نظــر

یو بوډا له خپلې ځوانۍ سره په جګړه کې!

بیا غونډه وه، د تېر کال په څېر او بیا بوډا ورته بلل شوی و. غونډه روانه وه. ټول په تمه وو، د بوډا دوستان او دښمنان چې بوډا سږ بیا څه وايي. خپله ماضي، خپل پرون او خپله ځواني بیا څومره ټکوي، بیا به پر خپلې ځوانۍ څومره لعنتونه او فتواوې ورکړي. نننی بوډا له هماغه پرون راهیسې په فتواوو او ټاپو روږدی و. توندې او تېزې خبرې او فتواوې د ځوانانو خاصه وي؛ خو بوډا نن د پرون، د ځوانۍ څو برابره توند و تېز شوی. څومره چې تېز شوی، هماغومره له خپلې ماضي سره په ټکر کې هم واقع دی. په ځلونو یې یرغلګر ننګولي، چې تاسې زما پرون نشئ وهلی، تاسې نابلده یاست، تاسې پردي یاست، تاسې بهرني یاست… دا مېدان زه وهلی شم؛ ځکه دا زما پرون میدان دی، دا نن چې يې تاسې ډبوئ، دا زما د پرون هملاري دي.

بوډا چې کله سټېج ته وبلل شو، بیا يې خپل پیغامونه پیل کړل. څو پیغامه لرم، دې…لوري ته او هغه لوري ته …! چاته یې د جنت وعدې ورکړې او چاته د دوزخ. څوک یې وستایل او څوک یې ووهل؛ خو په دې سناریو کې یو شی ډېر راته په زړه پورې و، چې د بوډا د پرون دښمنان، هغه چې د بوډا وینو ته تږي وو، نن یې د بوډا هره ګلالۍ خبره په چکو بدرګه کوله؛ خو بیا هم یو توپیر و او هغه دا چې د بوډا پروني دښمنان لا هم پر خپله لار پاخه، درانه او ژمن ولاړ وو، دا دی و چې نه یوازې دا چې له خپلې ځوانۍ، ماضي او پرون سره یې لاره جلا کړې وه، بلکې تر نورو د خپل پرون په ټکولو کې ډېر ګړندی، زړور او متعهد و.

بوډا یوازې خپله یوه ځانګړنه لاهم ساتلې ده. دی پرون هم افراطي و او نن هم. که یې پرون د خپل دښمن پر ضد خپله مبارزه له افراط سره اغږلې وه، نن یې د خپلې ماضي پر ضد بیا هم افراط ملګری دی. پرون یې هسې په هسې پخوانی پاچا خوار کافر باله. بې له دې چې کوم پوخ دلیل ولري؛ خو نن بیا هم خپل مخالفین د دوزخ د اوومې دروازې لاروي بولي. دا بوډا له ملايۍ سره سره بلا دی. تل ځان د اسلام په غم غمجن ښيي. دی تل د اسلامي نظام یادونه کوي. د ده په طبعې جوړ اسلامي نظام لا چاته نه دی معلوم. بوډا یو څو کتابونه په خپل خوار قلم کښلي؛ خو افکار یې لا هم څرګند نه دي. چاته یې ویلي و، چې باید د مصر په څېر، په افغانستان کې هم د اخوانیانو حکومت راشي! ماته دا جالبه وه، دا به ښه د اخوانیانو حکومت وي، چې تر څنګ یې بګرام هوايي ډګر له بهرنیو مېلمنو(!) راته ډک وي.

بوډا تېر کال هم پر همدې مناسبت «ګلان» وشیندل. له غونډې وروسته مې کتل چې آن کمونیستان یې رام کړي دي، لګیا دي، د بوډا ستاینې او مدحې کوي. وايي، «آ دیګه، شیخ الدیث اس!» سږ بیا په غونډه کې تر نورو کمونیستانو او لېبرال فاشیستانو ډېر ونازاوه. د غونډې چلوونکي لاس ورتېر کړ، ويې ستایه، بوډا هم موسکی شو او خمار خمار خپل ځای ته ولاړ.

له دې دومره کمالونو او بلا چلونو او مهارتونو سره سره، بوډا له یوه کمي سره مخ دی او هغه د دې عقل میرات کمی دی. د غونډې په ګډونوالو کې داسې څوک نه و، چې د طالب دې دښمن نه و؛ خو ګوزاره یې کوله، پوهېده چې که څه ووایم، له اونۍ نه تېرېږم، طالب به بغرۍ کوي. د غونډې چلوونکی، د ولسمشر لومړی مرستیال، کابینه او نور…ګرد ناست وو. چا هم پر طالب خوله نه پرانیسته؛ ځکه طالب خو چې یو ځل چا پسې شو، له خدایه پرته یې نور بیا خلاص ګیر نشته. پر بوډا څو څو ځلې مرګونې ګوزارونه هم وشول؛ خو لا هم سبق نه اخلي، خوله نه تړي، همداسې په سخاوت سره ګلان بادوي! که د عقل له درکه لږ غني وای، معجزې به یې کړې وې!

دا به وخت ته پرېږدو چې د بوډا حال څه کېږي. اوس یې د ولسمشرۍ شوق هم کړی. کمپاین به څنګه کوي، غونډې به څنګه کوي…ایا له دې ننګونو به ژوندی وځي که یه! دا نو وخت پرېږدو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x