د عمر بن عبد العزیز «ژوند لاره» څلورمه برخه

کتاب: سیرة عمربن عبد العزیز

ژباړه: م. حمد الله (دانشمند)

سیرت لیکي: عمر بن عبد العزیز د “اموي” ټبر تر ټولو وګړو ښه بډای شخص وو، د ژوند له واړو اسانتیاوو برخمن وو، په پاچایي کورنۍ کې یې وده کړې وه.

تر خلافت (امارت) وړاندې به چې هغه (رحمه الله) په کومه کوڅه تېر شوی، خلک پوهېده، چې په دې لاره “عمر” تللی دی؛ ځکه تر ډېره به هغه کوڅه د خوشبویي وږمو پوښلې وه.

هغه (رحمه الله) به یو ډول تګ کاوه، چې ورته به یې “عمري” تګ وایه. وینځو به د هغه (رحمه الله) تګ زده کاوه؛ ځکه هغوی ته داسي شانه وانه تګ له هرڅه نه محبوب وو.

نوموړي (رحمه الله) ته، چې کله د خلافت (امارت) سنګینه دنده و سپارل شوه، نو واړه خیالونو، دنیوي زیب او زینت ته یې شا کړه، لکن تګ به یې د تېر په څېر و. د هغه د پرېښودو له پاره یې هم  زیات کوښښ وکړ؛ خو بریالی نشو. “مزاحم” ته به یې کړه: کله چې زه په خپل مخکني تګ زم، ته یې را یادوه. کله به چې هغه ور یاد کړ، و به یې غوښتل، چې تګ کې یو ډول تغیر او بدلون را ولي؛ له څه مزل وروسته به بیرته لومړني عادي تګ ته را و ګرزېد او…

نوموړی، امارت له هر دنیوي ښایست نه د تلپاتي ارایش په لوري سوق کړ.

نوموړی (رحمه الله) چې کله د مدينې (منورې) والي وو، یو څوک یې و لېږل، چې له “سعید بن المسیب” (رحمه الله) نه د یو اړینې  مسلې په اړه پوښتنه وکړي – د هغه (رحمه الله) دا عادت وو، چې خلیفه او امیر ته به نه ور تلی – خو هغه تېر ووت، ورته کړه یې: امیر غوښتی یې. هغه (رحمه الله) خپلې چپلې په لاس کې و نیولې، سمدستي ور روان شو. عمر بن عبد العزیز (رحمه الله) چې کله و لید، ورته یې کړه: اې “ابا محمده!” قسم کوم: د تېر په څېر به په خپل ځای کېنې تر څو زما له لوري در لېږل شوی کس له تانه د یوې اړینې مسلې په اړه پوښتنه وکړي؛ هغه تېروتی دی، ما هغه د دې له پاره نه و در لېژلی، چې تا را وبلي او زحمت در کړي، بلکې ما ورته وېل: ترې پوښتنه وکړه.
“سعید بن المسیب” (رحمه الله) هم د یاد مشرتابه مخالفت ممنوع ګاڼه.
نور بیا…

[المصدر: سیرة بن عبد العزیز لابن الحکم: ۱/ ۱۶]

ـــــــــــــــــــــــــ
ترهیب:

– د ځوانۍ پر مهال خپل نفس د خواهشاتو په ولکه کې مه ورکوه؛ ځکه هغه دي د بدو کړنو لور ته مهار کوي.

– په خیلا، تبختر او تکبر (لویي) تګ د الله پاک په سپېڅلي کتاب کې هم ممنوع ګڼل شو، باید ترې ځان و ساتو.

– که یو ناوړه کار مو عادت جوړ شوی وي، هم باید د پرېښودلو له پاره یې لازمې هڅې وکړو.

– د یو واکمن و دربار ته د ناوړه تمې په پار ور نشو.

– د متدین زعیم مخالفت باید و نه کړو.
ـــــــــــــــــــــــــــــــ
ترغیب:

– که یو ستر مسؤلیت پرې را تحمیل شي، باید په خپلو کړنو کې مثبت بدلون راولو.

– په یو چا د تېروتنې پر وخت باید له هغه نه معذرت او بښنه و غواړو.

– د یوې دیني مسلې د اړتیا پر مهال باید دین پوهانو ته مراجعه وکړو.

هر واکمن، د واک په دوران کې باید له دیني علماو سره خواخوږي و لري…