fbpx

د خلکو د ناخوښۍ له بيري حق نه ويل

لیکوال: استاد عبدالمالک همت

لیکوال: استاد عبدالمالک همت

عبدالمالک همت

له بده مرغه په دې وختونو کي ځيني ديني عالمان او هغه کسان چي وس يې رسيږي چي له منکر څخه انکار وکړي او حق ووايي (بدو ته بد وواي، ويې غندي او پرضد يې تر خپله وسه راپاڅيږي)، خو دا کار له دې بېري نه کوي چي خلک به ځني خفه او نا راضه سي او په ټولنه کي به يوازي پاته سي يا به تاوان ورورسيږي. دوى هغه کسان چي دا کار په مړانه او اسلامي شهامت سره کوي ناپوهان او بې عقلان بولي، خپلو ځانو ته هوښياران وايي او داسي کار ته د سياست نوم ورکوي او وايي چي سياست ښه نه دى. خو په دې نه پوهيږي چي کوم سياست ښه نه دى، کفري سياست که اسلامي سياست؟

نو راځئ وګورو چي د غه کار رشتيا ناپوهي ده او دوى رشتيا د عقل خاوندان دي که څنګه؟

يو عالم وايي چي عقل پر درې ډوله دى: غريزي عقل، ايماني عقل چي د نبوت له نوره رڼا اخلي او نفاقي او شيطاني عقل. له بده مرغه د دغه درېيم ډول عقل خاوندان خپلو ځانو ته يو څه وايي او ډېر خلک هم د دغسي عقل خاوندان دي. په داسي حال کي چي دغسي عقل درلودل ګردسره هلاکت او د نفاق ثمره او مېوه باله سي. د دغه عقل خاوندان فکر کوي چي عقل او هوښياري داده چي ټول خلک ځني خوشاله وي او هر څوک چي هر څه کوي مخالفت يې ونه سي.

دوى وايي خپل ځان دي اصلاح کړه، د خلکو کرکه د ځان پر ضد مه راپاروه، بلکي زړونه يې په لاس راوړه. خو دا بې چاره ګان په دې نه دي خبر چي د ناوړو چارو د ترسره کوونکو زړه او خوښه په لاس راوړل د لوى څښتن او نورو ډېرو خلکو د ناراضۍ او قهر او غضب لامل کيږي، لوى څښتن فرمايي:

﴿ لُعِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ بَنِي إِسْرَائِيلَ عَلَى لِسَانِ دَاوُودَ وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ ذَلِكَ بِمَا عَصَوْا وَكَانُوا يَعْتَدُونَ (78) كَانُوا لَا يَتَنَاهَوْنَ عَنْ مُنْكَرٍ فَعَلُوهُ لَبِئْسَ مَا كَانُوا يَفْعَلُونَ (79) تَرَى كَثِيرًا مِنْهُمْ يَتَوَلَّوْنَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَبِئْسَ مَا قَدَّمَتْ لَهُمْ أَنْفُسُهُمْ أَنْ سَخِطَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ وَفِي الْعَذَابِ هُمْ خَالِدُونَ (80) [المائدة: ٥ / ٧٨ ــ ٨٠]

ژباړه: د بني اسرائيلو کوم خلک چي کافران سول، پر هغو باندي د داود او د مريمي د زوى عيسى په خوله لعنت وويل سو. دا لعنت له دې امله وو چي دوى (پرله پسې د لوى څښتن له فرمانه) سرغړونه کول او (په ظلم، تباهي او نافرماني کي) له حده تېرېدل. دوى چي کومه بدي ترسره کوله، (په ښکاره به يې کول او په خوشاله به وه او) له هغې څخه يې يو بل نه منع کول. حقيقت دادى چي د دوى دغه کړندود ډېر بد وو. (ځکه چي يوې ډلي به منکرات ترسره کول او بلي ډلي به خوله پټه نيولې وه. په دې توګه ټول مجرمان سول او د خداى له رحمت څخه د ليري کېدو وړ وګرځېدل). ته به له دوى څخه  زياتره داسي خلک وينې چي(د مسلمانانو په وړاندي) د (بت پالونکو) کافرانو سره دوستي (ملاتړ او ملګرتيا) کوي. هغو چي(په دې کړنه سره) څه په خپل هکله ترخپلو ځانونو وړاندي (آخرت ته) لېږلي دي، څونه بد دي! چي له هغو څخه د الله د ناخوښۍ (او پر هغو باندي د الله دغضب) لامل سوي دي. او هغوى به تل (د دوږخ) په عذاب کي اوسي.

پردې سربېره دغسي غوړه مال ډارنان تل سپک او حقير وي. ځينو سلفو ويلي دي: څوک چي د خلکو له بېري امر په معروف او نهي له منکرو پرېږدي، خوله او خبر يې بې اغېزي سي او هيڅوک يې اطاعت نه کوي. ان زوى او دوستان يې لا په خوله پياز نه ميده کوي او سپک يې استعمالوي. څنګه چي ده د خداى امر ته په سپکه سترګه کتلي دي، نو خداى هم سپک او خوار کړى وي.

﴿نَسُوا اللَّهَ فَنَسِيَهُمْ [التوبة: ٩ / ٦٧]

ژباړه: (څنګه چي) دوى الله هېرکړى دى، نو الله هم دوى(له خپل رحمت څخه) هېر(او بې برخي) کړل (او د خير پر کار يې نه بريالي کوي).

بلکي د دغسي ډارنو حال د زناکاره، غله او شرابخور تر حال ډېر بد دى. ابن قيم رحمه الله وايي: ”دين دا نه دى چي څوک مازي ظاهري محرمات پرېږدي، بلکي د دې ترڅنګ بايد هغه کارونه هم تر سره کړي چي لوى څښتن ته غوره او محبوب دي، خو د دين زيات دعوه کوونکي د دې چارو څه پروا نه کوي او چي کوي يې هم په هغو کي د دوى او دعامو خلکو څه توپير نه ليدل کيږي. اما جهاد، امر بالمعروف، نهي عن المنکر، د خداى بنده ګانو ته نصيحت، د الله او د هغه د پيغمبر، د هغه د کتاب او دين ننګه او نصرت غوندي واجبات خو يې ګردسره په زړه کي لا نه ورتېريږي. د دې کارونو اراده او يا د هغو د تر سره کېدو هيله خو ګردسره نه ځني کيږي. په داسي حال کي چي د خداى په نزد ډېر مبغوض هغه څوک دى چي دغه واجبات پرېږدي، که څه هم د دنيا په نورو ټولو چارو کي ډېر زاهد وي. په دوى کي داسي کسان ډېر لږ ليدل کيږي چي د خداى لپاره يې مخ سور او شين سي او بد يوسي او د هغه په حرماتو باندي د نه پابندى له امله په قهر سي او د الله د دين د نصرت لپاره ښندني ته ور ودانګي. په داسي حالت کي نو د لويو ګنهونو د تر سره کوونکو حال د الله په نزد تر دوى  ډېر ښه دى “ .  ([1]).

يو نامتو عالم ليکي: که فرضاً يو څوک د ورځي روژه نيسي، د شپې تهجد کوي او د نړۍ په ټولو مسايلو کي له زهده کار اخلي، خو د خداى د دين په خاطر نه په غوسه کيږي او نه په معروف امر کوي او نه له منکرو منع کوي، نو دا سړى په خلکو کي د خداى په نزد تر ټولو ابغض دى او د لويو ګنهونود تر سره کوونکو حال د خداى په نزد تر ده ډېر ښه دى.

حضرت شيخ ابوعلي دقاق رحمة الله عليه ويلي دي: ” السَّاكِتُ عَنِ الْحَقِّ شَيْطَانٌ أَخْرَسُ، وَالْمُتَكَلِّمُ بِالْبَاطِلِ شَيْطَانٌ نَاطِقٌ “.([2]).

ژباړه: څوک چي د حق ويلو په باب پټه خوله اوسي، ګونګى شيطان دى او څوک چي باطلي خبري کوي ناطق(ويونکى) شيطان دى.

 ———–

([1])-    وګورئ  د ابن قيم الجوزية عدة الصابرين وذخيرة الشاكرين، ١٤٦ او ١٤٧ مخونه ، ناشر:
دار ابن كثير، دمشق، بيروت اومكتبة دار التراث، المدينة المنورة، المملكة العربية السعودية
الثالثة، 1409هـ/ 1989م

([2])-    دا د شيخ ابوعلي دقاق رحمة الله عليه نيشاپوري، شافعي له مشهورو ويناوو څخه ده. ابوعلي دقاق  د خراسان (پخواني افغانستان) له نوموتو صوفيانو او عارفانو څخه دى. د ده يادونه د شيخ فريد الدين عطار په تذکرة الاوليا او داسي نورو ډېرو کتابونو کي سوې ده. ابن کثير د ده مړينه په ٤١٢هـ کال ګڼي. د ده مقبره د ترکمنستان  د عشق آباد په (٢٠) کيلومتري کي، په باقر نومي کلي کي ، قلعه نسا ته نژدې د ”کوپه داغ“ نومي غره په لمن کي  ده . دغه مقبره او ورسره جومات او څه نوري ودانۍ په (٢٠) هکتاره مځکه کي موقعيت لري او عام زيارت دى چي په ترکمنانو کي په ”شيخ الو بابا“ شهرت لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د