افغانستان

سعودي تر څلوېښت کلنو کم افغانانو ته د حج و عمرې ویزه نه ورکوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۶مه ۱۳۹۵ل): د سعودي حکومت تر څلوېښت کلنو کم افغانانو ته د حج او عمرې د ویزې ورکول بند کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغې مسئلې د حل کولو لپاره یو هیئت ریاض ته تللی او د سعودي له چارواکو سره به دا ستونزه په جدي ډول مطرح کړي.

د یاد وزارت ویاند شکیب مستغني له قوله د بهرنیو چارو وزارت د سعودي سفیر د یادې ستونزې په اړه د وضاحت غوښتلو لپاره احضار کړی و خو سفیر په دې اړه هېڅ لامل په ګوته نه کړ.

د سعودي حکومت یو کال وړاندې د حج او عمرې د ویزې ترلاسه کولو لپاره ۳۰ کاله عمر ټاکلی و. د سعودي د حکومت د پالیسۍ له مخې تر ۳۰ کلن هېڅ یو افغان ته د عمرې او حج ویزه نه ورکول کېده.

د یادونې وړ ده چې هر کال ۲۴زره د حج مبارکې فریضې او د ۱۰ تر ۲۰ زره پورې افغانان د عمرې ادا کولو لپاره سعودي ته سفر کوي.

تر ۴۰ کلنو کم عمره کسانو ته د ویزې نه ورکولو له کبله ښايي دا شمېر نور هم راکم شي.

ویل کیږي چې سعودي د افغانانو لپاره د عمر محدودیت له دې کبله وضع کړی چې ډيری افغانان د حج او عمرې په ویزه د ایران په پلوۍ یمن ته د جګړې لپاره تللي دي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي چې ایران افغان شیعه‌ګان د پيسو په بدل کې سوریې او یمن ته جګړې لپاره لیږي. د افغان شیعه‌ګانو په نوم په سوریه کېد فاطمیون په نوم یوه جبهه هم شته دی چې ویل کیږي د ایران له خوا یې مالي او نظامي ملاتړ کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x