نړۍ

پاکستانی ژورنالېست: منصور د پاکستان په مرسته وژل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۶مه ۱۳۹۵ل): پاکستانی ژورنالېست او د سياسي چارو شنونکي طارق پيرزاده په يو تلويزوني بحث کې د امريکايي څارګرې الوتکې د بريد په غبرګون کې پاکستاني چارواکي او په ځانګړې توګه لومړی وزير نواز شريف تر ټولو زيات «درواغجن» بللی دی.

طارق پيرزاده پر ايکسپريس تلويزون د جاويد چوهدري په سياسي پروګرام «کل تک» کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکې د بريد په اړه خبرې کولې.

نوموړي زياته کړه، چې د څارګرې الوتکې بريد له ځمکنۍ مرستې او لارښوونې پرته ناشونی دی او په دغه بريد کې د پاکستاني چارواکو مرسته شامله ده.

نوموړی وايي، چې د څارګرو الوتکو بريدونه د پخواني پوځي ديکتاتور جنرال پروېز مشرف په واکمنۍ کې د هغه په خوښه پيل شوي، بيا پخوانی لوی درستيز جنرال کياني، پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري او اوسنی حکومت په دې اړه پټه خوله دي او په دې بريدونو کې ځمکنۍ لارښوونه او مرسته پاکستان کوي.

طارق پيرزاده وايي، که دغه بريدونه د پاکستان له خوښې پرته کيږي، نو د پاکستان هوايي ځواک، رادار او حکومت د څه لپاره دي او ولې يې مخنيوی نه کوي؟

د پروګرام چلوونکی جاويد چوهدري او طارق پيرزاده وايي، چې د دې پېښې يو زيان دا دی، چې طالبان به د خپل مشر د وژل کېدو کسات د امريکا تر څنګ له پاکستانه هم اخلي.

د پاکستان لومړي وزير نواز شريف وياند مصدق ملک وايي، چې لومړی وزير او د پوځ لوی درستيز ته امريکايي چارواکو له پېښې وروسته خبر ورکړ، مګر د امريکا بهرنيو چارو وزير جان کيري وايي، چې له بريد وړاندې يې د پاکستان لومړي وزير او لوی درستيز ته خبر ورکړی و.

طارق پيرزاده وايي، چې پاکستاني چارواکي خپل ولس او نړۍ ته درواغ وايي او په په دغه بريد يې پوره لاس و.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما ګواښ کړی، چې هر ځای د امريکا د ګټو دښمن وي، دوی به پرې بريد کوي.

جاويد چوهدري د لومړي وزير له وياند څخه پوښتنه کوي، چې له افغانستانه هم د پاکستان دښمنان د پاکستان په خاوره کې بريدونه او چاودنې کوي، نو دوی کولای شي، چې افغانستان کې د پاکستاني دښمنانو پر ضد عمليات وکړي؟

مصدق ملک وايي، چې پاکستان د سيمې او ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکې لري او نه غواړي، چې د خپل دښمن پر ضد په نورو هېوادونو کې عمليات وکړي.

طارق پيرزاده وايي، چې د امريکا او پاکستان ګټې سره مخالفې دي او په يو ځای نه شي چلېدی او امريکا غواړي، چې پاکستان د خپلو ګټو لپاره وکاروي.

د پاکستان پخواني بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرشي وايي، چې امريکا به يا د جګړې لاره غوره کوي او يا هم د سولې. دواړه ناشوني دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

زه هم دا فکر کوم ، چه د ملا منصور په نښه کولو کی د پاکستان استخباراتو ( محمد رسول ) پوره ونډه درلودله د دوی له ونډی لرلو پرته ممکنه نه وه چه دا کار ترسره شوی وی ، طبیعی ده چه په دی کار به پاکستان څو میلونه محمدرسول ته ورکړی او په پیلونو ډالر به یی خپل کړی وی او لا به ددی په واسطه اف ۱۶ الوتکی ترلاسه کړی ، د هند په مقابل کی به ځان پیاوړی کړی او لا به تری انګریزان هر چیری چه یی کارول د جنګی سپی په شان ګټه پورته… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x