم  دوام لری  ،  دی جنګ کی د سولی دپاره یوه ذره احتمال هم  نه شته ، د دیموکراسی پلویان د اسلامی نظام په یوه ښار کی هم  نه منی چه بیا ټولی نړی ته صادریږی ،اوله  نړی به د غلامی او استثمار ټغر ټولیږی ( د استثمارګرو ژوند استثمارکی دی) د استثمار محوه کیدل  د دوی د  ژوند محوه کیدل دی ، ځکه د اسلامی نظام منونکی نه دی، او نه د الهی نظام پلویان ( مجاهدین ) د د یموکراسی نظام منونکی دی ( هماغه د قل یاایهاالکافرون د مبارکی سوری د ایتونو مصداق دلته دی ) ،ځکه چه  د دموکراسی نظام په رامنځته کولو طبقاتی ټولنی ، بی عدالتی ، جرمونه  او جنګونه رامنځته کیږی استثمارګرقوتونه ( نړیوال استعمار)  اخر د ټولی نړی د پاچاهی د تر لاسه  کولو( لکه دا اوس وخت کی ) په هڅه کی شی کوم چه په  زمکه کی د انسانی خدایی اعلان دی.

 د مسلمانانو زیربنا توحید دی یعنی توحید د مسلمانو لفظی تصدیق نه دی ، چه ووایی ( الله ج یو دی شریک نه لری )  چه کله یی شریک یا مشرکین  پیدا شی بیا پټه خوله پاتی شی  د توحید د زیربنایی یعنی  چه مسلمانان یی لفظی او عملی ومنی زمونږ مال ( اقتصاد ) ، اولاد او ځان د توحید د عملی بڼی د پاره وسیله  یعنی روبنا ده ، چه مونږ له هغه یوذات ( الله ج ) څخه هست شوی او بیرته هغه ته ورګرځیدونکی یو ( انا لله وانا الیه راجعون )   توحید زمونږ زیربنا او محور تشکیلوی.
 پخوانی خدایانو به په ښکاره ویله چه زه ستاسی خدای یم مګر د نوی نړی خدایان بیا دا دعوی په عمل کی ښیی  چه حرام  او حلال ( اوامر او نواهی )   د دوی په واک کی دی ، بل توپیر چه د تیرو خدایانو سره لری هغوی به د یو فرد په شکل د خدای دعوی کوله مګر دا خدای د یو ګروپ ، کتلی او نظام په شکل ده  ، همدارنګه هغوی به خلک په زور غلامول او استثمارول  ولی ددی وخت خدایی سیستم  داسی پلانونه او شرایط رامنځته کړی چه خلک سره د پوهی ، په خپله خوښه اوغوښتنه سرونه د غلامی او استثمار په وندر کی ننباسی او ویاړنه پری کوی او ددی د پاره واسطی ګوری ، رشوت .

څلورم : که دا دیموکراسی او اسلامی  نظامونه سره ګډ شی، هم به  نوی حکومتی او اقتصادی  سیستم رامنځته اوهم به  ټول نړیوال په یوه خوله او اتفاق شی. دا به ښه وو مګرنه کیدونکی خبره ده  . که دا کیدی شوی دی به دا معنی لرله چه ( نعوذوباالله ) الله ج سره په دی نوی مخلوط نظام کی انسانانو مرسته وکړه او د الله ج انرجی یی ورپوره کړه ؟ په داسی حال کی چه د انسانانو د ټول بدن او مغزو خالق هم هماغه یکتا ذات دی . څرنګه ممکنه ده چه د هغه په کامل نظام کی دی یوه ذره نیمګړتیا وی .  لکه زمونږ ځینی ناپوهه او یا معاش خواره او یا د امریکایی اسلام علما هم دا وایی چه اسلام د  دیموکراسی سره کوم ټکر او مشکل نه لری ،  یا اسلام هم دیموکراسی لری  او یا وای چه اسلام  په خپله دیموکراسی ده  او یا وایی چه د اسلام په کوم ځای کی یی د دیموکراسی خلاف څه لیکلی او راغلی دی اوداسی نور .

 الله ج اسلامی نظام د بشری پوره  سولی ، خپلواکی ، عدالت او هوساینی د پاره په انسانانو باندی  ځانګړی پیرزونه کړی الله ج فرمایی چه مونږ انسان په احسن تقویم سره پیدا کړی ، اسلامی نظام یی هم په احسن تقویم سره رامنځته کړی د هغه  ټوله مخلوقات او د مخلوقاتو قانون  په احسن تقویم سره دی  یعنی اسلامی نظام دموکراسی ته اړه نه لری ، اسلامی نظام  له  هر اړخه او هر پلوه د انسانانو د خوشاله ژوند د پاره متناسب منظم اومتعادل نظام دی اوالله ج په همدی التین سوره مبارکه کی بیا فرمایی چه دا انسان دی چه ځان اسفل سافلین ته راښکته کوی په ډيرو نورو ایتونو که دا په تکرار سره فرمایی چه مونږ په انسان ظلم نه دی کړی دا انسان دی چه په ځان ظلم او زیاتی کوی  اسلامی نظام په احسن تقویم او د دیموکراسی نظام په اسفل سافلین کی شمیرل کیدلی شی  نو بیا څرنګه ممکنه ده چه تر تولو ښه د تر ټولو بدو سره ګډ شی نو بیا به ډیره ګټه ولری دا به کوم سالم مغز ومنی ؟

 انسان اجتماعی حیوان دی  یعنی د خپلو اړتیاوو او نیمګړتیاوو د پوره کولو د پاره  نورو انسانانو ته اړه لری دا اړیکی  د سولی او عدالت په شتون کی تر سره کیدلی شی ، د سولی او عدالت په حاکمیت کی  انسانان د یو بل باداران او غلامان نه  شی جوړیدی ، غلامی او باداری د سولی نه بلکه د جنګونو محصول دی او جنګونه د دیموکراسی نظام سره رامنځته کیږی ،  اسلامی نظام کی استثمار صفر  او په دیموکراسی کی استثمار خپلو لوړو مدارجو ته رسیږی د استثمار زیاتیدل د تولنی د غریبو او سرمایدارانو ترمنځ فاصله لا نوره زیاتیږی .

 د قریشو کفارو همدا غوشتنه وکړه چه  که حضرت محمد ص مونږ سره کفر او اسلام شریک کړی یعنی ( کله به مونږ د ده د یوه خدای او کله به دی زمونږ د څو خدایانو ستاینه او لمانځنه کوی ) د دوی د ځواب د پاره آلله ج  د قل یا ایها الکافرون سوره نازل کړه ،  ورته اعلان شو چه ستاسی دین ستاسی او زما دین زما دی زه ستاسی او تاسی زما د دین پیروی نه کوی او نه یی کولی شی . دی نتیجی ته رسیږو چه دیموکراسی د کفرمترادف معنی ده  ایا مونږ ویلی شو چه اسلام د کفر سره ټکر او مشکل نه لری ، یا اسلام کی هم کفر شته او یا د اسلام ډیره برخه دیموکراسی ده  او یا دا ممکنه ده چه کفر او اسلام سره په ګده حکومت وکړی ؟ نو  اسلامی نظام  اود دیموکراسی نظام  شریکول دا معنی چه  کفر له اسلام سره  یوځای شی ( چه ناممکنه  ده )

پڼځم : اخر څه باید وشی ؟

ځواب : دوام داره ، پایداره ، پیاوړی او غښتلی  مقدس جنګ ( جهاد )  د اوسنی حالت د حل یواځنی لیار ده .

حل په دی معنی چه  یا به د کفارو د دیموکراسی نظام او یا به زمونږ  اسلامی نظام په نړی کی حاکمیت لری او بس  .د دی نظامونو حاکمیت د یوه نظام د بریالیتوب او د بل نظام دماتی په صورت کی ترسره کیدی شی .

د دی  نړیوال جنګ اخرنی خاتمه  به د عیسی ع او د دیموکراسی د نظام اخرنی خدای ( دجال ) تر منځ اخرنی جنګ سرته رسیږی  چه حق به  پر باطل بریالی او عیسی ع به دجال وژنی له هغه وروسته به  نړی کی غلامی او استثمار ختم شی مګر مجموعی ژوند به هم ډیر پاتی نه وی.

دجال چه تر ټولو مشر او باغی شیطان دی  چه د بغاوت او سرکشی کچه به یی د خدایی تر دعوی رسیږی د دی لوی شیطان  په مادی امکاناتو لرلو ، د دجالی  جنتونو او دوزخونو په ویشنه  او د پلویانو په کثرت به دجال  به ډیر زیات  بی لیاری او جهنم ته  ولیږی، کوم چه دا دشیطان لوی ارمان  او له انسانه غچ اخستل وو دا د شیطان هغه چیلینج دی چه الله ج ته یی وویل تاسی ماته شیطانت او انسانانو ته د وسوسو اچونو صلاحیت او قابلیت راکړی زه به ستا ډير انسانان چه زه یی په سر ابدی ملعون او جهنمی شوم او تاسی پری ویاړنه لری ستا له لیاری بدراه کړم الله ج ورته د ازموینی د پروسی د دوام د پاره تر قیامته وخت ورکوی مګر الله ج ورته وایی  چه کومو انسانانو ستا د لیاری پیروی وکړه زه به یی له تاسی سره یوځای دوزخونه پری ډک کړم  کوم دوزخونه چه د سیزلو خام مواد یی انسانان او ډبری دی . نو دا خرنی شطان ( دجال ) اخرنی ارمان به  هم تر سره شی ډیر کسان به بی لیاری مګر یو شمیر خلک به د الله ج په رحم او کرم د دجال له فتنی بچ پاتی شی  چه هغه همدغه مجاهدین دی چه پوره دولس کلونه په خپلو مالونو او ځانونو په دیرو سختو شرایطو ، لوږو ، تندو ، زندانونو شهادتونو کی په  ډیر اوچت اسلامی شهامت او افغانی مړانه وجنګیدل او جنګیږی دوی د دجال او د دجال دنظام ( دیموکراسی ) له فتنو ژغورل شوی .  ( همدارنګه زمونږ په شان ناتوانه او کم زورو خلکو د پاره ټوله سوره او یا لږتر لږه  د سوره کهف اولنی لس ایتونه  د جمعی په ورځ تلاوت کړی  حدیث شریف دی چه د دجال له فتنی به یی الله وژغوری ) .

  شک نشته  چه دوام دار جنګونه  به زمونږ د دوام داره وژنو ، شکنجو ، مالی او ځانی تلفاتو  سبب کیږی  مګر دا د الله ج نقشه او تدبیر دی چه دا نړی به تل ودانه نه وی ، د ازموینی ډګر دی الله ج د هر څه د امرار حیات د پاره مشخصه نیټه معلومه کړی هر څه یوه ورځ مړه  او نابودیږی ، یواخی د االله ج لوی ذات به پاتی وی حتی ملایکی او حتی مرګ به هم مرګ لری .  دا توله نړی هم مشخص عمر لری ، حدیث شریف دی چه محمد ص خپلی دوی ګوتی ونیولی ویی فرماییل چه دا یوه ګوته زه یم او دا بله ګوته قیامت دی یعنی زما په راتګ قیامت دومره نزدی شوی  له هغه وروسته ۱۴۰۰ کلونه تیر شول د هغه  دوه ګوتو فاصله به  څومره نوره  نزدی شوی وی ، همدارنګه   اسلام کی د قیامت د لویو او کوچنیو نښو یادونه شوی ، چه ډیری کوچنی  نښی یی په ګوته شوی  د قیامت لویی نښی یی پاتی دی چه یو یی هم د دجال او د دجالی سیستم راتلل دی ( لکه دا اوس وختونه ) . مونږ د  نړی د زړښت یا ځنکدن وخت کی اوسیږو الله ج مو دی د دجال له فتنو بچ وساتی . دا اوسنی جنګ د  قیامت د هغه لویو نښو څخه ښکاری دا جنګ کیدی شی تراخره دوام ولری .

  د نړی د اوسنی ستونزو دحل  یواځنی لیار ،  د کفارو سره جنګ او د مسلمانانو خپلو کی سره سوله او یووالی دی الله ج فرمایی  په کفارو سخت زړی او په  مسلمانانو مترحم واوسی د مسلمانانو تر منځ  اسلام ګډ مخرج دی په همدی ګډ مخرج راټول شی  د دجال له  فتنو به وژغورل شی  .

هغه مسلمانان  د دی  جنګ ګټونکی  چه په الله ج پوره باور ،تقوی او ایمان لری ، هغوی د اوچت مورال لرونکی او د الله ج په لیار کی په مالونو ، اولادونو او ځانونو قربانیو ته اماده ګی لری.

همدا د توحید عملی معنی  ،  اظهار او نمایش دی . که څوک د الله ج په لیار کی مال نه مصرفوی یعنی ده ته د ده مال ډیر نزدی او ګران دی دا مال د ده عملی خدای شو ،دا ځکه چه د الله د محبت سره یی دمال محبت مساوی یا زیات دی د خدایانو عملی تعدد رامنځته او له توحیده خارج شو که څه هم په خوله وایی چه خدای یو دی شریک نه لری  .

همدارنګه ، له اولاد او ځان سره محبت زیات شو د الله ج د تو حید فارمول په عملی ډول بدلیږی  یعنی عملی شرک رامنځته شو ، یعنی ځان او اولاد ورته د خدای ( نعوذ وباالله ) ځای ونیوه  . زه دا نه وایم چه کافرشو مګر بی هدفه او معشوقه نه لری .  

ځان ،مال  او لاد له اوله شتون نه درلود ، الله ج  انسان ته  هستی امانت ورکړه  چه د الله ج د عبادت او اطاعت دپاره به یی کاروی ، الله ج  مال ورکړو چه حلال به یی  ګټی او په حلاله به یی خرڅوی همدارنګه الله ج  اولاد ورکړو ، چه د الله ج په لیار کی ( لکه د اسمعیل ع ) که د قربانیو اړه وه  قربانی کوی ، که دا کار  نه کوی معنی دا چه هغه انسان ته د الله وحدانیت په په عملی توحید ایمان او باور نه لری  .      

ومن الله التوفیق

( الحاج استاذ بیانزی )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x