fbpx
wtc-southtower

سرمقاله: دسپتمبر د (۱۱) د دولسمې کلیزې په مناسبت!

نن  دسبتمر دخونړۍ پیښې دولسمه کلیزه ده .

دغه پیښه له افغانستان نه په زرګونو کیلو میټرو لیرې واټن کې د داسې چاله خوا تر سره شوه چې په افغانستان پوري يې هیڅ تعلق نه درلود ،خو امریکایانو دپیښې دقربانیانو دانتقام په خاطر په افغانستان برید وکړ .

هغه کنډواله افغانستان چې تازه یې دیوه بل یرغلګر ځواک (سرولښکرو) له اشغال څخه ازادي تر لاسه کړې وه .

په افغانستان باندې دبرید لپاره د امریکایانو پلمه داوه چې مونږ دسپتمبر دپیښې عاملین نیسو ؛ ځکه هغوئ زمونږ امنیت ګواښلی اوکه يي ونه نیسو نو دهغوئ شتون دټولې نړۍ لپاره خطر دی ،

خو امریکایان په دې پلمه کې   هغه وخت  سخت ناکامه شول چې  دوئ په تیرو دولسوکلونوکې په دې  ونه توانیدل چې په افغانستان کې  په اصطلاح دسپتمبر دپیښې دطراحانو څرک قدري ولګوي ، داخو پریږده چې هغوئ دي  دلته یاګرفتار اویا له منځه یوسي.

امریکایانو دسپتمبر  دپیښې په پلمه  دصلیبي ایتلاف تر چتر لاندې د غربي نړۍ ځواکونه په افغانستان رامرش کړل اوددې کار لامل يي په افغانستان کې دامنیت تامین، دحکومت جوړول ، دمخدره موادو کنټرول، دافغانستان بیارغول او دافغانانو لپاره دیوه مترقي او هوسا ژوند زمینه مساعده ول وه .

خو نن چې دسپتمبر له پیښې څخه پوره دولس کاله تیرشوي افغانان نه دامنیت څښتنان شوی، نه دیوه افغان شموله حکومت  ،بلکې  دهغه په ځای نن افغانستان دنړي په کچه لومړۍ درجه فاسد اولومړۍ درجه  نا أمنه هیواد ګڼل کیږي .

نه مخدره مواد کنټرول شول او نه افغانانوته دیوې ګولې حلال رزق ګټلو زمینه مساعده شوه .

بلکې دهغه په ځای همدا اوس په افغانستان کې تر دوو میلیونو زیات  افغانان په مخدراتو اخته دي ـ د وزګارو افغانانو شمیر په سلو کښې شپیتو او اویاوو ته رسیږي ـ ډېرې میرمنې د ځان  په خرڅولو ژوندۍ دي ـ د رشوت  او اداري فساد تله تر ټولو درنه او د ګوډاګیو بیروکراسي یواځې د اختلاس  اوعامه شتمنیو دلوټلو په غوړو څرخي .

امریکایانو دسبتمر دپیښې  دانتقام په غرض په لکونو بیوزله افغانان  شهیدان کړل ، له روسي اشغال نه روغې پاتې شوې خاورینې جونګړې ورته ورانې ، او دوئ یې په ګونتنامو ،بګرام اونورو پټو زندانونوکې بندیان کړل ، خو هیچا هم ددې پوښتنه تري ونه کړې چې ددغو بیوزلو افغانانو دقتل ،اسارت او کورورانولو دلیل مو څه دی؟

دسپتمبر دپیښې  دانتقام په پلمه  دافغانانو په ضد دامریکایانو دوحشت او بربریت دغه لړۍ لاهم روانه ده ، هغه لړۍ چې په افغانانو سربیره یې خپله  امریکایان اونړیوال ایتلافیان هم دتباهۍ  اوبربادۍ په کنده درولي.

په  لس ګونوزره  پوځیان یې دافغانانو دمشروع مقاومت  په نتیجه کې  وژل شوي ، په لکونو زخمایان اومعیوب شوي او همدومر نوريي په ذهني ناروغیواخته شوي  ، په تریلونونو ډالريې تاوان شوي  خو پایله يې داشوه ورته چې هغوئ حتی دسپینې ماڼې په  ترټولو خوندي حرم کې هم دامنیت او ارامي  احساس نشي کولای .

هغه امریکایان چې  ځان  دمتدنې نړۍ   ترټولو پوه او دبیان  له آزادي برخمن  عناصر بولي له خپلو چارواکو څخه ددې جرأت نه لري چې له هغوئ نه  داوپوښتي چې دا ټول بشري ، اقتصادي او اخلاقي  تاوانونه ولي او دڅه لپاره  په هغوئ تحملیږي ؟

په هرصورت !

دسپتمبر  ديولسمې حادثه   که  نن  مریکایان  دویر اوماتم  په مجلسونوکې لمانځي  افغانان يې هم  دخپل هیواد او ولس لپاره  دیوې ترټولو تورې ورځې په حیث  یادوي ؛ ځکه  ددغې  پیښې په پلمه  دافغانستان  ارضي تمامیت  له منځه تللی ، دافغانانو عزت اوکرامت ترپښو لاندې شوي، هغوئ له خپلواک اسلامي نظامه پکې محروم شوي   او دهمدې ورځې په  پلمه ورباندې داسې  فاسد، بلواک او اجیر نظام تپل شوی  چې فساد اوبي نظمي يې هغو امریکایانوته هم  دمنلو وړنده  کومو چې ددې نظام دراوستلو لپاره  په  زرګونه امریکایان  قربان  او په  بلیاردونو  ډالریې  تاوان کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د