بدلون

مروت درد

ژوند دهمت او مبارزې نوم دی. دکامیاب ژوند لپاره لنډ فورمول: هڅه، هڅه او بیا هم هڅه.
هڅه هرڅه ممکنولای شي. باورونه لۀ سره ورغوه. اړیکو کې مختاط اوسه. دژوند هره شېبه پۀ ځیر، ځیر له سترګو تېروه. کایناتو کې فکر وکړه. لۀ ځان سره ووایه: زه خپل ملت ته څۀ کولای شم!؟ ضرورت حس کړه او په یون شروع وکړه.

ستونزو باندې ډاډه ورځه! مۀ ترې وېرېږه. په حل باندې یې فکر وکړه. کۀ نه توانېدې؛ له خپل خواخوږي مرسته وغواړه. مثبت فکرونه په درون کې بیا، بیا تکرار کړه چې، فکر دې په مثبت باور بدل شي.
کۀ دې وخت درلود او ممکنه وه، دیادښتونو “ډایري” کتابچه بېله کړه. خاطرې پکې ولیکه.
دژوند هره تجربه په ذهن کې له ځان سره وساته او دضرورت پر وخت ترې ګټنه وکړه.

کۀ ژوند ته دې متوجه شوې؛ لوی انقلاب به ځان کې راوړې.

بنیادم ته دژوند لارې او یون روښانه دی. لومړنیو انسانانو دژوند دبقا لپاره هیڅ نۀ لرل. خوراک یې دتوتانو پاڼې وې. جامې یې نۀ لرلې. دونو پۀ پاڼو به یې ځانونه پټول. دهستوګنې لپاره یې سرپناه نۀ لرله. خبرې یې نۀ شوای کولې . انساني همدردي ورسره نۀ وه. ورو، ورو یې لۀ چاپېریال نه زده کړه وکړه. د ورځینیو تعملاتو پۀ مټ یې ژبه زده کړه. فکرونه یې تر مینځ تبادله کړل. دونو دپاڼو لۀ خوراکه دنورو خوراکي توکو تر موندلو ورسېدل، تجربې یې وکړې. دچینجانو لۀ پشم او د پسونو لۀ وړیو یې دخامتا جامې جامې جوړې کړې. دهستوګنې لپاره یې وړ او مناسب ځایونه ورغول او دخټو او لرګیو نه یې ځانونه خلاص کړل، لۀ واورو او طوفانونو یې ځانونه خوندي کړل. لارې یې ورغولې. تګ، راتګ یې ځان ته اسان کړ. پخپلو کې یې بحثونه وکړل. نظریات یې ترمینځ تبادله کړل. پۀ سیندونو د اووښتلو لپاره یې کشتۍ”بېړۍ” جوړې کړې. دځمکې لۀ بېخه یې درڼو اوبو دڅښلو لپاره څاه ګانې وکیندلې. پاس یې پرې ارهټونه ولګول. لۀ سیندونو یې دځانونو لپاره ویالې را بېلې کړې. دځمکې پرمخ یې غله، دانه وشیندله. زراعت یې پۀ پښو ودراوه او همداسې ورو، ورو دانساني پرمختګونو اوج ته ورسېد.

داوسنۍ نړۍ عصري پرمختګ دفردي بدلون نتیجه ده. بنیادم کې ذات دبدلون ماده ایښې او ورته امر شوی چې لۀ خپل همدې معنوي ځواک پوره ګټنه وکړي. شاعر دبنیادم پۀ وجود کې دبدلون همدا معنوي ځواک درک کړی، ځکه یې خلکو ته دهغوی پۀ وجود کې دبدلون سبق ورکړی دی.

خدای هم نۀ بدلوي حال دهغه قوم
څوک چې نۀ بدلوي خپل حالت پخپله

کۀ تۀ نهیلیو ځپلی یې، اسانه لاره یې داده چې، خپل تقدیر ته ځان وسپارې او په رب تکیه وکړې.
کۀ تۀ لۀ خپلې ساده ګۍ او کم عقلۍ ځورېږې؛ ستونزه دې بې حله نۀ ده. کتابونو ته رجوع وکړه، درس ولوله. لۀ هوښیارو او ریښتینو انسانانو سره ناسته وکړه. فکر پکار واچوه او د هغه کارونو لۀ کولو ځان وساته؛ کوم چې کم عقلان کوي. ځکه لۀ لقمان حکیم یې پوښتلي و: ادب دې لۀ چا زده کړ!؟ ځواب یې ورکړ: لۀ بې ادبو خلکو. بیا یې ترې د دلیل پوښتنه کړې وه. ورته ویلي یې و:

هغه کارونه چې بې عقله، ناپوهو او بې ادبو خلکو کول؛ ماترې ځان وساته او پۀ همدې ډول زه مهذب او با ادبه شوم.
کۀ ته لۀ بې کارۍ شکایت لرې؛ خوشې وخت مۀ تېروه. کوم کسبګر سره دکسب یادولو پۀ موخه شاګرد شه. کۀ ته ثروت نۀ لرې؛ زحمت وباسه او دلاس دحلالې ګټې خوند وڅکه.

پورته ټول کارونه ستا پۀ لاس کې دي. دبدلون لپاره به درسره قوي اراده مرسته وکړي او لۀ ارادې وروسته به تصمیم نیونه ستا ژوند در بدل کړي.

ته پۀ حقیقت کې هماغه څۀ یې کوم ډول چې انګېرې. انسان پۀ هیلو ژوندی دی او زموږ ایمان دوېرې او تمې (هیلې) تر مینځ دی.

هغوی چې فرصتونو ته ګوري؛ فرصتونه لۀ لاسه ورکوي. همدا نن ستا دبدلون ورځ ده.او سر لۀ ننه شروع وکړه.

پاڅه! انساني نړۍ ستا ابتکار پۀ تمه ده. خپل استعداد وځلوه او ځان دنورو انسانانو دخدمت جوګه کړه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د