نظــر

دسیاف وروستیو څرګندونو ته دطالبانو دویاند علمي او مدلل غبرګون

sayfدوې ورځې وړاندې په کابل کې دشمالي ټلوالې دمشر احمدشاه مسعود دوژل کیدو ددولسم تلین په مناسبت  دتیر په څیر سږ کال هم یوه غونډه رابلل شوې وه چې دافغانستان دحکومت دګڼ شمیر لوړ پوړو چارواکو پرګډون سربیره زیات شمیر دشمالي ټلوالي پلویانو او یو شمیر کابل ښاریانو برخه اخیستې وه ،په غونډه کې دنورو ویناوالو ترڅنګ داتحاد اسلامي دګوند مشر عبدالرب رسول سیاف هم دغونډې برخوالو ته وینا وکړه ،

نوموړی په غیرمترقبه ډول ډیر ژر احساساتي شو،سیاف په خپلو خبرو کې دامریکایانو په ضد مقاومت کوونکو مجاهدینو پوري دپردیو دغلامانو او مزدورانو تور پور کړ،نوموړي وویل طالبان دافغانستان او اسلام دښمنان دي ،دنورو په اشارو کار کوي خپل استقلال او خپلواکي نه لري.

دسیاف دې ډول حیرانونکو څرګندونواو تورونو ته یوشمیر سیاسي شنونکو اولیکوالانو  سخت غبرګونونه وښودل او دنوموړي وینا یې دمعقولیت له دایري دباندي ووبلله  ،دنوموړي دې حیرانونکې وینا ته طالبانو هم غبرګون شودلې ،دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه رسمي غبرګون کې دسیاف خبرې په کلکه رد کړې او دنوموړي څرګندونو ته یې یو تفصیلي عملي او مدلل جواب ویلی، دا غبرګون چې دایمیل لارې رسنیو ته لیږل شوی دنن ټکي اسیا ادارې هم یوه کاپی ترلاسه کړې چې بشپړ متن یې په لاندي ډول دي.

 

دسیاف د وروستيو خبرو په اړه داسلامی امارت دویاند څرګندونې :

وړمه ورځ سياف په کابل کې په يوه غونډه کې داسلامی امارت مجاهدين او دهيواد آزادي غوښتونکي اتلان د پردو مزدوران ، داسلام بدنامونکي او غير افغانان وبلل او د اسلام په ضد  دموقف په نيولو سره يې ځان او خپل بانډ تک سپن او دهیواد ژغورونکي معرفي کړل .

موږ دسياف يادې څرګندونې په سختو الفاظو ردوو ، هغه کمزوری او منحرف استدلال چې سياف دمجاهدینو او له یرغلګرو سره د مبارزې کونکو په اړه وکړ کاملا بي معنا او بي ځايه وو ، دافغانستان اشغال له لمر نه هم روښانه  او داسلامی نړۍ دټولو معتبرو ديني سرچينو په حواله يو واقعي يرغل ده چې دکفرۍ نړۍ لخوا داسلامي حاکميت او نظام په وړاندې ترسره شوي ، داچې نن سياف او ورسره بانډ يې دامریکايي ډالرو دهضم او خوړلولپاره دغه راز بې مسئوليته او سپکونکي خبرې کوي په واقعيت  کې داشغالګرو سره مخامخ مرسته او دهغو ښکاره تعاون بلل کيږي .

سیاف په خپله وینا کې دامریکایي یرغلګرو او دهغوی داجیرانو په خلاف روان جهاد ناروا جنګ وباله ، او دځان په ګډون هغو ټولو اجیرانو ته یې برأت ورکړ ، چې دا څو کاله دکفري یرغلګرو لپاره ملکي او پوځي خدمتونه ترسره کوي .

سیاف ته باید ووایو چې موږ باور لرو ، چې امریکایي یرغلګر کافران دي ، چې زموږ درسول الله صلی الله علیه وسلم په رسالت باور نلري او حتی له عیسویت او یهودیت نه یې هم انحراف کړی دی ، افغانستان زموږ کور او اسلامي  هیواد دی ، امریکایي کافرانو زموږ په خاوره پوځي یرغل کړی ، او دلته یې تریولک زیات په وسلو سمبال عسکر ، ټانګونه ، پوځي طیارې  او تبشیري فعالین را استولي دي ، دقرآن او احادیثو په رڼا کې زموږ فقهه حکم کوي ، چې که چیري کفار دمسلمانانو په خاوره تجاوز وکړي  ، نو بیا جهاد فرض عین ګرځي او له فرض عین حکم څخه انکار کول کفر بلل کیږي .

الله تعالی ددې موضوع ( جهاد ) په اړه فرمایي .

 ۱ـ  ﴿يَأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُواْ قَاتِلُواْ الَّذِينَ يَلُونَكُمْ مِّنَ الْكُفَّارِ وَلِيَجِدُواْ فِيكُمْ غِلْظَةً وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ ﴾ [التوبة: ۱۲۳].

۲ـ  ﴿ وَقَاتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ ﴾ [البقرة:۱۹۰].

۳ـ  ﴿ وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لاَ تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلّه [الانفال: ۳۹].

۴ـ  ﴿ أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ ﴾ [الحج:۳۹].

۵ـ  ﴿ كُتِبَ عَلَيْكُمْ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَكُمْ وَعَسَى أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ وَعَسَى أَنْ تُحِبُّوا شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَكُمْ وَاَللهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ ﴾  [البقرة: ۲۱۶].

دا ټول قرآني آیات  مکلف مسلمانان له کفارو سره په قتال مأموروي ، او په دې آیاتونو کې دا استثناء نشته  چې که امریکایان  دافغانستان اسلامي هیواد ته راغلل  او سیاف یې هم ملګری وو بیابه جهاد ورسره فرض نه وي ، بلکې دقیامت ترورځې جهاد په مسلمانانو یو الهي فرض دی ، چې دکافرانو داوسني تعرض غوندې حالاتو کې  په  نر، ښځه ، ازاد او غلام باندې فرض عین ګرځي .

سیاف خپل ځان او دکرزي داجیر حکومت چارواکي ، عسکر او نور مسنوبین په داسې حال کې چې دکفري یرغلګرو ملګري دي ، په حقه وبلل ، او دمجاهدینو په وړاندې  جګړه یې ورته یو روا کار تعریف کړ .

په داسې حال کې چې الله تعالی په متعددو آیاتونو کې  دکافرانو  له ملګرتیا څخه مسلمانان منع کړي دي ، الله تعالی  دسورة هود په ۱۱۳ آیت کې فرمایي :  ولاترکنوا الی الذین ظلموا فتمسکم النار . . . )  او تاسو میلان مه  کوئ هغو کسانو ته چئ ظلم ( کفر ) یې کړئ ، ځکه بیا به تاسو ته د دوزخ اور ورسیږي .

دمفسرینو په قول له ظالمانو څخه دالله تعالی مراد کافران دي ، ځکه الله تعالی فرمایي ( والکافرون هم الظالمون ) بل ځای فرمایي ( ان الشرک لظلم عظیم ) نو بناء ټول مفسرین له رئیس المفسرین  ابن عباس رضی الله عنه  نه رانیولې بیا  تراوسه پورې په دې خبره متفق دي ، چې ددې آیت ( ولاترکنوا. . . ) په رڼا کې دکافرانو خواته میلان کول ، دهغوی مرسته کول او دهغوی ډله  ډیرول حرام دي ، او دالله تعالی نافرماني ده .

د ( ولاترکنوا .. .) آیت په تفسیر کې ابن عباس رضی الله عنه فرمایي ، دکافرانو خواته میلان مه کوئ ، حضرت سفیان ثوري فرمایي  ظالمانو ( کافرانو ) ته مه نږدې کیږئ ، شیخ نسفي په تفسیر مدارک ۲ ټوک  ۳۴۷ مخ کې دهمدې آیت په تفسیر کې فرمایي : دغه خطاب هغو کسانو ته دی چې په سیاست ، خوراک ، ناسته ولاړه ، لباس یا دژوند په نورو چارو کې دکفارو متابعت کوي  .

سیاف چې په فکري لحاظ ځان دجامعه الازهر شاګرد  او دشهید سید قطب دفکر تابع بولي ، دلته به ورته  دسیدقطب رحمه الله فتوا هم وړاندې کړو ، چې دهمدې آیت په تفسیر کې لیکي ( ولاترکنوا . . . ولاتستندوا  ولاتطمئنوا الی الذین ظلموا . . . الی الجبارین الطغاة الظالمین اصحاب القوة فی الارض الذین یقهرون العباد  بقوتهم . . .)  تاسو تکیه مه کوئ  او باور مه کوئ په ظالمانو  ، جابرانو ، ظاغوتیانو ، ظالمانو ،  هغه زورواکان چې په ځمکه کې دالله تعالی په بندګانو باندې جبر کوي .

دامریکایي یرغلګرو په کفر کې هیڅ شک نشته ، نو بناء هغوی ته میلان کول ، له هغوی سره مرسته کول ، دهغو ډله زیاتول ، او د هغوی لپاره جنګیدل په صریحو قرآني نصوصو سره حرام  کار دی ، او که څوک په دغه لاره کې جنګیږي  یا دسیاف غوندې تبلیغاتي فعالیت کوي مرګ یې دګمراهۍ مرګ دی .

موږ یوځل  بیا وایو چې امریکایي زبرځواک یو کفري طاغوت دی ، ظالم دی ، جابر دی ، په ځمکه کې فساداو بي عدالتي خپروي ، په فلسطین ، عراق ، افغانستان ، صومالیا او ټوله نړۍ کې یې په مسلمانانو مستقیم یا غیرمستقیم ظلمونه کړي دي ، اسلامي ځمکې یې نیولي دي ، دمسلمانانو زیرمې یې اشغال کړي دي ، قتل عامونه یي کړي دي ، او زموږ اسلامي هیواد یې هم اشغال کړی دی ، چې په مقابل کې یې جهاد فرض عین دی ، او  هرڅوک چې ورسره مرسته کوي دقرآن په رڼا کې د امریکایي یرغلګرو ظالمانو حکم لري او واجب القتل بلل کیږي .

سیاف وویل چې طالبانو ته معاش له بهره راځي ، سیاف ته باید ووایو چې ښاغلیه زموږ مجاهدین معاش نلري ، هغوی دالله تعالی لپاره جنګیږي او دا رازق خدای جل جلاله دی ، چې له ټولو بندیزونو ، تنګلاسیو او مشکلاتو سره سره ورته دالهي رزاقیت په مقتضی قوت لایموت رسوي ، هرڅوک کولای شي داسې ادعاګانې وکړي ، خو هیڅوک نه شي کولای په دې اړه اسناد او شواهد وړاندي کړي .

مګر که راشو تاسو ته  تاسو دتیرو شلو کلونو غوندې همدا اوس هم  دپردیو په ډالرو ، ریالونو او سترلینګ پاونډونو باندې شخوند وهئ ،  همدا اوس ویل کیږی چې تاسو نږدې  څلور زره امریکایي ډالرمیاشتنی معاش لرئ ، هرڅوک پوهیږي چې دغه معاش دامریکا ددفاع وزارت  او سي آی اې له پیسو څخه پوره کیږي ، ځکه دکرزي دحکومت خپل عواید خو دسترو ادارو مفسدینو او اختلاسګرو په خیټو کې ورکیږي ، نوځکه اړ دی ، چې دسیاف غوندې ارګ میشتي  اشراف  په پردیو پیسو راضي وساتي .

څو ورځې وړاندې دسیاف یوه انډیوال  امرالله صالح  یوه مستنده لیکنه نشر کړه  چې عنوان یې وو ( پول های زیر میزي به خاطر ګسترش نفوذ حامد کرزی ) نوموړی چې د ملي امنیت درئیس په توګه  په جریان کې پاته شوی په دې لیکنه کې ویلي وو ، چې نه یوازې دامریکا استخباراتو ، بلکې  دایران ، پاکستان ، انګلستان  او ډیرو نورو هیوادونو استخباراتو په تیرو  دوولسو کلونو کې  حامدکرزي ته  ترمیزلاندې ( پټې پیسې ) ورکړي ، ترڅو دسیاف غوندې دارګ  درباري اشراف ورباندې  منت بار او خاموش  وساتي .

دا خبرې موږ له ځانه نه کوو ، دا اسناد دي چې غږیږي ، که تاسو دمجاهدینو  دبهرنیو معاشونو په اړه اسناد او شواهد لرئ لطفا یې په مطبوعاتو کې خپاره کړئ ، افغانان پوهیږي ، چې دپردیو تنخوا خواره  سپیڅلي مجاهدین نه  بلکې خپله سیاف  دی ، ځکه  نوموړی  له ترټولو مقدمو ډالر خورو څخه دی ، دامریکايي یرغلګرو دلومړني استخباراتي ټیم یوه غړي ګري شرون په خپل کتاب ( لومړني ورتګ  ) کې د سي آی اې دډالري تنخواګانو دویش  په تفصیل کي لیکلي دي ، چې د ۲۰۰۱ دسبتمر په ۲۹ مه مې د پروان په ګلبهار کې سیاف ته سل زره ډالر ورکړل نوموړی لیکي (کله مې چې دملاقات په مهال سیاف ته  دسل ډالري  نوټونو څخه ډکه  رڼه کڅوړه  په میز کیښوده ،  دنورو قومندانانو خلاف چې په پیل کې به یې پیسو ته ډیره اعتناء نه کوله ، نوموړي په یوه تیزه حمله  کڅوړه دمیز له سر څخه پورته کړه ،  یوه شیبه یې خپلو له خوشالۍ څخه راوتلو سترګو ته نږدې کړه ترڅو ځان باوري کړي چې پیسې په کې دي ، او بیا یي  لکه ایشیدلی کچالو چې په لاس کې نیولی وي زر یې دخپل یوه همکار په خوا ورواچوله او ماته یې په  خندا وویل چې  ( دالومړی ځل دی چې له یوچا نه نغدې روپۍ اخلم  ) خو دسیاف داوروستۍ خبره سړي ته دسعودي استخباراتي مشر سعود الفیصل خبره وریادوي چې ویل یې هرکله به مې چې له سیاف سره ملاقات کاوو مجبور وم چې خپله دبانکي چکونو کتابچه په لاس کې راسره ولرم ، ځکه سیاف زما په پیسو اموخته وو (  کتاب ورد اول  لیکوال  ګري شرون  ژباړن اسدالله شفایي )

سیاف وویل چې داسلامي امارت مجاهدین افغانان نه دي ، یادا چې دنورو مزدوران دي او میړانه نلري .

سیاف باید په دې پوه وي  چې افغانیت ، ازادي او غیرت کوم تش شعار او مدعا ته نه ویل کیږي ، بلکې دا ټول عملي ارزښتونه دي ،  هیوادوال او نړیوال شاهد دي ، چې طالبانو دافغان اولس دحقیقي نمایندګانو په حیث تراوسه دنړۍ هیڅ جابر ته سر نه دی ټیټ کړی ، دهیچا فرمایش ، باداري  او زبرځواکي یې په ځان نه ده منلې ، دخپل اسلامي نظام ، استقلال او سرلوړۍ ساتلو په خاطر یې خپله جوړه واکمني هم قرباني کړې ده .

مګر سیاف او دده نورو سرټیټو ملګرو څه وکړل ، یوځل الله تعالی وشرمول ، دهغو روسیانو په غیږکې ولویدل ، چې څوارلس کاله یې ورسره خپل ملت جنګولی وو ، مګر بیا هم  ورغلل دکولاب په هغه روسۍ اډه کې یې واړول ، چې تردې پخوا ترې شوروي اشغال رهبري کیده ، وروسته یې دامریکایي کفر دذلت ځنځیر غاړې ته ولوید، امریکایانو دنانځکو غوندې راوستل او دکابل په څوکیویې کینول .

په داسې حال کې چې سیاف دخپل کور دساتنې او امنیت واک نلري ، څرنګه دازادۍ دعوه کوي ، که سیاف ازاد وای نوموړي به له خپل شخصي حریم څخه هغه امریکایي سپیشل فورس منعه کړي وای چې په نیمه شپه  دنوموړي  په کور وروختل .

سیاف دافغاني غیرت او میړانې دعوې کوي ، په داسې حال کې چې نوموړي دکابل دجګړو په مهال دکابل په لویديځ کې په سلګونو دهزاره توکم  مسلمانې ښځې له کورونو وتښتولې ، او دهزاره ګانو وژل یې فرض عین جهاد باله ، نه پوهیږو داڅنګه منطق دی ، چې دوه لسیزې وړاندې دکابل دافشارو له   هزاره ګانو سره جهاد(!) فرض عین وو ، خو اوس له سروکافرو امریکایانو سره جهاد کول بغاوت دی ؟؟

لوړودلائلو ته په پام سره هرڅوک پوهیږي چې څوک څوک دي ، او دا هم معلومولای شي ، چې سیاف د پردیو مزدور ، ګمراه ، دکفر په صف کې ولاړ  او دپردیو معاش خور دی او که طالبان ؟

دغه رازد لوړ ونقلي دلائلو  او کره شواهدونه  پرته په نورو مواردوکې  له کفارو سره مرسته ، دهغوسره په مشورو اواسلام ضد موقف کې همکاري ، هغوی ته لارښوونه ، هغوي ته دمجاهدینو او مسلمانانو ورښودل ، دهغونه دغلامۍ په بدل کې ډالري معاشونه اخيستل او بیا بيلډينګونه پرې جوړول ، دملت او هيواد سرمايه لوټل ، دقدرت طلبي په نشه کې دخلکو په کورونو تعرض ، دخلکو عزت لوټل ، دخلکو په کورونو او هستوګن ځايونو توغندي اورول ، دچور او تلان عام بازار په خپلو فتواوو ګرم ساتل ، جعلي څيرې او داسلامي حاکميت دښمنان خپل اتلان بلل ، دروسانو سره دلوي جهاد نوم او رنګ په نړيواله سطحه بدول ، دجهاد او شهیدانو له ارمانونو سره خیانت کول او داسي په سلهاوو نور جنایات شته  چې سياف په زغرده  پکي لاس لری او ددغو جفاوو مرتکب شوي ده ، په دغسي حال کې دسیاف لخوا دمجاهدين په حق کې سپکه وینا بيرته خپله ده ته متوجه ده چې بايد درک يي کړي او له الله تعالی نه نور په ريښتوني توګه وويريږي .

ذبیح الله مجاهد داسلامي امارت ویاند

۱۴۳۴/۱۱/۵هـ ق

۱۳۹۲/۶/۲۰هـ ش ـــ 2013/9/11م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x