شعـــــرونه

غزل: حبيب الله تراب

حبيب الله تراب

سترګې دې پاکې کـړه له نمـه اوښکـې مـه تو یوه
ډیـر دې ژړلـي دي لـه غـمـه اوښکـې مـه تو یوه

کـه بـلبلان تـلـلې له بـاغه خیـر بـیا بـه راشـي
بـهار تـه هـم لـږ کـوه طمـه اوښکې مـه تو یوه

هـمیش به پروت نه وي سـهار د تورو شفو په غیږ کې
لـمر بـه راخیږي په غـر سمـه اوښکـې مـه تو یوه

بیړی د هیلـو مـو نیژدې دی تر سـاحـله پورې
خـلاصـون بـه مـومي لـه دې یمه اوښکې مـه تو یوه

مونږ د منصور غوندې هـر دار تـه هر کلی کړی ده
کـه پـه غیرت بانـدې ومـرمـه اوښـکې مـه تو یوه

سـتړیـه کاروانـه تـر مـنزل بـه دې رسـا رسـوم
لـــوړې ژورې قـبـلومــه اوښــکې   مــه تو یوه

د آزادی نـاوې خـفـه ده ، پـخـلایـنـه غـواړي
پـه تـور ناوک یـې ګـل ټومـبمه اوښکې مـه تو یوه

دغـه وعـده حبیب الله تــراب لـه تـاسره کـړم
د سـترګـو تـور بـه دې سـاتمـه اوښکې مـه تو یوه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x