ورزش

د کرکټ بورډ پرمختیايي لوبډلې د حبیب بانک لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۷مه ۱۳۹۵ل): نن د افغانستان کرکټ بورډ پرمختیايي او د پاکستان د حبیب بانک لوبډلو تر منځ دوهمه ټیسټ لوبه پای ته ورسیده. دغې لوبې کې د افغانستان کرکټ بورډ پرمختايي لوبډلې سیالې لوبډلې ته په ستر توپیر ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د حبیب بانک لوبډلې وګټله او د ډګر ساتنې پریکړه يي وکړه. ملي لوبډلې په لومړی وار توپ وهنې کې د احسان الله، طارق او شوکت زمان غوره توپ وهنې په مرسته په ۹۸.۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۹۴ منډې جوړې کړې.

لومړی وار توپ وهنې کې احسان الله ۱۴۱، نوروز منګل ۹، یونس احمدزی ۲۹، طارق ۷۷، طاهر خان ۷، شوکت زمان ۵۹، منیر احمد ۷، افتاب عالم ۴، سید شیرزاد ۴ او ظاهر خان ۴ منډې جوړې کړې. شرف الدین اشرف ۴۱ منډو جوړولو سره ناسوځیدلی پاتې شو.

د پاکستان حبیب بانک لوبډلې لپاره الطاف احمد تر ټولو بریالی توپ اچوونکی ثابت شو. الطاف احمد خپل ۱۷ اورونو کې ۷۸ منډو ورکولو سره څلور ویکټې واخیستې.

د حبیب بانک لوبډلې توپ وهوونکو لومړی وار توپ وهنې کې د افغان توپ اچوونکو په وړاندې مقاومت ونشو کړای. حبیب بانک لوبډلې په ۴۷.۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۵۰ منډې جوړې کړې.

د حبیب بانک لوبډلې لپاره حسن رضا ۴۳ او امام الحق ۳۶ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

د افغانستان یوازې درې توپ اچوونکو د حبیب بانک لوبډلې ټولو توپ وهوونکو په سوځولو بریالي شول. لومړی پړاو توپ اچونې کې د افغانستان لپاره سید شیرزاد او ظاهر خان درې درې ویکټې او شرف الدین اشرف څلور ویکټې واخیستې.

افغانستان خپل دوهم وار توپ وهنه په داسې حال کې پیل کړه چې سیالې لوبډلې څخه يي ۲۴۴ زیاتې منډې لرلې. دوهم وار توپ وهنې کې د افغانستان د کرکټ بورډ پرمختیايي لوبډلې په ۶۱.۵ اورونو کې ۸ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د منیر احمد د سلیزې په مرسته ۲۳۶ منډې جوړې کړې.

دوهم وار توپ وهنې کې د افغانستان لپاره احسان الله ۲۳، نوروز منګل ۵، یونس احمدزی ۳، سید شیرزاد ۰، طارق ۴۵، طاهر خان ۲۲، شرف الدین اشرف ۱۲ او افتاب عالم ۱۷ منډې جوړې کړې. منیر احمد ۱۰۲ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د پاکستان حبیب بانک لوبډلې لپاره دوهم وار توپ اچونې کې امام الحق ښه وځلید. امام الحق خپل ۱۵.۵ اورونو کې ۴۲ منډو ورکولو سره څلور ویکټې واخیستې.

حبیب بانک لوبډلې د ۴۸۱ منډو هدف په تعقیب توپ وهنه پیل کړه. حبیب بانک لوبډلې توپ وهوونکي یو ځل بیا د افغان توپ اچوونکو په وړاندې پاتې راغلل او یوازې ۲۶۲ منډې يي جوړې کړې او دغه لوبه يي د ۲۱۶ منډو په ستر توپیر وبایلله.

د افغانستان کرکټ بورډ پرمختیايي لوبډلې لپاره دوهم وار توپ اچونه کې ظاهر خان حیرانوونکې توپ اچونه وکړه. ظاهر خان خپل ۲۴ اورونو کې ۷۷ منډو ورکولو سره د سیالې لوبډلې ۶ لوبغاړي له مخې لرې کړ. افتاب عالم هم دوه ویکټې واخیستې.

ظاهر خان په مجموعي ډول ۹ ویکټو اخیستلو سره د دغې لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x