نظــر

مارشال فهيم هم وغږېده!

سياست هم عجيبه شی دی، نه يې څوک مخ پېژني نه څټ، نه ورور لري او نه دوست، نه يې په دښمنۍ څوک پوهېږي او نه په دوستۍ، نه د سړي شخصيت ته ګوري او نه عاجزۍ ته بس چې په کومه برابر شو خپله لار وهي، خو خام سري او لنډ فکره خلک يې ډېر ژر د شرم ګرداب ته لوېږي، چې بيا يې ترې د راوتو څرک موندل بلا خواريو او پښيمانيو ته اړتيا لري.

د وږي ۱۸مه چې د افغانستان په اساسي قانون کې د شهيدانو اونۍ ته نومول شوې، دا پلا يې بڼه دومره تته وه چې د يو تن په نمانځلو يې نور ټول رښتيني شهيدان ناپاللي پاتې شول.

په دغې ورځ ګڼو کټوخو د خپل نظر غونډاري ووېشتل خو ښاغلي فهيم په کې پام وړ موضوع ته اشاره وکړه. هغه وويل: ښاغلي فهيم د وژل شوي جهادي قومندان احمد شاه مسعود په دوولسم تلين کې په زغرده په دې خبره ټينګار لاره چې په دغه هېواد کې د مجاهدينو پرته نور څوک نه شي کولاى د ولسمشرۍ پر ګدۍ پاتې شي: ((هر څوک چې ځان کانديدوي، زما له نظره لومړى بايد مسلمان وي، ځکه دغه هېواد اسلامي هېواد دى، موږ نه شو کولاى پر اسلام سترګې پټې کړو. دويم معيار زما له نظره جهاد او مقاومت دى. دا هغه ارزښتونه دي چې موږ يې د لاسته راوړلو لپاره قربانۍ ورکړي او هغه څوک چې ځان کانديدوي لږ تر لږه موږ سترګې لرو او عقل لرو، بايد وګورو او هغه وڅېړو چې ايا دغه کس کولاى شي چې دغه هېواد له دغه حالته بچ کړي او يوې ښې راتلونکې په لاره يې بوځي.))

د نوموړي پورته خبرې د کاڼي کرښې دي خو که د ولس سياسي شعور لږ راژوندی وي نو د مسلمان، جهادي او وړ کس په بېلوالي به يې په ډېرې اسانۍ سره سر خلاص شي، ځکه دا ټولې خبرې ښاغلي فهيم واضحه کړي دي.

((زما له نظره لومړی بايد سړی مسلمان وي)) دا خبره که د اوسني نظام پر چارواکو وغوړوو نو جوته به شي چې دوی کې د مسلمانيت څومره تومنه موندل کېږي؟

((جهاد او مقاومت، هغه ارزښتونه دي چې موږ يې د لاسته راوړلو لپاره قربانۍ ورکړي دي)) دا بدبخته د جهاد او سياسي سوداګرۍ په توپير هم نه پوهېږي، جهاد چې په اسلامي شعائرو کې ډېره لوړه او سپېڅلې کلمه ده، عملي کوونکي يې د ځانګړي سيرت او پاک نفس خاوندان وي، د روس د جهاد پرمهال د خدای د لارې خلک هم معلوم شول او د ناولو شخصي اغراضو ملنګان هم معلوم شول.

د غلامۍ په دايره کې څرخېدونکو هڅو ته جهاد ويل ستره اشتباه ده، جهاد هغه مهال جهاد وي چې د کفارو پروړاندې مجاهد په سنګر کې د مسلمان او اسلام په دفاع کې ځان قربانۍ ته وقف کړی وي، نه دا چې تر جهاد وروسته په عيش او عېشرت کې د ملت په خوښو خپلې داړې ککړې کړي او بياهم ځانته د سپېڅلتيا تمه ولري، ځکه خو د چور، بلوا او جهاد توپير هم ځانته فکر غواړي.

((هغه څوک چې ځان کانديدوي لږ تر لږه موږ سترګې  او عقل لرو، بايد وګورو او هغه وڅېړو چې ايا دغه کس کولای شي چې دغه هېواد له دغه حالته بچ کړي او يوې ښې راتلونکي په لاره يې بوځي)) د فهيم په همدغې خبرې به ډېرو خلکو همغه ساعت هم اخوا دېخوا کتلي وي، مګر زه په ايمان سره وايم چې داسې څوک به تر نظر نه وي ورغلي چې ددې هېواد درد ته دې د رښتيني مرهم تسکين ورکړل شي. نوموړي اصلاً خپلو ځانونو پورې خندل، هغه چا چې ده ته دغه خبرې ليکلې او ورښودلې وې هغه هم غوښتل چې دی وشرموي او اورېدونکو ته يې د کم عقلۍ څېره لا بربنډه کړي، ځکه چې دی خو پرته د اسونو له ساتلو او وربشو په دوريشته کولو بل څه نه زده لري او نه يې ماغذه دمره ګټور دي.

فهيم په دې ښه پوهېږي چې افغانستان کې کورنۍ جګړې چا پيل او تراوسه يې کوم لوري حاميان دي، ځکه خو دی اوس غواړي چې ولس په همدې خبرو تېر باسي مګر پوهېږي نه چې عام فکرونه اوس د پخوا په څېر پټې سترګې نه دي او نه يې هر خام سری تېروېستلی شي، دوی هسې بای چانس د کاذب سياست په لومه کې کېوتي، سياست هم ورسره عجيبه لوبه وکړه، په ملي څه چې آن تر سيمې اخوا په نړيواله کچه يې د شرم لوخي ترې جوړ کړل، نه يې کوم خواخوږی ورور، نه کوم دوست او نه هم د ضمير رښتينی درک ورکړ، بس تش لاس يې اوس کله په اخوا کله په دېخوا ولي ځکه خو يې يوه خبره له بلې سره هېڅ پېوند نه لري.

تحسين الله ژمن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x