ورورولي – عبد الروف قتيل خوږياڼى
خوږ وطن افغانستان، پاکستان يو دى
دځپلې ژوندانه مو داستان يـــــــــــو دى
يوه وينه مـــــو رګونـــــــو کـــــــــې چــــليږي
ورورولۍ پښتونولۍ مو ديوان يو دى
څه ښــــه ويلــــــى دى خــــــټک بابا دنـــظم
رباعى غـــــزل چاربيتــــه زبــــــان يـــــــو دىدخـــــيبر دره خــــــولار دتـــــــلو راتلـــــو ده
په کابـــــل او پـــــــېښور کــــــې افغان يو دى
يو تير شـــــوى يوتيـــــريږو يــــــــوبه اوســـــــو
زمونږ دواړو خوښي يو او خفگان يو دى
مونــــــږ اوبه دي په کوپړيو کـــــې ورکـــــړي
که روسان که امريکان انگلـــستان يو دى
دعــــلي مســـــجد جگړه کـــــړه درپـــــه يـــــاده
يوټـــــــــوپـــــک يوه گولۍ او نشان يو دى
په ورورۍ مو ازاد کـــــړى خپل وطـــن دى
د دې پاک افغان ساتونکـــى جانان يـــو دى
يو مــــــو کـــور يـــــوه دېره يــــــوه حـــــجره ده
دخــــــــــوږى ميـــــــــــنې لپــاره جهان يــــــو دى
هيڅ دښمـــن مــــو يو له بل بېــــلوى نه شــــي
دوســــت مو يو دښمن يو او ايـــمان يـــو دى
مونږ سودا پخپل ايمان خپلواکۍ نه کړو
پاک افغــــان دى مـــيړنى پــــهلوان يو دى
داقبال، خوشحال ، حمـــيد رحـــمان ټاټوبى
د دې خاورې هر زلمى دى که ځوان يو دى
ټول يـــــــو لاس دي دوطـــــــــــــن ابــــــــاد ووته
اى قتيــــــــــــله ديـــــــــــارانو ارمــــــــان يـــو دى
پېښور _پښتونخوا
20 مارچ 2010
عبدالروف قتيل خوږياڼى