نظــر

د زړونو کلکوالی ټولنه له انساني عواطفو څخه بېلوي

پوهان وايي د زړه قساوت ښه نه وي، خو په داسې سيمه کې چې هره ورځ بې عدالتي، شخړه، نښته، وژنه، تېري او نورې نادودې په کې د یو شمېر خلکو عادت ګرځېدلی وي او بیا ته د دغې ټولنې یو فرد اوسې او په داسې ټولنه کې ژوند لرې، څنګه به دې زړه نه کلکېږي، انساني فطرت داسې دی چې د څیزونو په تکرار سره ورته هر څه عادي کېږي. په داسې ټولنه کې د زړه سوی، عاطفه او بالاخره احساس مري.

سيمییز خبریالان چې هره ورځ پېښې د سر پر سترګو ویني، نور ورته دغه وحشتناکه صحنې لیدل پر عادي چاره باندې بدل شوې دي. خبریالان هم په خپلو کې سره عجیبه ملګرتیا لري، خو دغه ملګرتیا د ضرورت پر بناء ده.

کله چې یو تن له یوې پېښې نه واقف شي، نو ورته بویه چې بل ملګری هم خبر کړي، خو ځینې خبریالان په خپلو منځو کې سره د لنډ ځنډ لپاره د خبر کتمان کوي؛ په ځانګړي ډول هغه شمېر خبریالان چې آژانس ته کار کوي، ځکه د هغوی لپاره چټکتیا او د څو شېبو لپاره د خبر پټ ساتل اړین دي.
څه موده پخوا هغه مهال چې پېښې زیاتې وې، یو تن خبریال ته مې زنګ وواهه.
– سلام پلانکی صیب!
ومې پوښتل: آیا څه خبره شته؟
– نه، څه خاصه خبره نه شته؛ یوازې یو پېنځه تنه مړه دي….
حیران شوم، آیا د دغو پېنځو تنو مړینه لکه چې درته څه نه ښکاري؟ هو، دا خو ده، خو ما ته خبري ارزښت دومره نه لري.
موږ په داسې حالت کې یو چې خپل خیر د بل په شر کې لټوو. خبریالان دې ګیله نه کوي، دا زموږ د ژوند چاپېریال دی؛ دا یوازې خبریالان نه دي، بلکې د ټولو خلکو زړونه داسې سخت شوي چې پر هیچا يي ترحم په خوټېدو نه راځي.
بهرنۍ نړۍ کې ماشومانو ته ډاروونکې صحنې د ټلویزیون پر پرده نه ښودل کېږي، خو زموږ ماشومان هره ورځ یو شمېر ټلویزیوني چینلونو ته ناست دي چې پرته له کوم محدودیت څخه اخلاقي ضد او وحشتناک ډاروونکي فلمونه او پېښې خپروي چې دغه فلمونه زموږ په راتلونکي نسل کې د ترحم او له یو بل سره د مرستې احساس وژني. همداسې سختزړي روزل کېږي چې دغه کار د بشر د انسانیت له کړیو څخه بېلوي.
زه حکومت او په ځانګړي ډول د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د رسنیو مسؤلینو ته وړانديز کوم، نن خو به هر څه د پیسو په بدل کې خپروې، هسې خو هم رسنۍ نن ورځ ښه بازار لري او ښې پیسې پرې ګټل کېږي، خو لږ څه انساني ارزښتونه په خپلو خپرونو کې هم په نظر کې نیسئ؛ داسې نه شي چې سبا ورځ د داسې خپرونو له امله د رسنیو بازار هم سوړ شي او دا ټولنه هم له انسانی عواطفو او احساساتو څخه خلاصه کړئ.

همایون بابر

الحاج استاذ بیانزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x