د طالبانو نوی مشر د سولې پلوی دی که د جګړې؟!

د امریکايانو لخوا د طالبانو د مشر تروژلو وروسته هغوی مولوي هبة الله د خپل نوي مشر په توګه اعلان کړ.

د ښاغلي مولوي هبة الله په اړه ویل کیږي چې د شرعي علومو تکړه عالم او په اتیایمه لسیزه کې له شوروي ځواکونو سره د جهاد پخه سابقه لري.

د طالبانو د نوي مشرکړنلارې ته په کتو سره داسې ښکاري چې هغه به د طالبانو په رهبري کې هغه لاره تعقیبوی کومه چې تر ده وړاندې ملا اختر محمد منصور انتخاب کړې وه.

ملا اخترمحمد منصور په طالب قیادت کې داسې څوک و چې واقعا یې د سولې لپاره ډیرې هلې ځلې وکړې.
د نوموړي په مشرۍ کې د لومړي ځل لپاره په متحده عرب اماراتو، جرمني او ناروي کې د طالبانو او کابل حکومت د استازیو ترمنځ د مخامخ خبرو زمینه برابره شوه.

همدا راز د طالبانو پخواني مشر د سولې په اړه له خارجي او داخلي اړخونو سره د هرډول مذاکراتو تر سره کولو لپاره د قطر دفتر پر پرانیستلو سر بیره یاد دفتر ته د مذاکراتو هراړ خیز صلاحیت هم ورکړ.

خو امریکایانو د دې په ځای چې د سولې په اړه د ملا اخترمحمد منصور انعطاف ته مثبت ځواب ووايي هغه يې په نښه او له منځه یووړ.

اوس چې د هغه تروژل کیدو وروسته مولوي هبة الله د طالبانو د مشر په توګه و ټاکل شو، تر دې له مخه چې هغه د خپلوفعالیتونو په اړه خپله رسمي تګلاره اعلان کړي د متحده ایالاتو ولسمشراو امریکا پلوه رسنۍ هغه سخت دریځی معرفي کوي او په اړه یې ناسم تبلیغات کوي.

د بارک اوباما اوغربي رسنیو لخوا د طالبانو د نوي مشر په اړه تر وخت له مخه دغه ډول څرګندونې خپله د دې ښکارندوی دي چې امریکایان قصدا خلګ جګړې او نا امني ته مجبوروي؛ ځکه امریکایان له یوې خوا پر دې خبرې اعتراف کوي چې د طالبانو نوی مشر د امریکا په تورلیست کې نه دی شامل، له بلې خوا د هغه په اړه د سخت دریځی الزام لګوي.

امریکایان په ډیرو مواردو کې د طالبانو په اړه په دغه ډول سیاسي تناقض کې واقع دی ، د امریکا مرستیال ولسمشر جوبایدن وايي چې طالبان د امریکا دښمنان نه دي، او ولسمشر اوباما بیا شخصا د طالبانو د مشر د وژلو دستور صادروي.

د افغانستان په اړه د امریکایانو دغه ډول پالیسي په خپله د دې لامل ګرځي چې هرڅوک د دوي د ناموجهو کړنو په مقابل کې حساسیت وښي او د یرغلیز سیاست په مقابل کې انتقامي روحیه اختیار کړي.

له خپلو حقوقو دفاع او د تیري مخنیوی د ټولو مذهبي او قانوني مقرراتو له مخي شرعي او قانوني مکلفیت دي نه تشدد او سخت دریځي، او ښايي د طالبانو نوی مشر هم د امریکایانو په مقابل کې همدغه سیاست د یوې عملي تګلارې په حیث انتخاب کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د