ادبي لیکني

پښتو معاصر ادبيات او په افغانستان کې يې د انکشاف پړاوونه/ ۳ برخه

کانديد اکادميسين محمد صديق روهي

د روښانتيا دورې د ادبياتو خصوصيات:

د افغانستان د شلمې پيړۍ په پيل کې موډرنيزيشن په پراخه اندازه په ادبياتو کې منعکس شوی دی. د هغه وخت ادبي نوښتګرو په شعوري توګه هڅه کوله چې له ادبياتو څخه د ملي او دموکراتيکو هدفونو د تحقق د پاره د يوې اغيزناکې وسيلې په توګه کار واخلي. د دې وخت د ادبياتو سوژه د هېواد پالنه، خپلواکۍ غوښتنه، د اختناق او فساد رټنه، د فانتيزم او ارتجاع غندنه، د مثبتو علومو او ټکنالوجۍ او نوي فرهنګ خپرونه، د هېواد د بېلا بيلو قومونو او مليتونو تر منځ د وروۍ ټينګونه، د عصري ژوند له غوښتنو سره د دودنو او انګيرنو سمونه، د مطلقيت او سټاټسکو پر ضد د خلکو پارونه، د انګريزي استعمار په مقابل کې د ختيځ، په تيره د مسلمانو ملتونو پاڅونه او داسې نور ملي او دموکراتيک ارزښتونه او ارمانونه دي.

په دې اساس د دغې دورې په ادبياتو کې د پیغام او تعهد برخه ډيره پياوړې ده او پر مضمون باندې د زيات ټينګار له امله ادبي فورم ته لازمه پاملرنه نه ده شوې. له ځينو ليکنو څخه داسې څرګنديږي چې د روښانتيا دورې د ادب مخکښانو په قصدي او عمدي توګه د کلاسيک ادب د بديعي صنايعو د عنعنې له پيروۍ څخه ډډه کړې ده. د مثال په توګه د محمود طرزي په خپله مقاله (حسب حال ما بين شعر طرز جديد و شعر طرز عتيق) کې د کلاسيک ادب پر تشبيهانو باندې ملنډې وهلي دي. لکه چې وايي: «در اين عصر قد دراز وعرعر مانندی را که ده پانزده برابر قامت طبيعی بشر باشد و آن سرو دو ليمو و دو انار بار آورده باشد و مارهای سياه پر زهر از دو طرف آن اويخته باشد … هيچ کس نمی پسندد.» (۵)

د پښتو د معاصر ادب د لومړي پړاو اکثر شعرونه (وطنيه) شعرونه دي خو د فورم او بديعي ځانګړتيا له پلوه نيمګړتياوې پکې ليدل کيږي. داسې ښکاري چې د مضمون په نوي کيدو سره د نوي شکل د ايجادولو د پاره هلې روانې وې. د ځينو ادب پيژندونکو په عقيده، د دې دورې مخکښانو له عنعنوي ادب څخه په ليرې کيدو سره هڅه کوله چې د نوي ادب د بنسټ تيږه په خالي فضا کې کښيږدي چې په نتيجه کې يې د محتوا او شکل يووالی او تناسب زيانمن شو.

په اماني دوره کې د پښتو معاصر ادب، د انتظار په خلاف، مخ په زوړه روان شو. د دغې دورې ډير شعرونه په لاس کې نشته او يوه دوه بېلګې چې لاس ته راغلي دي د عادي نظم سطحې ته هم نه رسيږي. د تعجب خبره ده چې ځينو ادب پيژندونکو دغو شعرونو ته د نوي او ابتکاري شعر په نظر کتلي دي.

 

دا ده لومړۍ، نمونه:

امير امان الله خان           چې غازي دی بې مثال

و ملت ته د افغـــان         وبخښــــــــــــل استقلال

قانون او آيين جوړ کئ له دوی د دين

د پاره د پاره د مسلمــــــــــــــــــان

د نوي ابتکاري شعر د پاره تر هر څه د مخه د ژبې سموالی حتمی دی. که ژبه ګرامري قواعدو سره سمون و نه لري، لکه « و ملت د افغـــــان            وبخښـــــــــــل استقلال» يا « قانون او آيين جوړ کئ له دوی د دين» نو دغسې (شعر) اصلا شعر نه ګڼل کيږي، ابتکاري شعر خو لا په ځای پريږده.

په پورتنی شعر(!) کې د وزن نه بې خبري او سکتې په (نوي شعر) تعبير شوی دی. شاعر فکر کوي چې ګويا استقلال د امير امان الله خان له خوا ملت ته «بخښل شوی دی» او ملت د هغه په ګټلو کې برخه نه ده اخيستې.

د شاعر (!) احساس د قدر وړ دی خو له بده مرغه نه يې د نظم ژبه سمه ده، نه وزن لري، نه تصوير لري، نه تشبيهات یا نور شعري تلازمات، او نه کومه نوي مفکوره.

اوس د همدغه  وخت د شعر يوه بله نمونه چې لاس ته راغلی ده وګورئ:

شاه غازي امير امــــــان الله خان           عــــادل، عـــاقل، عامل، کامل

ملک محکم او قوي دی افغانستان           متين، رصين، حصين، سنګين

دغه نمونه چې له لومړي نمونې څخه کوم امتياز لري هغه دا دی چې ژبه يې سمه ښکاري.

د دغې يادونې مقصد دا دی چې په اماني دوره کې د معاصر ادب د پيلامې د پاره کوم قناعت بخښونکی دليل نشته او دغه دوره په ادبي لحاظ له سراجيه دورې څخه وروسته پاتې کيږي.

 

د ويښتيا دوره:

د (۱۹۲۹) کال د اکټوبر په ۱۵ (د ۱۳۰۸ ش د ميزان په ۲۳) نېټه د کورني اړدوړ په پای کې محمد نادرشاه پاچاهي تر لاسه کړه: ده کوښښ وکړ چې له تيرو تجربو څخه په استفادې سره داسې زمينه برابره کړي چې په ارامۍ سره حکومت وکړي. د ده لومړی کار دا و چې خپل مخالفان له صحنې څخه ليرې کړي او د طبقاتي اتحاد له لارې د سوداګرانو، متنفذو روحانيونو او معتدلو روښانفکرانو حمايت جلب کړي. د داخلي سياست ادامه کې يې، ظاهراً خارجي سياست د بيطرفۍ او له ټولو هېوادونو سره د برابرۍ د مناسباتو پر بنسټ ودراوه او خپلې دغې تکلارې ته يې د (۱۹۳۱) کال په اساسي قانون کې قانوني جنبه ورکړه.

نادر شاه د دغه فورمول په اساس چې «سره ټول يې کړه کنټرول يې کړه» خپل طبقاتي پلويان په بېلا بيلو ګروپونو کې سره تنظيم کړل. سوداګران يې دې ته راضي کړل چې شرکتونه جوړ کړي او د فابريکو په جوړولو کې ونډه واخلي. د شلمې پيړۍ په ديرشمو کلونو کې پنځلس لوی شرکتونو تاسيس شول. په (۱۹۳۲) کې «بانک ملي افغان» تأسيس شو. په هغه کې په سلو کې (۹۴) پانګې په سوداګرو پورې اړه درلوده. د روحانيو د رضايت د جلبولو د پاره يې يو لړ اقدامات تر سره کړل. د آزادو ديني مدرسو جوړولو ته يې اجازه ورکړه، شرعي محکمو ته يې په کافي اندازه آزادي ورکړه، پر خپلو دولتي قوانينو باندې يې د شرعې مهر لګولو د پاره (جميعة العلما) تأسيس کړ، يو زيات شمېر ديني علما په ښوونځيو کې په تدريس لګيا شول. د رسوخ خاوندان، روحاني شخصيتونه، ستر ملاکان، او د بورژوا طبقې نماینده ګان يې د ملي شورا او اعيانو مجلس ته جذب کړل.

اعتدال خوښوونکو روښانفکرانو او د «جوانان افغان» بقية السيف يې په ادبي او فرهنګي موسسو کې مصروف وساتل. په کابل، کندهار، او هرات کې ادبي انجمونونه جوړ شول په (۱۳۱۱ هـ ش) کې د پښتو انجمن په جوړيدو سره د «پښتو» مجلې په خپريدلو پيل وکړ. دغه انجمن په (۱۳۱۴ هـ ش) کې کابل ته راوغوښتل شو او د کابل له ادبي انجمن سره يوځای شو. «کابل» مجله چې د «انجمن ادبی کابل» د نشراتي اورګان په توګه، پخوا يوازې په دري ژبه خپريده له دې وروسته په پښتو خپريدله په (۱۳۱۶ هـ ش) کې نوموړی انجمن په «پښتو ټولنه» بدل شو. په دې شک نشته چې د پښتو ټولنې جوړول په خپل ځای يو معقول او ضروري کار و، خو د «انجمن ادبی» له منځه وړل يو نامعقول اقدام و. په تيره دا چې په عامه ذهنيت کې د هغه وخت حکومت دا اندېښنه پيدا کړه چې ګویا دولت يوې ژبې ته د بلې ژبې په قيمت د پرمختګ زمينه برابروي.

په (۱۳۲۰ هـ ش) کې «کابل» مجله ټوله پښتو ته واوښته او په همدغه وخت کې ځينې ورځپاڼې او جريدې، لکه اتحاد مشرقي، وړانګه، طلوع افغان او زيری په پښتو خپريدې.

د ظاهر شاه د سلطنت په دوهمه لسيزه کې پښتو ادب له يوې خوا د پښتو ژبې د پاره د تعميم او پياوړتيا له جريان سره، او له بلې خوا په هېواد کې د دموکراسۍ او ريفورم غوښتنې له نهضت سره په ملګرتيا کې، د پروژو نوي پړاو ته داخل شو چې موږ يې د (ويښتيا) پړاو بولو.

د ويښتيا پړاو تر زياتې اندازې د ويښ ځلميانو له سياسي غورځنګ سره اړه لري. د پښتو تقریباً ټول نامتو ليکوال او شاعران د ويښ ځلميانو په سياسي سازمان کې شامل وو او له همدې لامله د ويښتيا د دورې اکثر شعرونه او ليکنې اجتماعي – سیاسي رنګ لري. د ويښ ځلميانو په مرامنامه کې د (پښتو ژبې له ترقي ورکول) فقره هم شامله وه. که څه هم د ويښ ځلميانو له سازمان نه لږ وروسته ځينې نور سیاسي سازمانونه هم مينځ ته راغلل چې د «وطن» او «ندای خلق» په نامه نشراتي اورګانونه يې درلودل، او برسيره پر دې ځينې نورې جريدې هم د ځينو سياسي سازمانونو له خوا خپريدې خو په عامه ذهنيت کې د ويښ ځلميانو نوم ځای نيولی و.

د ويښتيا دورې ادبي ميتود انتقادي ريالیزم و چې په عمده توګه د اداري فساد، بيروکراتيزم، اختناق، آتوکراسي، ارتجاع، ظلم او استثمار (په تيره د خانانو او ملاکانو له خوا د بزګرانو د استثمار) پر ضد مبارزه پکې منعکسه شوې ده. همدارنګه د دغې دورې په ادبياتو کې د پښتنو او بلوڅو د ملي آزادي بښونکی نهضت، د ښځو د دموکراتيک حقوقو، ټولنيز و سياسي ريفورمونو، د اقتصادي حالت د ښه والي د پاره مبارزه د يادونې وړ ده. د ويښتيا دورې په ادبياتو کې کله کله د سوسيالستي رياليزم بېلګې هم ليدل کيږي خو د دغه وخت مسلط ادبي ميتود د انتقادي رياليزم دی چې د شعر، لنډې کيسې، ادبي ټوټو، ډرامې، طنز، او ادبي مقالو په بيلا بيلو ژانرونو کې يې ځان ښودلی دی.

د ويښتيا په ادبياتو کې د فورم له پلوه د روښانتيا د دورې په نسبت ډير ښه والی راغلی دی خو سره له دې پيغام او ايډيا د مختصاتو په تناسب پرمختللي ښکاري. مفکورې زياتره نيغ په نيغه بیانيږي او د فورم ښکلا ته فرعي اهميت ورکول کيږي. په عمومي توګه ويلی شو چې د پښتو معاصر ادب له رياليزم نه پرته بل ادبي ميتود چندان نه پيژني او له همدې امله په پښتو ادب کې د رياليستي بېلګو د موندلو د پاره کوښښ په اصطلاح «تحصيل حاصل» ګڼل کيږي.

د ويښتيا دورې په ادبياتو کې عام تمايل داسې دی چې ادبي محققان هم د ليکوالو، په ډله کې حسابيږي او له همدې امله، کله چې ادبي څيړنې معرفي کيږي نو د هغو پر نومونو باندې سترګې پټول يو ډول بې انصافي ښکاري. د دې تمايل د رامنځته کيدو عمده علت دا دی چې د ځينو روښانفکرانو په نظر کيسه ليکل يا شعر جوړول د څيړنې په نسبت ساده او ارزانه ښکاري په تيره بيا چې يو زيات شمېر کيسې او شعرونه د ابتذال په سطح کې واقع شوي دي. ځينو محققانو په لومړي سر کې شعرونه جوړول خو وروسته يې تحقيق ته مخه کړې ده. په پښتو ژبه کې يو څو تنو شاعرانو لکه ګل پاچا الفت، عبدالروف بينوا، سليمان لايق، او عبدالباري جهاني د شعر پرستيژ ساتلی دی (دا دوه تنه وروستي شاعران تر زياتې اندازې د اوښتون د پړاو استازي دي.) اوس به د هر ادبي ژانر او ادبي څيړنو نامتو استازی د خپلې حافظې په مرسته دلته معرفي کړم. د چا نومونه چې دلته نه وي راغلي زيار به وباسم چې د تيسيس د بشپړولو په وخت کې له خپلو آثارو سره په مفصله توګه معرفي کړم. (حتمي نه ده چې د نومونو ترتيب په درجه بندۍ باندې ـ تعبير شي ځکه ځان ته حق نه ورکوم چې د ليکوالو او شاعرانو درجې وټاکم.)

۱ ـ شاعران: ګل پاچا الفت، عبدالروف بينوا، قیام الدين خادم، عبدالشکور رشاد، ولي محمد مخلص، سعد الدي شپون، نصرالله حافظ، سيد حسن، عبدالرحمن پژواک، کبرا مظهري، شمس الدين مجروح، سيلاب ساپی، عبدالله بختانی، دوست شينواری، بها‌ٍ الدين مجروح، مجاور احمد زيار، صديق پسرلی، مستوره شال، قتيل خوږياڼی، حبيب الله رفيع، عبدالخالق اخلاص، عبدالقدوس پرهيز، غلام رحمن جرار، محمد ارسلان سليمي، غلام جيلاني جلالي، عبدالمنان دردمند، محمد شاه ارشاد، محمد عمر بلبل افغان، محمد عثمان پښتون، نيک محمد پکتيانی، محمد رفيق حبيبي، ميرمن حميده، محمد ابراهيم خواخوږی، خالد روښان، رازقی نړيوال، حبيب الله زړه سواند، غلام محی الدين زرمتی، سمسور ساپی، محمد عثمان نژند، روغمن او نور. ځينو ليکوالو لکه، عبدالحی حبيبي، صديق الله رښتين، حبيب الله تږی، او نورو هم شعرونه ويلي دي خو د هغو د ليکوالۍ شهرت دومره زیات دی چې د شاعرانو په نامه يې نه پيژني.

د دغه شاعرانو له جملې څخه د الفت، بينوا، شپون، او بهآ الدين مجروح په شعرونو کې نوښت او شعريت ليدل کيږي. د خادم او حافظ شعرونه هم په شعري عنعنه کې د يادونې وړ دي.

۲ ـ اوپرا جوړونکي: په پښتو ژبه کې عبدالرحمن پژواک او محمد اکبر پامير اوپرايي شعرونه ويلي دي.

۳ ـ کيسه ليکونکي: نور محمد تره کی، سعد الدين شپون، غوث خیبری، احسان الله هير، استاد حبيبي، کبرا مظهري، قتيل خوږياڼی، عبدالله بختانی، محمد دين ژواک، یوسف ساپی، تږي، او نور.

۴ ـ ناول ليکونکي: محمد رفيق قانع، برهان الدين کشکی، غوث خيبري، کبرا مظهري، ابراهیم عطايي او نور …يادونه: پوهاند رښتين د محمد رفیق قانع «دوه سره مين وروڼه» او د برهان الدين کشککی «په پټه مينه» ډرامې ګنلي دي اما د ح. رفیع په قول دغه آثار د ناول په کتار کې دريږي. د دغه آثارو د جملې څخه ما يوازې «په پټه د پټو پلټنې» کتلې ده چې يو پوليسي ناول دی. همدارانګه د استاد حبيبي د «تورپیکۍ» کيسه ځينو ليکوالو ډرامه بللې ده په داسې حال کې چې نوموړې کيسه ډارمې ته ورته ده. کیدای شي ډرامه وزمه کيسه يې وبولو.

۵ ـ ادب پيژندونکي: عبدالحی حبيبي، عبدالشکور رشاد، صديق الله رښتين، غلام جيلاني جلالي، ګل پاچا الفت، عبدالروف بينوا، حبيب الله تږی، محمد رحیم الهام، دوست شينواری، ابراهيم عطايي، امين الله زمريالی، بختانی، معتمد شينواری، حبيب الله رفيع، مجاور احمد زيار، معصومه عصمتي، سعدالدين شپون، زلمی هيوادمل او نور.

۶ـ ژبپوهان: محمد ګل مومند، محمد اعظم آيازی، عبدالحی حبيبي، عبدالشکور رشاد، صديق الله رښتين، مجاور احمد زيار، محمد رحيم الهام، حبيب الله نیازی، قیام الدين خادم، عبدالحکيم هلالي، دوست شينواری، دولت محمد لودين، سیدالشاه پولاد، محمد شير ګل او نور.

۷ ـ هنري نثر او ادبي ټوټې: الفت، بينوا، ژواک، بختانی، محمد جان فنا، زيار، او نور.

۸ ـ د ادبي طنز ليکونکي: الفت، شپون، بينوا، عبدالاحد وحيد، او نور.

۹ـ فولکلوريستان: محمد ګل نوري، ابراهيم عطايي، حبيب الله رفيع، علي محمد منګل، عبدالکريم پتنګ، حبيب الله جاج او نور.

۱۰ ـ د ادبي سبک پالونکي: حبيبي، الفت، رښتين، خادم، او رشاد.

څرنګه چې د ويښتيا پړاو غوره استازی ګل پاچا الفت دی نو دلته د ده د شعر په راوړلو بسنه کوو:

نه مې د چا مال خوړلی نه مې څوک وژلي دي

نه مې چـــا ته ورک شه يا ګم شو کله ويلي دي

نوره ګناه نلرم په دې ګنــاه مې مــــــــه نيسه

زړه کې مې چې پټ ظالم ته بد غوندي کتلي دي

وخت د اعتراف دی ګناه خــــپله درته وایمه

نه يمـــه منکر په مظلومانو مې ژړلي دي

نه ومه خبر پرده مې لږ غوندې چې جګه کړه

نه دي د ويلو هغــــــــــه څــه چې ما ليدلي دي

زه يې په ليدلو او ويلو ګناهـــګار شومــــه

نور يې په کـــولو او عمل باندې ښاغلي دي

نه يمـــه خاين په خيانت د نورو پوه يمــــه

پوهه که ګناه وي خلق ټول اوس پوهيدلي دي

دا چــــې ډير کاږه درته ولاړ دي ټيټ سرونه هم

ستا مخــکې چې سم نه شوه سم کله چليدلي دي

هيڅ اميد ترې مه کړه که څوک ځان د تا غلام ګڼي

مــــــــا غـــــلامــــــانه ذهنيتونـــــــــه پيژندلي دي

لـــــــــوړ مقام ته رسي چې بوټونه پاکـــوي د بل

ډير په دغه شـــــغل رياست ته رسيدلــــــــي دي

 

د اوښتون پړاو:

د ويښتيا د دورې په ادبياتو کې مترقي او کيڼ اړخ روښانفکران ځينې داسې غوښتنې او آرمانونه هم راوړي دي چې د ريفورميزم له سرحد نه اوړي او يوازې د ملي دموکراتيک انقلاب په برياليتوب سره تحقق موندلی شي. له احتمال نه ليرې نه ده چې مترقي روښانفکرانو به د هغه د وخت د شرايطو د غوښتنې په اساس، د انقلابي شعارونو له ورکولو څخه ډډه کوله. د ملي شورا د اتمې دورې په انتخاباتو کې د حکومت لاسوهنې (۱۹۵۲ کال) دا وښوده چې دولت حتی د ريفورمستانو او او ليبرال دموکراتانو فعاليتونه هم نور نشي زغملی. د مظاهره کوونکو د ټکولو او سياسي سازمانونو د مشرانو د بندي کيدلو په نتیجه کې يو شمير روښانفکران په دې معتقد شول چې د ټولنې اساسي ستونزې له بنيادي تحول نه پرته نه شي حل کیدای. له بلې خوا دولت د خپل طبقاتي نظام د ستنو د ټينګولو د پاره د نوي حکومت په واسطه په يو لړ اقتصادي فعاليتونو لاس پورې کړ. په (۱۹۵۵) کې د افغان ـ شوروي تر منځ تړون هم د افغانستان په اقتصادي او فرهنګي ژوند کې د تحول راوستلو د پاره زمينه برابره کړه.

د ۱۹۶۳ کال په مارچ (حوت ۱۳۴۱) کې د محمد داود په استعفا سره يو ځل بيا د تحول غوښتونکو ځواکونو د پاره د خپل غږ اوچتولو زمينه برابره شوه. د ۱۹۶۵ کال د جنوري په لومړۍ نېټه (۱۱ جدي ۱۳۴۴) د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند لومړنۍ موسسه کنګره په کابل کې دايره شوه. د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند نشراتي ارګانونه: د خلق او پرچم جريده په سيستماتيک ډول د اوښتون د پړاو د ادبياتو په ترويج پيل وکړ. او د انتقادي رياليزم د ادبي ميتود په څنګ کې سوسيالستي رياليزم هم انکشاف وکړ.

دا بايد ووايو چې د پښتو ادب د اوښتون پړاو زړي لا پخوا کرل شوي وو. د نور محمد تره کي د «بنګ مساپري» او نورو کيسو لوستونکي درلودل او د سليمان لايق « د چونغر ترانې» د انقلابي نظم لومړنۍ زمزمې وې چې په ظاهر شاهي دوره کې د خلکو غوږونو ته رسيدلی:

زړه مې له مکيز له هر دلبره سره نه ځي

پښې مې د دوران له هر بې سره سره نه ځي

دا زخمي وطن چې د مزدور په وينو رنګ دی

دا سپينه کوتره له اژدره سره نه ځي

څټ د سرمايې ته د پولادو څټک بويه

دا ليوه په روغه له کارګره سره نه ځي

دا د ځمکو غل دا خيټور دا د کلي خان

لاره د ورورۍ باندې بزګره سره نه ځي

ديد يې نيکمرغي د خوارو خلکو زغمای نشي

عقل يې په خير له بشره سره نه ځي

دا خلک نور يو پل د استثماره سره نه ږدي

دا وطن يو ګام له دې بربره سره نه ځي

(د چونغر ترانې)

د سليمان لايق د شعر مهم خصوصیت دا دی چې د خلکو له سايکالوجۍ او منطق سره عيار شوی دی، شعار وزمه اصطلاحات نه استعمالوي، د خلکو په ژبه د خلکو دردونه او آرمانونه بيانوي، ژبه يې فصيحه او معياري ده، صداقت او صراحت يې لوی صفت دی. د شعر فورم يې له مضمون سره متناسب دی، بې تصنعه او طبيعي دی، له همدې امله لايق د اوښتون د پړاو د شاعرانو سر لاری ګڼل کيږي.

د ثور د ملي دموکراتيک انقلاب (۱۳۵۷) په برياليتوب سره ډير زيات انقلابي شعرونه وويل شول او زياتې کيسې وليکل شوې. د دغو شعرونو او لیکنو موخه د فيوډاليزم او امپرياليزم پر ضد، او د ټولنيز عدالت، ترقي، سولې او انترناسيوناليزم د پاره مبارزه وه.

لکه چې تجربې ښودلې ده د هر ټولنيز تحول په پيلامه کې د ادبياتو پيغام او مضمون له فورم او قالب څخه مخکې ځي او غالباً د فورم ښکلا ته چنداني پاملرنه هم نه کيږي. څه موده وروسته نوښتګر روښانفکران د کليشه يي توب او يکنواختۍ د پای ته رسولو د پاره د ابتکار لمنې ته لاس غځوي او د پیغامونو د انتقال د پاره مناسبه ژبه او مناسب ايماژونه پيدا کوي.

د افغانستان په دموکراتيک جمهوريت کې د ليکوالو اتحاديې په جوړيدو سره د ادبي کره کتنې محفلونه او سيمينارونه داير شول. نيمګړتياوو ته ګوته ونيول شوه. په هنري او ايستيتيکي اړخونو باندې ټينګار وشو. او د ابتذال او سطحی ګرايي مخه تر يوې اندازې ونيول شوه. په دې وروستيو وختونو کې د غزل ژانر په نوي بڼه احيا شو او د زمان روح پکې پوک وهل شو، رباعي د نوو مفکورو د پاره استخدام شوه او د مثنوي لمن هم له سرو ګلونو ډکه شوه.

د لنډې کيسې ليکنه ډيره باب شوه؛ اکثر ليکوال د لنډې کيسې له عمده توکونو او د کيسې ليکلو سره له اصولو سره اشنا شول. په دې وخت کې يو شمېر کيسې او ناولونه هم وژباړل شول. اوس څوک ساده، ميخانيکي او شعار وزمه آثار ډير نه خوښوي، بلکی په نوښت او بداعت پسې ګرځي. دغسې نوښت چې په هغه کې لوړ آرمانونه په ايستيتيکي او هنري ايماژونه نعښتل شوي دي.

د پښتو د نوي نسل په شاعرانو کې: صديق کاوون، عارف خزان، اسحاق ننګيال، شاه محمود حصین، فضل الهي ګران، افضل ټکور، حفيظ الله خوږلن، پروين فيض زاده ملال، باقي بريال، بلقيس مکيز، اسدالله اسد، عزيز تحريک، او فاروق فردا د نوښت د پاره مبارزه کوي. د لطيف بهاند شعرونه کم دي خو د کيفيت له پلوه د يادونې وړ دي. د کيسه ليکونکو په نوي نسل کې د امين افغانپور، اکبر کرګر، زرين انځور، شاه محمود حصين (که څه هم د کيسو شمېر يې لږ دی)، بريالی باجوړی، احسان آرينزی، خالق رشيد او نورو آثار د يادونې وړ دي. دا بايد ووايو چې ځينو نامتو داستان ليکونکو ځينې بيخونده داستانونه هم ليکلي دي چې باید د هغو پر مجموعو قضاوت وشي نه پر ځانګړو کيسو.

د ادبي کره کتونکو په ډله کې زرين انځور، شاه محمود حصين، لطيف بهاند، نور محمد سهيم او نبي صلاحي د نوي نسل پيژندل شوي استازي دي.

مآخدونه:

(۱) د پښتو ادبياتو تاريخ: اوسنۍ دوره، د کابل پوهنتون مطبعه ۱۳۶۰ هـ ش، په حواله د (ج) مخ.

همدارنګه په (افغان ياد) کې ارواښاد نور محمد غمجن د دغې نظريې ملاتړ کړی دی.

* د تاريخ له (افغانستان در مسیر تاریخ) څخه اقتباس شو.

* *یادونه: مونږ د دغه پوهانو علمي خدمتونو ته د قدر په سترګه ګورو خو د «ارستو» خبره چې د «اپلاتون» په باره کې يې وه رانقلوم: «استاد راباندې ګران دی خو حقيقت تر ده زيات راباندې ګران دی.»

(۲) امير نيک آئين، ماترياليسم تاريخي، کتاب دوم، انتشارات، حزب تودهُ ايران، چاپ سوم، ۱۳۵۸ ص ۳۴۳.

(۳) مير غلام محمد غبار، افغانستان در مسیر تاريخ، مؤسسه چاپ کتب، کابل ۱۳۴۶، ص ۷۱۶

(۴) د افغان ياد: د سيمينار د مقالو مجموعه، د ژبو او ادبياتو پوهنځی، کابل پوهنتون، ۱۳۶۰، مخ (۵۷)

(۵) د افغانستان کالنۍ۴۵ – ۴۶ ګڼه، د ۱۳۵۸ کال د جدی له ۶ نېټې نه د ۱۳۵۹ تر حوت پورې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د نشراتو رياست (۹۷۴) مخ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x