شعـــــرونه

غزل: جانان خدرخېل

 جانان خدرخېل
ــــ

سلګۍ یې ستوني کې ايساره وه خو لار يې نه وه
د چا په یاد کې بیا خماره وه خو لار يې نه وه

د خيال په ټال يې كوم خيالي مېلمه ته ټال ورکاوه
هره ټپه يې بې اختياره وه خو لار يې نه وه

ستورو، سپوږمۍ ته یې بلا ډېرې كيسې وکړلې
تمامه شپه ورته بیداره وه خو لار یې نه وه

زه ورته خدای خبر چي څه او څه بلا ښكارېدم!؟
زموږ د کور پر لور یې لاره وه خو لار یې نه وه

داسې خو نه چې ګواکې هيڅ باندې هم نه پوهېده
د یارۍ چل ورتلو ، هوښیاره وه خو لار یې نه وه

د نن خندا ، د نن ادا ، د نن مسکا یې چې وه
زه پوهېدم زما لپاره وه خو لار یې نه وه

د مینې درس يې “خدرخېل” ته لا پخوا ورکوو
له ډېره وخته انتظاره وه خو لار يې نه وه.

‹‹چا ظالمانو مو د کلي لار کې بم ایښی و
مور مې روغتون ته تله؛ بیماره وه خو لار یې نه وه››

ـــــــــــــــ
جانان خدرخېل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x