نظــر

حقيار د باطليارو په منګولو کي

مسلم افغان

لکه چي خبر ياست د افغانستان ملي امنیت محمد حسن حقیار چې يو ښه ليکوال، ژورناليست او په اسلامي مسايلو کي وارد شخص دی او د کابل په تلويزيونونو او نورو رسنیو کې د افغانستان پر روان وضعیت تبصرې کوي، د خشونت د ترويج او له تروريزم څخه د دفاع په تور نيولی دی.

دغه ليکوال چي زه له نږدې پېژنم خدای ورښتيا چي د دوه سري حکومت تر ډېرو وزيرانو لايق او پوه دی، خو څنګه چي کله کله حق وايي، ځکه نو د کابل د بل واکې ادارې واکمن د ده او له ده غوندي ډېرو نورو کسانو څخه ښه نه وړي او زياتره يې هغو کسانو ته غټي چوکۍ ورکړي دي چي په بهر کي يې په هوټلونو کي چکچلاني کول او يا په داسي نورو کارونو بوخت ول او يا يې چوکۍ پر هغو کسانو خرڅي کړي او خرڅوي چي له ناروا لارو يې شته په لاس راوړي دي.

حقيار صاحب داسي يو سړی دی چي پر حق ويلو او په ځينو مواردو کي د طالبانو پر پلوي سر بېره يې هيواد او خلکو ته د خدمت په موخه د کابل د ادارې د واکمنو سره هم له همکارۍ څخه ډډه نه ده کړې. هغه د طالبانو تر را پرځېدو وروسته په ننګرهار کې د يو ان هبيتات(UNHABETAT) مؤسسې اداري مسؤول، له پژواک خبري اژانس سره کاپي اېډېټراو وروسته د خبرونو ايډيټر، بیا له څو کلونو راپه دې خوا د پير سید احمد ګيلاني د ملي اسلامي محاذ د فرهنګي کمېټې رئيس او د محاذ اوونيزې مسؤول مدير پاتي سوی دی، په عين وخت کي د ملي شورا مشاور هم وو او په تېرو انتخاباتو کي يې اشرف غني ته ډېر فعال کمپاين وکړ ، پر دې سربېره د احمدزيو د قوم د شورا د رئيس قيوم کوچي(چي د اشرف غني اکا دی) مرستيال هم دی. خو د ګډ حکومت ناځوانو واکمنو د دغه پرکاره او څو بعديز شخصيت دې خدمتونو ته هيڅ ونه کتل او مولوي منصور ته د شهيد ويلو په جرم يې ونيو او بندي يې کړ.

خدای جل جلاله ښه پوهيږي. په افغانستان کي دا کلونه – کلونه يو لږ شمېر شیادانو او جلادانو پردو غليمانو ته په جاسوسيو او چوپړ او چلونو او بې شرميو، د پردو په زور او زر واک غصب کړی، د ناپوهو ساکښانو، غوړمالانو او مادي پالو توکو په ملاتړ يې خپلو ځانونو او نازولو او په پټو سترګو پلوي کوونکو ته د واک چلولو، غلاووکولو او عيش او عشرت زمينې برابري کړي دی.

دغو ناپوهو او بې استحقاقو عناصرو د بهرنيانو په پیسو د هغو افغانانو چي سواد نه لري- خو مړانه لري اما د دغو عناصرو له خوا په هيواد کي د ناوړو حالاتو د رامنځ ته کولو له امله اړ سوی دي او د خپلو مېرمنو او اولادونو او کورنۍ د غړيو د نفقې د موندلو لپاره مجبور سوي دي – د بهرنيانو له ورکړه سوو پيسو څخه يو لږ عشر عشير د معاش په نامه ورکوي، د ځانونو د دفاع لپاره يې استعمالوي او افغانان په وژني.

همداراز دغه ناولي زورمندان د عالمانو، پوهانو، ژورناليستانو او متخصصانو له اړتياوو او پوهو څخه تل ناوړه ګټه اخيستي، دوی يې د يو څو پيسو په مقابل کي، چي هغه هم د پردو له خوا ورکړه سوي دي استخدام کړي او د خپلو ځانونو، ډلو ټپلو او پلويانو په ګټه يې مبلغان، مفتيان او مداحان جوړ کړي دي.

په دې توګه دغو شيادانو د هيواد حالات داسي را جوړ کړي دي چي هرڅه د دوی په ګټه څرخي، ټول امتيازات يې خپل کړي، د هيواد په دننه او زياتره په بهر کي شته ټولوي، دوی او د دوی اړوندانو ته هيڅ زيان نه رسيږي، شپه او ورځ لګيادي، په داخل او خارج کي په خوندي محلونو کي عياشۍ او فحاشۍ کوي او د دغو ګټو د لا زيات ترلاسه کولو لپاره يو د بل سره سخت سره په رقابت کي هم دي ، چي په دغو رقابتونو کي هم د لوستو او نالوستو کسانو څخه کار اخلي.

دغه د نالوستو او پوهانو دواړي ډلي تر هغه مهاله د دوی خوښ وي او يو څه بخور او نمير ورکوي چي دوی ته او د دوی د ګټو او مذاق سره سم او د دوی د بادارانو او هغو استخباراتي سازمانونو چي دغه شيادات يې غلامان دي په بشپړه توګه او د زړه له کومي او اخلاص د مريانو او اردليانو غوندي کار وکړي او چوپړ ورته ووهي. هو، تر هغه مهاله يې خوښ وي چي د دوی په پلوي ووژل سي او یا معيوب او معلول سي. بيا يې نه دغه لوستي او نالوستي چوپړيان په ياد وي، نه د دوی کونډياني، بوري ميندي، بوډا پلرونه، يتيم بچيان او بې اسرې خپلوان.

لکه چي موږ او تاسي ټول يې وينو د دغو لوستو او نالوستو د وژلوسوو، ټپيانو، معيوبو او معلولو بې وزلي خپوان تر دې کچي ځپلي او بې وزلي سوي دي چي په کوڅو او بازارونو کي فقر کوي.

د دغو ناځوانانو دغه لوستي او نالوستي کسان تر هغه مهاله خوښ وي چي سل په يوسل وشل کي د دوی د ګټو او مذاق سره سم چليږي، خو که يې خپل حيثيت او شخصيت پر ګران وو او ځيني وختونه يې په ځينو مسايلو کي د دوی د طبعي او ګټو په خلاف څه لږ غوندي سرغړونه وکړه او یا یې د جناب حقيار صاحب غوندي په تېر وتنه کي داسي يو لفظ تر خوله ووت چي د دوی نه وو خوښ ، سمدستي يې یا له کاره ګوښه کوي او يايې توهينوي او تحقيروي او زياتره يې ګواښی او یايې بندي کوي او يا يې وژني او له مخي يې ليري کوي.

لوی څښتن مو دي د دغو ظالمانو سره پرده کوي او دعا به وکړو چي حقيار صاحب هر څه ژر خوشي سي

والسلام.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x