افغانستان

ننګرهار: د کوټ ولسوال له یوې چاودنې روغ ووت

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۷مه ۱۳۹۵ل): د ننګرهار مسوولین وايي چې د کوټ ولسوال سید رحمان له یوې چاودنې روغ روغ وتلی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي ویلي چې دغه چاودنه د یوې ریکشې پر مټ چې له چاودیدونکو توکو څخه ډکه وه نن /جمعه غبرګولي ۷مه/ سهار مهال د جلال اباد ښار په درېیمه ناحیه کې رامنځته شوه.

د خوږیاڼي د معلوماتو پر اساس چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې د کوټ ولسوال سیدرحمان له دغې سیمې تېریدو. هغه ویل چې ولسوال له چاودنې روغ وتلی دی.

د والي ویاند ویلي چې چاودنه ځاني تلفات نه لري خو د ملکي وګړو موټر یې خراب کړي دي.

د چاودنې مسوولیت هیچا په غاړه نه دی اخېستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x