روغتیا

غوږونو کې د مالوچو ډکو وهل زیان؛ ډاکترانو ويډیو خپره کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۷مه ۱۳۹۵ل):د هند یو ډاکتر د مالوچو ډکی په غوږ کې وهلو د زیانونو په اړه د یوه مریض ویډيو په یوټیوب خپره کړې ده.

ډاکتر کنال کراډی په دغه ویډیو کې د یوه مریض څخه پخواني مالوچ راوباسي چې د نوموړي په غوږ کې پاتې شوي وو او مریض ته یې معلومات هم نه و.

هغه وايي چې تر ټولو ډير زیان غوږونو کې د مالوچو ډغه ډکي وهل رسوي او ډیری ځل د دې احتمال هم وي چې له کبله یې پردې پرې شي.

اوسمهال په نړۍ کې زرګونه کسان په غوږونو کې د مالوچو د ډکو وهلو له کبله په روغتونونو کې بستر دي. که څه هم ډاکتران په دې اړه ډیر ټینګار کوي چې دغه د مالوچو ډکي باید په غوږونو کې ونه وهل شي خو سربېره پر دې هم ډیری خلک په غوږونو کې دغه ډکي وهي او له بدو یې بدتر کوي.

په دې اړه ويډیو لاندې وګورئ.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x