ټولنیزه برخه

ولي یو کوچنی په خبرو کولو کښې زړه نا زړه وي؟

مقتصد ستړی

د ګیلاس له ماتېدلو سره که په کور کښې جنجال جوړ شي پوه شه چې کوچنيانو مات کړی، او که مات شي او هیڅ چا هم څه نه وویل بیا به د لویانو له ټولۍ چا مات کړی وي؛ دا یوه ډیره مهمه موضوع ده؛ له ماشوم سره د لویانو دا ډول کړنې او حرکتونه د ماشوم په راتلونکې، او جرت کولو باندې بد اغېز کوي دې ټکي ته پام کولو سره دې له ماشومانو سره د هغوئ په حق کښې فیصله وشي تر څو ماشومان په لویانو ډاډه شي ماشوم هسې شعور ته اړتیالري چې احساس وکړي هغه د درناوي وړ او دهغه څه سیال دی چې د خپلو شونتیاوو او وړتیاوو سره سم یې هیله لري او د هغه لوړ مقام د لاسته راوړلو هڅه کوي چې هغه د ده ذات ته درناوی وربخښي او اهمیت یې ډاډمنوي .

ماشوم ته د خبرو کولو لپاره وخت ورکول او نه ورکول تر ټولو مهم ټکی دی که یو کوچنی په خپل کور کښې د خبرو کولو حق ولري د باندې هم په سم ډول خبرې کولای شي، که دا برعکس شي، یو ماشوم هیڅکله نشي کولای د لویانو ترمخ خپلې څرګندونې ښکاره کړي، ماشوم تل زړه نا زړه وي هغه فکر کوي که دا خبرې وکړي لویان به یي په اوریدلو غصه شي ، د ماشوم هر ډول خبرې او غوښتنې ته غوږ نیول او وروسته یي په منفې او مثبت پوهول د ماشوم پر ځان باور زیاتوي.

په لومړي قدم كې دكورنيو مسؤلين مكلف دي چې خپل اولاد وروزي اودې مرحلې ته يې ورسوي چې دښې ښووني اوروزني په وسيله روښانه سباوون ولري اوپه راتلونكي كې دخپل ځان ، كورنۍ ، ټولني اوهيواد ته مصدر دخدمت وګرځي .

د ماشوم وهل، ټکول، ماشوم ته د لویانو په مخ کښې د خبرو وخت نه ورکول د ماشوم زړورتیا راکموي او دهمیشه لپاره یي بې زړه کوي

همدارنګه په ښوونځي او کور کښې ماشوم ته د خبرو کولو حق ورکول ماشوم زړور کوي او د لویانو سره په ناسته بلدېږي، پوهېږي او بیا تر پایه د یو لوی شخص له اصولو سره سم د ټولني له هر ډول شخص سره په ناسته کولو کښې زړور مالومیدلی شي، نن سبا په هره کورنۍ کښې دا یوه خبره عامه ده که کوم مشر غلطي وکړي پام یي نه وي که کشر کومه غلطي وکړي څوک یي خبرې ته غوږ نه نیسې، دداسې کیسو تکرار په ټولنه کښې د لویانو او کشرانو تر منځ د نفاق سبب ګرځي که څه هم مونږ کشران د داسې خبرو کولو حق نلرو قلم یي ښې بیانوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx