شعـــــرونه

ډیوه مه بلوه: سپين کوچی

سپين کوچی

کافر مو نه پریږدي کراره، ډیوه مه بلوه
پاس الوتکې ګرځي یاره ، ډیوه مه بلوه

زړه دې نری دی ګوره،مه مې ګوره،څه مې کوې
وینې مې څاڅي له پرهاره، ډیوه مه بلوه

چې زه به پاتې شم ژوندی،او که نه څنګه اشنا؟
ته مې ټپونه یو،یو شماره ډیوه مه بلوه

چوپ شه،ته غوږ شه، چې له کومې خوا خبرې راځي
څوک شته غږیږي په اواره، ډیوه مه بلوه

بلا دې واخلمه ، د ښار د رڼاګانو یاره
موږ په تیارو کې وهو لاره، ډیوه مه بلوه

موږ د قران او د سنتو د کاروان لاروي
موږ پسې هر وخت سپینه یاره، ډیوه مه بلوه

راځه کوچیه ! د تروږمۍ د مسافرو په یاد
ستورو به شمارو تر سهاره، ډیوه مه بلوه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x