اوپو (oppo) خپل قاتیدوونکی سمارټ فون تصویر خپور کړ (تصویر)

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۶مه ۱۳۹۵ل): اوپو کمپنۍ د ټکنالوژي برخې یوه مشهوره کمپنۍ ده چې د ځانګړو سمارټ فونونو وړاندې کولو سره د زیات شمیر کاروونکو توجه په جلبولو بریالی شوی.

د اوپو چینايۍ کمپنۍ د VOOC په نوم د چارج په یوې چټکې ټکنالوژۍ کار کوي چې په مرسته به يي د سمارټ فون بیټرۍ یوازې په ۱۵ دقیقو کې بشپړ چارجیږي.

دغه کمپنۍ غواړي د ټکنالوژي په برخه کې د سمارټ فونونو تر څنګ نورې لاسته راوړنې هم ولري. اوپو کمپڼۍ په ظاهره د دې په لټه کې دي چې خپل قاتیدوونکی سمارټ فون نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي.

له دې وړاندې د ایل جي (LG) او سامسنګ (Samsung) کمپنیو هم اعلان کړی و چې غواړي قاتیدوونکی سمارټ فون وړاندې کړي، خو دا لومړی ځل دی چې یوه چینايۍ کمپنۍ هم په دغه ټکنالوژي کار کوي.

له تصویر څخه داسې ښکاري چې دغه سمارټ فون لومړنۍ نمونه دی او له وروستۍ او نهايي محصول سره ډیر زیات توپیر او فاصله لري .

د ځینو راپورونو پر بنسټ اوپو د ۲۰۱۵ز کال د اګست له میاشتې څخه په دغه قاتیدوونکی سمارټ فون کار پیل کړی و او د استفادې وړ نمونه يي د ۲۰۱۶ز کال د فبروري په میاشت کې جوړه کړې.

له تصویر څخه ښکاري چې دغه سمارټ فون کې انډرايډ اپریټنګ سیسټم ځای پر ځای شوی او د چارج چټکې ټکنالوژي VOOC څخه هم ملاتړ کوي. د دغې سمارټ فون بیټرۍ یوازې په پنځو دقیقو کې ٪۵۴ چارجیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د