
امریکايي څیړونکی: د ملا منصور د وژنې لامل د سولې مخالفت نه وه
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۶مه ۱۳۹۵ل): امریکايي لیکوال او څیړونکی «بارنټ روبین» وايي چې طالبانو وښوده چې دوی خپل مشران ډیر ژر ژر ټاکلی شي او که یو مشر یې له مینځه لاړ شي نوی مشر یې تر پخوانی ډیر متشدد وي.
نوموړی چې د افغانستان او جنوبي اسیا د چارو شننونکی دی، د ملا اختر محمد منصور د وژل کیدو لامل دا نه ګڼي چې ګویا سوله یې نه غوښته او د سولې په لار کې خنډ وه، بلکې وايي چې طالبان د سولې په برخه کې خپل نظریات لري او هغوی غواړي چې د قطر دفتر له لارې خبرې وکړي.
بارنټ روبین د ملا اختر محمد منصور د وژل کېدو اصلي لامل دا بولي چې نوموړی په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لپاره ګواښ وه او امریکا د خپل ځان د دفاع پر اساس په نښه کړی دی.
د روبین په وینا، امریکايانو داسې معلومات ترلاسه کړي وه چې ملا منصور په امریکايي پوځیانو باندې د غټ برید پلان لري، نو ځکه پرې امریکا وار ړومبی کړ او له مینځه یې یووړ.
باربټ روبین له یو امریکايي تلویزون سره په خبرو کې وویل:
«د ملا منصور د وژلو دلیل دا نه وه چې د سولې سره موافق نه وه، قانوني دلیل په افغانستان کې د امریکايي قواوو ساتنه او زمونږ د خپل ځان دفاع وه، ځکه چې امریکایانو داسې معلومات ترلاسه کړي وه چې منصور په کابل کې د یو داسې غټ برید لپاره چمتووالی نیسي چې امریکایي عسکرو ته په کې درانه تلفات واړوي».
نوموړی لیکوال د ملا منصور وژنه په طالبانو باندې د پام وړ منفي اغیز لرونکي نه ګڼي، خو په خبره یې، دا چې په بلوچستان کې ووژل شو ښايي د طالبانو لپاره د شرم خبره وي.
دغه امریکايي لیکوال په داسې حال کې د ملا اختر محمد منصور په وژلو کې د سولې د مخالفت لامل ردوي او یوازې د خپلو عسکرو په دفاع ټینګار کوي، چې د ګډحکومت چارواکي په پرلپسې ډول طالبانو ته ګواښونه کوي چې که وسلې پرځمکه کښینږدي امریکايي ډرون الوتکې به یې په نښه کړي.
بارنټ روبین د افغانستان د چارو شنونکی دی، نوموړی د ملګرو ملتونو، ناټو، امریکا او افغان حکومت سیاسي او امنیتي سلاکار هم پاتې شوی دی.
شک نه شته ، چه د امریکایانو د پاره سوله دا چه زمونږ غلامی ومنی، ستاسی خاوره ، ستاسی خلک او ستاسی خپلواکی زمونږ په واک کی دی مونږ به ستاسی د زمکی لاندی او باندی زیرمی کاروو او لوټ کوو حتی د د نیا د نشه توکو مارکیت او د هر ډول وسلو کارولو لابراتوار به یی جوړوو ،دلته به فوځی او استخباراتی هډی جوړوو او دغه هیواد څخه به د سیمی نزدی او لیری هیوادونه د خپل استعماری کنترول لاندی نیسو تاسی به د دغه کارونو د باره د خامو موادو په شان په مصرف رسوو ، که… نور لوستل »
سلام خدمت همه برادران تقدیم است ، امیوارم همه تان صحتمند بوده در پناه الهی باشید.
ګرچه من مضامین که به زبان پشتو برادران مینویسند خوانده میتوانم ، اګر بعضی مضامین تان به فارسی هم باشد واضح است که از مفاد خالی نیست .
من واقعا نمی دانم که این صفحه بیانګر موقف سیلسی برادران طالب است ویا یک صفحه ازاد است ؟
سلامت باشید .
غلام روس و امریکایی صاحب ! شما بر بنا و اساس رنګ عینک های روس و امریکایی تشخیص ، تداوی ، قضاوت و احکام بوش واری را صادر می کنید ( که باما باشید ویا دشمن ما هستید) ، تمام رسانه های باداران و دجالان امروزی شما حرص شما را مشبوع را نتوانست کرد در غم خفه کردن یک یا دو سایت بینوایان و بشریت مظلوم هستید ، برای شما سرسام اور و خجالت اور نیست ؟ که فریاد های مردم ستم دیده و زیر شکنجه های باداران شما و اواز مردم غریب و وحشت استعمار شرق و غرب را… نور لوستل »