د حکومت پیل، دواړه شریکان له جان کېري سره

د ګډې ادارې او د سولې شورا نابالغ مشران

م، نجم الرحمن (فضلي)

د کابل لاسپوڅې او ګډې ادارې مشران او د سولې شورا مشران په سياسي لحاظ نابالغ دي، له پرون راهيسې کله چې طالبانو خپل نوی مشر پرته له کوم مخالفته وټاکه دا ځل د تير په پرتله يو عجيب، غريب او له افغاني غيرت څخه په پنځه زره کلوميتره ليرې واټن کې پروت خبر آوريدل کيږي.

په تير وار کله چې طالبانو د خپل بنسټګر ملا محمد عمر د مړينې خبر ورکړ د نړۍ په لر او بر کې بې شرمو خبريالانو د حياء جامې وغورځولې او د نړۍ غلامې ميډيا هغه څه ته ملا وتړله چې د بيان آزادي له هيڅ اصولو سره يې سمون نه خوړ، ټولو په يوه وار او د يوه پروګرام له مخې د طالبانو په مينځ کې اختلاف ته لمن ووهله او د چا خبره کوښښ يې وکړ چې د سپرغۍ له اور څخه لمبې پورته کړي.

دا ځل چې د هماغو بې حياء او شرميدليو خبريالانو تير شرم په ياد دی نو چوپه خوله پاتې دي، خو په دې ځل يوه بله لوبه پيل شوې چې هغه د امريکا، ع او غ او د سولې شوروا لخوا طالبانو ته اخطارونه ورکول دي، امريکا، ع او غ او سولې شوروا (شورا) د طالبانو نوي مشر ته وايي له جګړې لاس واخله که نه نو د ملا اختر محمد منصور له برخليک سره به مخامخ شې، هغه هم د ډورن له لارې.

امريکا که طالب مشر ته اخطار ورکوي او ډرون يادوي نسبتًا دومره بده نه ښکاري، ځکه ډورن يې خپله ده او طالب پردی دی، د کابل په زرزمينيو کې خوب کوونکي چې ډرون يادوي او بيا د خپل وطن (افغانستان) وګړي پرې ګواښي ستاسو دې په خدای تعالی قسم وي چې دوی څرنګه ښکاري؟ دا ښکاره د دې ثبوت دی چې په افغانستان کې هرڅه د امريکا په لاس کې دي، بلکې د کابل د ګډې ادارې خولې هم د دوی په واک کې دي.

د کابل ګډې ادارې مشران په سياسي لحاظ ځکه نابالغ دي چې دوی تر اوسه په دې پوه نشول چې طالبان له مرګ څخه ويريږي او که په مرګ پسې ګرځي.

څوک چې له ځانه بارود تړي، د څه لپاره يې تړي؟ آيا د دې لپاره يې تړي چې ځان پرې ګرم کړي؟ او که د ځان ښايسته کولو لپاره يې تړي؟ او يا که د دې لپاره يې تړي چې د ځان په هډوکو او غوښو د کافرانو او د غلامانو باطل سرونه مات او د تل لپاره يې له انساني ټولنې ورک او تري تم کړي.

ع او غ او دسولې شوروا چې کومې خبرې کوي دا يې د وارخطائي ښکاره نښه ده، دوی لکه خسي خوسندر په ځان ويريږي چې هسې نه طالبان د خپل مشر په بدل اخيستو کې د رباني په څير زمونږ له تنو سرونه ورک نکړي.

تر اوسه به چا نه وي آوريدلي چې طالبانو دې چا ته په يوه نام او بل نام اخطار ورکړی وي، په ځانګړي ډول د کابل ګډې ادارې مشرانو ته، سره له دې چې دوی په څومره انداز ګرم دي د اسلام او افغانيت له مخې طالبان دا حق هم لري چې وې ګواښي.

وبه ګورو چې د امريکا، ع، غ او د شوروا ګواښونه څه کوي، او د لوی متعال خدای تقدير او فيصله څه ده، خو طالب ته په ځانګړي ډول د طالبانو نوي مشر ته د خپلو مشرانو په قدم قدم ايښودل پکار دي، او زما په ګمان دی به له هومره مشکلاتو سره مخ هم نشي لکه څومره چې هغوی ورسره مخ وو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د