شعـــــرونه

ورشه د دې لیوني زړه وګوره

سيد شاه سعود
______________________
دا لیونی به چې په کلي راغلو
چا به په کاڼو په ډبرو ویشتو
چا به زخمونه نوي نوي ورکړل
چا په زړو زړو پرهرو ویشتو

دا ستا په څنګ کې ناست بدرنګه سړی
دومره بدرنګ دی چې حساب یی نشته
سر یې د پښو غوندې په خاورو ککړ
پښې یې چاودلي دي اعصاب یې نشته

خلکو نزدې ځان سره نه پریښودو
تا ورله خپله خوشحالي ورکړله
د جهان خلک دې په تمه ناست وو
مګر تا ده له زندګي ورکړله

خلک د زړه په منطق نه پوهیږي
ځکه رقم رقم پوښتنې کوي
دوۍ د رنګونو د سراب ملګري
د ړندو سترګو سپارښتنې کوي

ستا د ښایست په تمه تمه خلک
دا لیونی دلته زغملی نشي
هسه کوي خو وس یې نه رسي پرې
ستا له درباره یې ایستلی نشي

ورشه دا خلک هم د دوۍ په ژبه
د دې مجذوب سړي په راز خبر کړه
د ړندو سترګو سپارښتنو والا
په حقیقت او په مجاز خبر کړه

دوۍ ته د دې لیوني زړه وښایه
وایه په زړه به یې د چا نامه وي؟
د حجراتو معاینه یې وکړه
په ډي این ای کې به یې ستا نامه وي
_______________________________
سید شاه سعود

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x