افغانستان

ډابنز: پاکستان د افغان طالبانو له دښمنۍ ډاریږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۶مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی «جیمز ډابنز» وايي چې پاکستان د افغان طالبانو له دښمنۍ ډاریږي او همدا لامل دی چې د طالبانو په خلاف قاطع ګام نه شي پورته کولی.

جیمز ډابنز زیاتوي چې پاکستان ګڼ دښمنان لري نو ځکه د طالبانو سره دښمني په غاړه نه اخلي. نوموړی وايي:

«فکر کوم چې پاکستان د افغان طالبانو څخه ډاریږي، ځکه چې پاکستان د کور دننه ډیر دښمنان لري او نه غواړي چې نوي دښمنان پیدا کړي».

ډابنز زیاتوي چې امریکا له کلونو راهیسې د پاکستان څخه غواړي چې د طالبانو او نورو سخت دریځو سره اړیکي قطع کړي، خو په خبره یې، پاکستان ځکه دا کار نه شي کولی چې د طالبانو د دښمنۍ له ناوړه پایلو څخه ډاریږي.

هېره دې نه وي چې په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر «ملا عبد السلام ضعیف» هم پاکستان د خپل سیاست له مخې طالبانو ته یو ډول محتاج ګڼي او په خبره یې پاکستان به په هیڅ قیمت په طالبانو دومره فشار رانه وړي چې افغان طالبان له لاسه ورکړي. ښاغلي ضعیف څه موده وړاندې له نن ټکی اسیا سره په ځانګړې مرکه کې ویلي وه چې که طالبان له پاکستان څخه ځان په انزوا کې واچوي، کیدای شي طالبانو ته نورې دروازې خلاصې شي او پاکستان به په کمزوري موقف کې وغورځیږي، چې په خبره یې پاکستان به په هیڅ قیمت د دې کار منلو ته تیار نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

زما په عقیده ، د پاکستان چارواکی تصمیم نیونکی نه دی څه جه ورته ویل کیږی هغه وایی او هغه کوی، کله چه انګریزانو هند وویشلو هند او پاکستان کی د انګریزانو فزیکی شتون لیری مونږ سیاسی شتون یی تر پخوا لا زیات شو په ځانګړی پاکستان چه د اسراییلو په شان د دین په نامه ( پاکستان ) او ( اسلام برباد ) ونومول شو پاکستان د اسیا د پاره اسراییل دی ، کوچنی هیوادونه خو خیر لوی هیوادونه لکه هند ، چین ، روسیه او ایران هم په پاکستان د شیطانی څارنو لاندی ساتی. هو ، پاکستان کی… نور لوستل »

محمد عبد الله

چا چی دغه اوسنی بین المللی دولتونه په سمه معنی ونه پیژندل او داسی ګومان یی وکاوو چی داتول رسمی دولتونه دیوی اداری لاندی کار نکوی او ازاد دی نو لوی اشتباه کی واقع دی مطلب د(one world order) یا یو نړیوال کفری اوطاغوتی نظام لپاره کوشش کیږی او که ددغو طاغوتی دولتونو سره دارتباط او اعتبار ساتلو جریان قطع نکړو نو هم به دنیا خراب او هم اخرت هر واقعی مسلمان ته دا لازمی دی چی پردغه خبره زان یقینی کړی چی دا دولتونه دوه مخی او سو مخی کوی اصلا دکفر او دمادیاتو پلویان دی خصوصا په اسلامی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x