افغانستان

اوباما د جاپان هېروشما ته تللی

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۷مه ۱۳۹۵ل): امریکايي ولسمشر بارک اوباما د جاپان هېروشما ته، چېرې چې امریکا ۷۱ کاله وړاندې لومړی اتوم بم استعمال کړ، تللی دی.

د دوهم نړیوال جنګ پر مهال د ۱۹۴۵ز کال د اګست د میاشتې په ۶مه نېټه امریکا د جاپان په هېروشما ښار باندې اتوم بم وغورځولو چې له کبله یې یو لک او څلوېښت زره کسان و وژل شول. د دغه برید څخه درې ورځې وروسته يې په ناګاسکي ښار باندې اتوم بم وغورځولو چې له کبله یې ۷۴زره کسان و وژل شول.

دا د نړۍ په تاریخ کې لومړني اتومي بریدونه وه.obama at hiroshma

فرانس پریس خبري اژانس وايي چې اوباما د هېروشما ښار څخه د لېدنې پر مهال په دوهم نړیوال جنګ کې د وژل شوو کسانو په یادګار څلي باندې ګلونه هم کېښودل.

بارک اوباما لومړنی امریکايي ولسمشر دی چې د هېروشما تاریخي ښار څخه لېدنه کوي.

که څه هم په ډيری هېوادونو کې د امریکايي ځواکونو پوځي حضور نا امنۍ ته لاره هواره کړې خو  اوباما وايي چې دوی په ټوله نړۍ کې د امن لپاره هلې ځلې کوي او هېروشما ته یې هم د انساني خواخوږۍ له مخې سفر کړی دی.

امریکایان چې تر وژنو او ورانۍ وروسته د محض بخښنې غوښتلو خورا سابقه لري خو د بي بي سي د یوه راپور له مخې بارک اوباما ویلي چې دی به په هېروشما د اتومي برید چېرې چې امریکا تر ۲ لکو ډير ملکي کسان و وژل، بخښنه ونه غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

حیرانوونکی دا چه چا اتوم بم لمړی جوړ او کارولی او یو ځل نه دوه ځلی کارولی ( که یو ځل وی خطا به وه ) هغوی د نړی د اتومی وسلو د جوړولو او کارولو مخنیوی کوی ؟ په کار خو دا وه چه د اتومی او د نورو دسته جمعی وسلو چوړولو مخه هر جیری او لمړی یی په امریکا کی مخه نیول شوی وی، کله چه هیتلر د اروپا په ضد جنګ پيل کړو او ډیر خلک یی ووژل روس او امریکا خپلو کی سره په دی تور وویشلو چه جرمنی کمزوری او بیا دا کار ونه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x