شعـــــرونه

یو خبریالې شاعرې خور ته! بلينډه بدرۍ

یو خبریالې شاعرې خور ته چې زما په شعر او احساس ېې نیوکې کولې

بلينډه بدرۍ

زه د تورو تورو غرونو د یو کلي
ته د ښکلي کابل جان په ښار کې اوسې
ته هم لور د لوی ټبر د پښتنو ېې
زه هم شکر د همدې ټبر لورکه
زه او ته منم د یوه ذات نښانۍ یوو
زه او ته دواړې میرمنې کورودانې
ته هم شعر لیکې زه هم لیکم شعرونه
دا چې بیا مو هم توپیر دی په خیالو کې
دا چې بیا مو هم احساس په بیلو لارو
او هم رنګ کې د سندرو مو توپیر دی
یا خو زور د معاشرې به وي شاعرې
ګنې زه او ته د یوه وخت انځورګرې
یا کمال د یو سپیڅلي ویښ وجدان دی
٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫
زما ژوند د غره د کلي په بر سر کې
په یوې زړې جونګړې کې تیریږي
خو ته ګرځې د کابل په ښکلي ښار کې
او بیا دا چې په ماڼیو کې اوسیږې

زما لاس او پښې چاودلي وینې وینې
صابون نه ، تل په ایرو مې لوښې وینځم
زه نوکره د خپل ژوند او د خپل کور یم
خو ته سپین لاسونه ګرځې په ماڼۍ کې
یوه پیاله دې په پیالې هم ایښې نه ده
زما په شانې یوه دنګه دې نوکره
شکر ستا ماشومان پټ دي په کالیو
زما ماشومه لور رپیږي په زانګو کې
له ساړه ېې جوغ مجوغ پښې او لاسونه
٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫
زه د تورو تورو غرونو د یو کلي
یره ته به هغه وخت ایله اوده وې
چې زه کوم ساعت له خوبه بیداریږم
لرګي مات کړم اور کړم بل په نغرو کې
که بیا اوړی وي فصلونه مو پاخه وي
چې لمر خیجي ما وي نیم پټی لو کړی
پوله پوله ، څیره څیره د پټیو
په بدریو ګل اندامو جونه ډکه
٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫
ته د ښکلي کابل جان په ښار کې اوسې
ته په ناز اوده تیار دې د سبیل چای وي
ها نوکره دې په غلي غږ کړي پورته
بیا نو کینې د هیندارې مخ ته ګرانې
کله یوه سفیده کیږدې بله واخلې
دوه او درې قیسمه سورخۍ درته پرتې وي
دومره رنګ مو د ځونډو د مرو نیشته
لکه څومره ډیر د ستا لب سیرینونه
زلفې تاو او کله خویې را خورې کړې
درې څلور خیل ته خو ووهې عطرونه
بیا نو ښه کوري بلند بوټونه پښو کړې
چې ټکا ېې د سرک تر بلې غاړې
یو څپک لکه زما د لور رومال دې
هغه هم په سر درې کونجه ایله خور وي
په هر پل دې په اوږو زلفې ټالۍ خوري
په بازار کې ښه په بړنګ مخ وې روانه
کله ورو ورو کله تیزه پریشانه
٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫
زه د تورو تورو غرونو د یو کلي
د غرمې د وخت ډوډۍ نو زما څه ده
خو شوتله یا هم خیځې یا سابه وي
هغه هم کله پټي کې کله کور کې
څه سړه توده خو زر زر ېې بس وخورم
خو ستا ګرانې د غرمې ډوډۍ دفتر کې
کبابونه ، کړايۍ او پلاونه
بیا پنډونه د غنمو یا جوارو
تر ماښامه زه په سر کور ته راوړمه
لا دمه نه وم اوبو پسې شم کوزه
درې څلور پیرې منګی راډکومه
٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫
ته د ښکلي کابل جان په ښار کې اوسې
ته بې غمه مازیګر کې ښه اوزګاره
کله ووځې په چکر په ښار کې ګرځې
یا څه واخلې یا بس وکړې تش سیلونه
کومه ورځ چې دې نوکره په چوټۍ وي
ته قضا ماښام چې کور ته راواپس شې
نو خاوند درته پخه د شپې ډوډۍ وي
خو زه هر ماښام یوه پنډه لرګي مات کړم
په تنور کې ښه سرکي نغن پاخه کړم
بیا کتغ یا هم شوروا د شپې ډوډۍ مو
کله کله خو په خدای نهره څملم
یا څه نه وي یا بې وخته میلمه راشي
٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫
ته د ښکلي کابل جان په ښار کې اوسې
ته د شپې ډوډۍ چې ښه نو نوش جان کړې
د شنه چای چینکه ډکه مخ ته کیږدې
د( تولسي) یا ( پیرونا ) ډرامې کې ډوبه
کله کله ورته ژاړې کله خاندې

خود به ستا په هر غزل باندې امبار وي
د زوبونو خواهیشاتو درانه توري
ځکه ستا هره خبره عشق پلو ې
منم ستا هم اندیښنې پر خوب غالبې
خو په غم کې د تولسې یا د دفتر ېې
یا دښار هغه سوالګر به دې لږ زړه خوري
خو نه هغو غریبانو باندې هم دې
د چالاکو او د روږدو نامه ایښې
٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫
زه د تورو تورو غرونو د یو کلي
خو زما خوب د بمونو یا چورلکو
په کڼهار له سترګو ولوزي او لاړ شي
اندیښنې راسره ملې د سبا شي
چې ېې بیا به نو لا څو کلي ویجاړ وي
څومره میندې به وي بورې څومره کونډې
څومره لاندې جینکۍ به له چتو وي
نو ملا وتړم یو نظم لیوني ته
انقلاب پکې لمبه کړم لکه تندر
پکې وکړمه نارې د تکبیرونو
ځینې ژڼي زنده باد څوک مردباد کړم
نو ای ګرانې خود توپیر مو د خیالونو
خود هر توری مو غزل کې په بیل رنګ دی
خود مو پیکر د یوې بلې مخالف دی
خود احساس زما او ستا اسمان او ځمکه
ترجمانه زه د خپل ماحول په شعر کې
ته د خپلې معاشرې ېې ترجمانه
زه د ننګ او ته بې ننګه ټپې واېې
زه د تورو تورو غرونو د یو کلي
ته د ښکلي کابل جان په زړه کې اوسې
یو احساس د کمترۍ چې راته تل کړې
هغه دا چې زه نالوستې کلیواله
ته ډاکټره، انجینیره ، خبریاله
خو ای ګرانې ما پر تا باندې افسوس دی
دا څه ژوند چې نه ېې نوم او نه نښان شته
٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫
زه د تورو تورو غرونو د یو کلي
زه سمبول د پښتنې او کور ودانې
آن له ( بټ نیکه) تر دې دمه په شعر کې
وایه زه او که نو ته ډیره یادیږې ؟
زما چینه ، زما منګی ، زما میچنه
که د ستا د ښار کوڅې پکې تراشیږي ؟
همیشه زما پاولي ، کلیمدارې
که د ستا اوږده نوکونه خلک ژباړي ؟
دا زما د دنداسې رنګ په هر بیت کې
که د ستا د لب سیرین بلا رنګونه ؟
اوس نو ښه پیکر پرې وکه راته وایه
ته ژوندۍ په مړو حساب ېې او که نه ېې ؟
او تاریخ مو ډک له ویاړ په خور پلوو
که بړنګ مخې پکې لیک په زرین خط دي ؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x