د یک تلویزون هغه بحث چې حقیار یې تر بندي خانې ورسوی

بعضى دي شونډي وګنډي او بعضى دي ستوني هم وشکوي!

ليکوال: سحر بهار

مخ کى له دى چى د طالبانو په هکله افغانانو ته د ورکړل شوى څرګندونو حق په امريکه کى له امريکايانو سره او په پاکستان کى له پاکستانيانو سره مقايسه او پرتله کړم، غواړم چى يو څو کرښي د افغانستان په دننه د بيان د ازادى په روان توپيرى چلند وليکم.

د ازادى راديو يو راپور خپور کړ،  وايي حکومت پريکړه کړى چى د حکومت د دفاع او ملى ګټو ساتنى په خاطر به له هر هغه چا سره قانونى چلند کيږى، څوک چى د طالبانو د ګټو لپاره د رسنيو له لارى کار کوى او زياته يي کړه چى حکومت په دى اړوند عملى قدم هم اخيستي د بيلګى په ډول يي د کابل پوهنتون د شريعاتو استاد او د حقيار يادونه وکړه.

دلته پوښتنه دا پيدا کيږى که خبره د ملى ګټو او حکومت د ساتنى شى.

ـ د بلخ والى عطامحمد نور چى ځان خپلواک ګڼى او په شکيدلى خوله نارى وهى چى د چا پلار به مى هم له ولايت څخه ايسته نه کړى.

ـ هزاره ګان چى هره ناروا پر حکومت پر زور منى او ان د ارګ په ديوالونو در خيځي، ولسمشر د نړى تر مخ ښکنځي او ذليله کوى يي .

ـ هغه وکيلان چى ستا پر ځاى د بهرنيو استخباراتو او سفارتونو امرونو ته ژمن دى.

ـ احمد بهزار چي نظام ګواښي .

ـ او د عبدالله وياند رحيمي چي افغانستان یو جعلي نوم ګڼي او هرات د ایران یوه برخه.

ايا پورتنى ياد عملونه د حکومت د سقوط لپاره د خطر زنګ نه دى او د ملى ګټو په ضرر نه دى؟؟

که مو ځواب هو وى، بيا نو ولى د دوى په وړاندى يوازى غلى ننداره کوى او د بيان په ازادى کى د افغانانو په وړاندى توپيرى چلند کوي؟

* په افغانستان کى د بيان ازادى د نړى په پرتله:

زمونږ په ګاونډي هيواد پاکستان کى يوه خبريال دمولانا فضل الرحمن څخه د امريکى په ډرون حملو کى د وژل شوو پاکستانى طالبانو د څرنګوالى په هکله و پوښتل، مولانا صاحب ښه په څرګندو ټکو کى ورته وويل هغوى (طالبان) پرته له شکه شهيدان دى او زياته يي کړه، طالبان خو انسانان دى، ان که سپي هم د امريکى په بمبار کى ووژل شى هغه ته هم شهيد وايم .

ياده دى وى چى د پاکستان حکومت د بيان د ازادى له کبله مولانا ته هيڅه هم نه شواى ويلي او نه يي هم ويلي دى .

بلى خوا ته زمونږ په هيواد کى يوه افغانى سياسى چارو کار پوه حسن حقيار صاحب شهيد منصور ته له دى کبله شهيد وويل چى هغه د پاکستان په خوښه امريکه بمبار کړى، متاصفانه د بيان د ازادى درواغجن ډنډورچيانو تش په نوم ملى امنيت واله هغه زندانى کړ او د نامالوم برخليک پر مخه شو.

نوټ: که چا ته زما په ليک کى د مولانا د خبرو په تړاو شک وى هغه دى ګوګل و پلټى او د مولانا همدا ويډيوى وينا به ومومى .

يو بل مثال، په امريکه کى د بريګډال (هغه امريکايي بندى چى طالبانو د خپلو پنځو ملګرو د خلاصون لپاره له امريکى سره تبادله کړ) پلار طالبان په ځلونو وستايل او ان طالبان يي بشردوست وګڼل او پر امريکه يي انتقادونه پيل کړل .

دلته هم د بريګډال پلار د بيان د ازادى له کبله د طالبانو په ملاتړ نه شو تورن او نه هم کوم قانونى يا غير قانونى چلند ورسره وشو برعکس زمونږ په هيواد کى د داسى خلکو په اړه حکومت پلان لرى چى تر زندانه يي ورسوى ان تر دى چى د افغانستان ځوان منل شوى بى طرفه تحليل ګر نظرمحمد مطمئن ته هم د دفاع وزارت وياند په تلويزونى مباحثه کى اخطاري جملي وايي .

ولسمشره!

اوس دى د جمهوريت داعوه کړى فلهذا لږ يي له نړى زده هم کړه .

تر څو چى څوک پر تاسو نيوکى و نه کړى او تاسو خپلو نيمګړتياوو ته متوجه نه کړى، سولى ته لار نه شى هواريدلي

* د پښتون حکومتى چارواکو د پام وړ:

په حکومت کى ښکيلو پښتنو ياد ولري څومره چى تاسو له طالب سره رويه سختوى، همدومره به د هزاره ګانو او نورو اقليتونو زيردست کيږى .

د نورو که په جګړه کى ګټه وى، تاسو خو پښتانه ياست نور په جګړا کى ځپل شوى پښتون قام رحم وکړى او د سولي لپاره رښتونى هلى ځلى وکړى، له داسى ناوړه پريکړو چى ان د سولى بهير ټکنى کوى همداراز له توپيرى چلند څخه لاس واخلي هو يوه خبره دا هم په ياد لري، دا چى تاسو سپين ګو، حق ګو او ازاد تحليګران نه شئ زغملاى نو طالبان به بيا چيرى هغه رسني و زغمى چى څلورويشت ساعته د حکومت په چوپړ بوختى دى او طالب ته ټروريسټ او شيطان هم وايي .

که افغانانو ته د ويلو حق ور نه کول شى په زور نه تابع کيږى .

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد نعیم سادات
میلمه
محمد نعیم سادات

سحر بهار صاحب السلام علیکم ، بعد له سلامه دا نوم خو د هم ماشالله ‌‌‌‌‌‌ډیر پښتون نوم دی. راځم اصلی مطلب ته . محترم بهار صاحب امریکایانو زموږ هیواد د بشر د حقوقو ، د بیان د ازادی او افغانانو ته د یوه ‌‌‌‌‌‌اولسواکه نظام د جوړولو په شعار اشغال کړی. . چی په عمل کی یی د بشر حقوق نقض کړی ، د بیان ازادی یی له منځه وړی او حکومت یی د اولس پرځای مافیای کړیو ته په لاس ورکړی . چی د بیان د ازادی د نه شتون ښه بیلګه یی د حقیار صاحب او د… نور لوستل »

محمد نعیم سادات
میلمه
محمد نعیم سادات

او دا ستا د نوم یادونه می ځکه وکړه چی د انسانانو په نومونو کی باید ښځینه او نارینه نومونه بیل وی چی په همدی خاطر زموږ خلګ اکثره پخپلو ماشومانو عربی نومونه ږدی ځکه چی د عربی ژبی نومونه ټول یا ښځینه دی او یا هم نارینه دی . ښځینه نومونه لکه شفیقه ، فاطمه ، کریمه او داسی نور ټول چی مطلق ښځینه نومونه دی او نارینه نومونه لکه احمد ، محمود ، غیاث او داسی نور چی مطلق نارینه نومونه دی او همدا ‌‌‌‌‌‌ډول د پښتو ، فارسی او نورو ژبو هغه نومونه هم پروا نلری کوم… نور لوستل »

عمر زرمتي
میلمه
عمر زرمتي

قدرمن سادت صاحب!
نو تاسو څه واياست چى هغه اقليتونه چى د پرديو په اشارو يي تل د هيواد و تخريب ته خپل کار ويلي، همداسى يي پريږدى او مه يي بى نقابه کوى ترڅو لا هم په خپل مشن کى ګړندى شى ـ

محمد نعیم سادات
میلمه
محمد نعیم سادات

زرمتی صاحب دا خبری اقلیتونه نه کوی بلکی د هر قوم په نمایندګی د بهرنیانو جاسوسان داسی خبرو ته هوا ورکوی او د نوموړو جاسوسانو خبری باید بی اعتنا پریښودل شی یعنی چی اهمیت ورنکړل شی او که چیری موږ ددوی خبرو ته اعتنا یا اهمیت ورکړو دا خو د نوموړو جاسوسانو هدف دی چی دا ‌‌‌‌‌‌ډول د نفاق خبری د خلکو په منځکی مطرح شی نو دا بیا داسی کیږی چی موږ د دوی د هدف په عملی کولو له دوی سره مرسته کوو . دا خو د ایران او د روسیی پلان ده چی که چیری د افغانستان… نور لوستل »