ټولنیزه برخه

فکري روزنه (۳۴)

 

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

ښه صحت

که مونږ او تاسې په دنيا کې څومره لوی لوی کاميابي لاس ته راوړو، ډير دولت او پيسې وګټو، مګر چې روغ صحت ونه لرو دا هر څه بې معنا دي، ځکه چې له روغ صحت پرته انسان له ډيرو نيکيو څخه محروم پاتې کيدلای شي، مثلا عبادت، جهاد، حج او عمره نشي کولای، روژه نشي ساتلای او داسې نور.

*    د صحت د بنياد قايمولو او د تندرستي د بر قرار ساتلو لپاره تر ټولو ضروري خبره دا ده چې هغه عادتونه پريښودل شي کوم چې طاقت او قوت ضايع کوي.

*    ښه خوراک او ښه ماحول له ډاکټر څخه ډير ګټور دي.

*    که چيرته په تاسو کې صحت، تندرستي او قوت نه وي نو د ستاسو مثال د هغه جرنيل ( قومندان) په څير دی چې د جنګ ميدان ته ورځي، مګر د جنګ هيڅ قسم اسباب او وسايل ور سره نه وي.

*    کم خوراک او مناسب آرام بهترينه دوائي ده.

*    د انساني جسم مثال د سفري سامان په څير دی، د سفري سامان وزن چې څومره زيات وي هومره مزل کول مشکل وي.

*    ښه صحت د خوشحاليو مخزن دی.

*    خندا : او خوشحاله اوسيدل د صحت لپاره دومره ضروري دي لکه غذاء.

*    تندرست انسان هيڅکله محتاج نه وي، ځکه چې په هغه کې د زندګي د مشکلاتو د حل کولو قدرتي او طبعي قدت موجود وي.

* د صحت له قوانينو خلاف فرضي هغه جسماني ګناهونه دي.

*    ښه صحت لوی دولت دی.

*    رنځور جسم دماغ کمزوری کوي.

*    د وزن کمولو لپاره خبرې کول اويا د بل کوم پروګرام جوړول هيڅ ګټه نه لري، بلکه د وزن کمولو لپاره د خولې بندول ضروري دي.

په دنيا کې دوه قسمه خلک ډير خوش قسمته دي، يو هغه څوک چې سګريټ او شراب نه څښي، ځکه دغه دواړه شيان نه يواځې دا چې د انسان عمومي صحت ته نقصان رسوي، بلکه د انسان مردانه قوت هم کمزوری کوي او بل هغه څوک چې ورزش کوي، د صحت په حواله يوه مشهور ماهر ويلي دي ! که چيرته تاسو صحتمند اوسيدل غواړی نو هغه څه خوری کوم چې خوند نه درکوي، مثلا سبزي او هغه څه کوی د کوم چې کول نه غواړی لکه ورزش.

درميانه خوراک

د ښه صحت لپاره ضروري ده چې خوراک مو درميانه وي، عموما زمونږ رواج دا دی چې په ناشته کې د تل لپاره يو شی استعماله وو، حال دا چې دا د ښه صحت لپاره کومه ښه رويه نه ده، مونږ بايد په ناشته کې کله غوښه او وريژې هم استعمال کړو.

د ماهرينو خيال دا دی چې ښه ناشته کول پکار دي، ځکه چې په ورځ کې تاسو د ډير کار کولو ته اراده لری.

پنځه سپين رنګي شيان د صحت لپاره زهر دي، لکه مالګه، بوره، ميده، دکولچه پلورنځي شيان، لکه کيک، کولچه، بسکټ وغيره او آئس کريم، دغه شيان د بد هضمي او د نورو ډيرو مرضونو سبب کيدلای شي.

خوب

د ښه صحت لپاره درميانه خوراک او له سګريت او شرابو نه پرهيز کول او له ورزش نه علاوه د خوب آرام کول هم ډير ضروري دي، په آرام کې دوه شيان شامل دي، اول خوب، دويم تفريح، د ښه صحت لپاره پوره خوب ډير ضروري دی، تاسو ته د پوره خوب کول پکار دي، د اکثر خلکو خوب په اتو ساعتونو کې پوره کيږي، د شپې له خوب نه پرته د ورځې نيم ساعت قيلوله کول هم له تاسو سره ډيره مرسته کولای شي، د خوب په راتلو کې لاندنی خبرې له تاسو سره ډير کومک کولای سي.

(۱) له بيده کيدو مخکې سګريت او چای مه څښئ.

(۲) له بيده کيدو مخکې ګرمې شيدې وڅښی او په ګرمو اوبو ولامبئ.

(۳) په کمره کې له رڼا او شور څخه ځان وساتئ.

(۴) د بيده کيدلو په وخت کې ټي وي، کمپيوټر مه ګورئ، مه مطالعه او خبرې کوئ.

البته که چيرته د مطالعې کول له تاسو سره د خوب په راوستلو کې مرسته کوي بيا يې کولای شي، لکه چې همدا د ډيرو خلکو عادت هم دی.

(۵) د بيده کيدلو په وخت کې په مسايلو کې سوچ مه کوی، ځکه چې په دې سره خوب تښتي.

ورزش

ورزش نه يواځې د جسماني بلکه د ذهني صحت لپاره هم ډير مهم او ضروري دی، يو چا ډيره ښه خبر کړی ! د لوبو ميدان له بيکاره مکتب څخه غوره دی، هغه قومونه چې باقاعده ورزش کوي د هغوی مجموعي صحت ډير ښه وي، د هغوی مرض کم او عمرونه يې زيات وي، همداسې خلک په ذهني لحاظ هم ډير ښه وي.

ذهني صحت

د جسماني صحت په څير ذهني صحت ته هم ډير اشد ضرورت دی، ورزش، آرام او تفريح د ذهني صحت لپاره ډير مفيد دي، په دې سره ذهني فشار کميږي او انسان تازه کيږي، د ذهني فشار ليرې کولو لپاره ورزش او تفريح ډير مؤثر دي، له دې نه علاوه د ذهني نشو نما لپاره د مطالعې کول ډير زيات ضروري دي، د ښه نظم او نثر نه علاوه د يو چا د عمر سوانح، تاريخ او د محرکو کتابونو مطالعه کول ډير مفيد دي، په پر مخ تلليو هيوادونو کې خلک په يوه کال کې له دولس(۱۲) څخه نيولې تر شپږ ويشتو (۲۶) پورې کتابونه مطالعه کوي.

د ښه ذهني صحت لپاره ضرري ده چې د ستاسو سوچ مثبت وي، له منفي سوچونو ځان وساتی، هغه پريږدی، هر وخت مثبت سوچ کوی، منفي، تخريبي سوچ او احساسات د ډيرو جسماني او نفسياتي مرضونو سبب کيدلای شي، که چيرته تاسو مريضان ياست د خپلې مريضۍ په ځای د ښه صحت سوچ او فکر کوئ، په دې سره د تاسو په دماغ کې منفي سوچ په مثبت بدليدلای شي او که چيرته پريشان ياست نو د خوشحالۍ سوچ او فکر کوئ.

آرام او تفريح

د جسماني او ذهني صحت لپاره آرام او تفريح ډير ضروري دي، متاسفانه چې ځينې خلک نه کوم کار کوي  نه ورزش او نه تفريح، تاسو بايد په هفته کې يوه ورځ مکمل آرام وکړی، په دې ورځ کې تاسو کوم کار مه کوئ، په کال کې بايد دوه هفتې رخصت واخلی او په داسې سيمو کې د تفريح لپاره واوسيږی چې هلته روانې اوبه شتون ولري او هم سيمه زرغونه وي، د تفريح لپاره له لاندنيو شيانو استفاده کولای شی.

(۱) له خپل اهل وعيال سره په خندا او خوشحالۍ وخت تيره وی.

(۲) له خپلو بچيانو سره کومه جائزه لوبه کوئ.

(۳) د داسې کتاب مطالعه کوی کوم چې ډير خوند درکوي.

(۴) په کومه موضوع باندې يو څه ليکل کوئ.

(۵) روزانه تر ۳۰ دقيقو پورې خاموش (چپ) کينی، هيڅ مه کوئ، مه ټي وي، کمپيوټر ګوری او مه کوم اخبار، هيڅ هم بايد ونه کړئ.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x