ادبي لیکني

د کلونو انتظار

لیکوال: خلیل الله توحیدیار صافی

د درسونو حجم او د پردېس خزان به تل دې ته اړ باسلم چې وطن ته د ستنيده په موخه له وخت سره حسابي وکړم او قست یې دده په شمير واخلم. د ماسترۍ دورې لومړی سميستر مې پيل شوي و، کابو دوه کاله پاتې ول او وخت نا وخت به مې له وخت سره لانجه وه چې ولې ژر ژر نه تيرېږي.

ما ویل خدایا!

داسی وخت به کله راشي چې یو کال به پاتې وي، همغه و چې د وخت ثانیه ګر تاویده او پوره ٣٦٠ ورځې هم تير شوې. د کلونو د انتظار لمن ټوله شوله او د یو کال درسي مودې هم خپل رخصت اخیستی و. که څه هم کال تير شوی و؛ خو خورا نادره او غیر منتظره شرایطو او حالاتو سره په کې مخ سوم، او د ژوند ‌‌‌‌‌‌ډېرې تجربې راته وشوې.

کله به مې سترګې ډنډ وې او د خوښیو قافلو به یوازې پریښې وې، کله به یې د اردم شهیدۍ سیلابونو جغرافیه خړبوله او د ناهیلۍ تخم به یې وکرلو. کله به مې زړه د غم میلمه و، او کله به مې برعکس غم د زړه میلمه و.

هو!!

روزګار همداسې و، چې خوشالۍ کوچيدلې وې اوغمونه مې د زړه په کور داسې دېره و چې ته وا اصلي ټاټوبی یې دی. کله به داسې ستړی ستومانه وم، چې له ژونده او روزګاره به هم مایوسه او ناچاره شوم. کله به د ګران هيواد د یادونو ټال خوږې خوږې ټالۍ راکولې، خواږه دردونه به یې راکول.

بلې!!

دا د کلونو انتظار مې اوس په میاشتو پاتې دی، اوس یوازې دېته انتظار یم چې کله به د میاشتو ځنځیر شليږي چې ددې سفر د پای شیبې ننداره کړم. همداسې وشوه اوس مې نو د میاشتو انتظار نه؛ بلکی د اونیو د انتظار په پولو ګرځم. او د اونیو انتظار مې شیبه په شیبه په ورځو بدليږي، او د ورځو انتظار به که خير وي ساعتونه رالنډ‌‌وي. د ساعتونو فاصله مې د دقیقو په مقیاس بدليږي. خو خدای حاضر او ناظر دی چې اوس راته لکه د منصور د دار د شیبې احساس غوندې راغی، هغه دا چې ساعتونه اوږدېدل او زما د انتظار حوصله کميدله. لنډه دا چې دقیقې هم پای ته ورسيدې او خپل ماموریت یې ثانیو ته وسپاره. خو؛ ثانیو لا خپل ماموریت نه و پیل کړی، او ر‌‌‌‌‌‌ډ ر‌‌‌‌‌‌ډ یې راته کتل، چې ما ترې د ګران هيواد پر خوا کوټلي ګامونه واخيستل او الوتکې ته پورته شوم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x