شعـــــرونه

هاشم سادات – ملا اخترمحمد منصور ته

ستورو ژړا  اوکړه  هم اسمان  درپسي اوژړل

اي شهید رهبره  ټول  کاروان درپسي  اوژړل

ستا د شهادت  اواز چه خور په ټول جهان شولو
سمي  دښتي  غرونو  بیابان  درپسي  اوژړل

ته د دي امت د ارمانونو ځلاند ستورے وي
ستا په جدائی هر مسلمان درپسي اوژړل

بی لتا وس ځان ورته یتیم او بی اسري ښکاري
ګرانه نن خو هر یو غازي ځوان درپسي اوژړل

ته د مظلومان یتیمانو د سر سیوري وي
هر یتیم بچي په ډیر ارمان درپسي اوژړل

ته سترګو تور او د زړه سر د مسلمانو وي
غم کښ  دي سلګئ کوي جهان درپسي اوژړل

ستا د فراق درد  لکه میلمه یی په زړګي کښ دي
ځکه د هاشم څیري ګریوان درپسي اوژل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x