british flage afghanistan

ایا انګریزان به د ډرون حملو دمخنیوي په اړه دکرزي خبره ومني؟

تېره ورځ کرزي د افغانستان او پاکستان لپاره د بريتانیې له ځانګړي استازي سایمون ګس سره په خبرو کې هغه ته په افغانستان کې دبرتانوي بي پلوټه الوتکو دبمباري په اړه شکایت ډوله عرض وړاندې کړ.

کرزی دبریتانیا له ځانګړې استازي سره دخبرو په مهال نوموړی ته په عرض کولو سره وویل چې له یوې خوا په افغانستان کې دبي پلوټه الوتکو دبمباري په اړه افغانستان له برتانیې سره کومه هوکړه نه لري او له بلې خوا د بې پیلوټه الوتکو په بریدونوکې په مکرره توګه ولسي خلګ وژل کیږي، نو که دغه بریدونه متوقف شي دابه دکابل او لندن په ګټه یو مصلحت آمیزه اقدام وي.

دافغانستان بي وسه اوبی ولسه مشر ښاغلی کرزی وروسته له دې خپلو بهرنیو حامیانو (انګریزانو) ته دغه عرض لیک وړاندې کوي چې له نیږدي یونیم کال راهیسې بریتانوي بي پلوټه الوتکې دامریکايي هغو ترڅنګ په مظلومو افغانانو ړانده بمونه اوروي چې په ترڅ کې په سلګونو بیوزله انسانان، چې زیاتره یې ښځې او ماشومان وي له خواږه ژونده محرومیږي.

دنړیوالورسنیو درپوټونو په اساس سږکال په همدغو انګلیسي (Drone) حملو کې دتیرکال په نسبت اووه چنده زیاتوالی راغلی چې له امله يې دملکي افغانانو دتلفاتو کچه هم ډیره لوړه شوې .

بریتانوي یرغلګرو ځواکونو هغه وخت دمظلوموافغانانو په خلاف په دغه وحشیانه اقدام لاس پوري کړ چې کله د دوی مورال بایللي ځمکني ځواکونه له مجاهدینو سره په پیاده ځمکني محاربه کې ناکامه او دمجاهدینو دپرمختللیو ریموټي ( له لیري کنټرولیدونکو) ماینونو په مقابل کې له مطلق شکست سره مخ شول .

بیوسه کرزي دخپلې دولس کلنې ناکامې واکمنۍ په مهال دامریکایانو او انګریزانو په شمول ټولو بهرنیانو ته مکررې زارۍ او خواستونه وکړل چې نه دشپې مهال دخلګو کورونه ته ورولویږي اونه دهغوئ په کلیو بمباري وکړي ، خو هر کرت په ځای ددې چې دده غوښتنو او زاریو ته مثبت ځواب ووايي لا دولسي افغانانو په ضد خپل وحشت او وحشیانه کړنو ته دوام ورکوي  چې ژوندۍ بیلګه يي دتیرې پنجشنبي په ورځ دامریکایانو لخوا په کونړکې د (۱۶) مظلومو کلیوالو کونړیانه مظلومانه شهادت ده.

که څه هم چې په افغانستان کې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه د امريکا يي یرغلګرو لخوا ترسره کیږي خو دامریکایانو ترڅنګ دانګریزانو لخوا هم دمظلومو افغانانو په خلاف ددغې وحشیانې هڅې پیلول به په حتمي ډول دولسي خلګو په تلفاتو کې ډیر والی راولي .

دافغانستان غوندې په کلیواله ساحه کې دبي پلوټه الوتکو استعمال په خپل ذات کې دولسي خلګو دوژلو اوجنګي جنایت په معنا بلل کیږي ؛ ځکه دلته بهرني یرغلګر دجګړې له ساحې سره دنابلدي له امله دځمکې په سر دولسي او پوځي عناصرو ترمنځ توپیر نشي کولای ، نو دهغوئ بي پلوټه الوتکې چې دجګړې له ساحې له ډیره لیري واټن څخه کنټرولیږي په هوا کې به څرنګه وتوانیږي چې په دغو کلیوالو سیمو کې ولسي او پوځي کسان له یوبل څخه تفکیک کړي.

همدا لامل دی چې دبهرینو یرغلګرو ددغو (Drone) بریدونو قربانیان دپوځي کسانو په نسبت ولسي کسان ډیر زیات وي چې دامریکایانو دغه کار په حقیقت کې دبشر په ضد یوه نه بښونکي جنایت بلل کیږي چې باید مرتکبین یې دجنګي مجرمینو په حیث تر قانوني مواخذې لاندې ونیول شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د