افغانستان

پاکستان د ملي امنیت د شپږو کارکوونکو د نېولو ادعا کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۵مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزیر سرفراز بګټي ادعا کړې چې په دغه ایالت کې یې د افغانستان د ملي امنیت شپږ کارکوونکي نېولي دي.

سرفراز بګټي چې یوه خبري کنفرانس ته یې خبرې کولې، ادعا وکړله چې افغان څارګرې ادارې نېول شوي کارکوونکو په پاکستان کې «بې ګناه وګړي په نښه کړي دي».

هغه خبریالانو ته یوه ویډیو هم ښکاره کړله چې نېول شوي کسان په کې په دې اعتراف کوي چې په پاکستان کې یې څو چاودنې کړي دي. دغه کسان وايي چې د چاودنو او هدفي وژنو په بدل کې ورته د ملي امنیت لخوا پیسې ورکول کېدلې.

تر دې دمه په دې اړه معلومات نشته چې یادو کسانو څخه دغه ویدیويي اعتراف څه ډول اخېستل شوی دی.

یاد پاکستاني چارواکي یو ځل بیا په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو احسان په افغانستان کړی او په وینا یې دوی افغانانو ته ځای ورکړی او مېلمانه کړي یې دي خو د افغان څارګرې ادارې ورسره په بدل کې څه کوي.

د ملي امنیت عمومي ریاست د یادو کسانو د نېولو په اړه څرګندونې نه دي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
انجیتر کریم له فرانسی

د کفارو په ةت لاپی وهل هغه فاحشو ته ورته دی چه په خپلو لونډانو لاپی وهی د خپلواکی د یوی ګړۍ ژوند (که څه هم په وژنو ، زولنو او زندانو کی وی ) د غلامی د زرو کلو له ژونده ( که څه هم د ارګ ، کریملین او سپینو ماڼیو کی وی ) ډير بهتر او ډير شرف لری ، خپلواک زیږیدل ، خپلواک لویدل ، د خپأی خاوری ، اسلامی فرهنګ ، د خبلو خلکو او خپلواکی د ترلاسه کولو د پاره په مال او ځآن د قربانی ډګر ته دنګل د میړنو مړانه ده ،… نور لوستل »

pattang

افرین سل ځله افرین خدای پاک دې تل روغ او ژوندی لره !
زما زړه دې پرې یخ که دغه بې ناموسان دخپلې ښځې پرتوګ هم د cia په دالرو اخلي خو بیا ځانته مسلمانان هم وایې
د رنډۍ بلا دې پرې وګرځي !!

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x