افغانستان

ذبیح الله مجاهد: تر دې غټو قربانیو ته تیار یو

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۷مه ۱۳۹۵ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د ملا اختر محمد منصور په وژل کېدو سره د دوی مبارزې ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی او تر دې غټو قربانیو ته تیار دي.

ښاغلی مجاهد وايي چې طالبان د قربانیو سره اشنا دي، د قربانیو اوږده سابقه لري او خپلې مبارزې ته به د پخوا په څیر دوام ورکوي.

نوموړي له تهران راډیو سره په خبرو کې ویلي چې د دوی مبارزه د اشخاصو په بنسټ نه بلکې د عقیدې او مفکورې په بنسټ روانه ده نو ځکه د اشخاصو په له مینځه تګ د دوی مبارزه نه اغیزمنه کیږي.

ذبیح الله مجاهد هغه څرګندونې هم رد کړې چې د ملا اختر محمد منصور د وژل کیدو لامل د سولې خبرو مخالفت وه. نوموړی وايي چې ورته پرېکړې د اشخاصو له صلاحیته پورته د طالبانو عمومي پالیسۍ پورې اړه لري. نوموړی زیاتوي:

«دغه مسائل د اسلامي امارت په چوکاټ کې د اشخاصو تصمیم نه وه، دا د اسلامي امارت د لویې پالیسۍ پورې اړونده مسئله ده او په دې پورې اړوند ده چې د اسلامي امارت عمومي مشوره او رایه په کوم طرف ده؟».

ښاغلی مجاهد وايي چې امریکایان د زور او وژنو په وسیله خپلو یرغلګرانه اهدافو ته ځان نه شي رسولی او په خبره یې «مونږ د یرغل د ختمولو او د هیواد د ازادۍ لپاره د دې څخه غټو قربانیو ته ملا تړلې او تر دې غټې قربانۍ ورکوو».

نوموړی ټینګار کوي چې دوی به حوصله ونه بایلي بلکې په لوړه روحیه به د هیواد د ازادۍ لپاره خپلې مبارزې ته زور ورکوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، که څه هم امریکایانو د دوی ډیر مشران «شهیدان» کړي دي خو بیا هم دوی خپل هدف ته د ورنږدې کېدو په حال کې دی او په خبره یې، د فتحې په درشل ولاړ دي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي چې امریکایان د تېښتې په حال کې دي او د «لاسپوڅو» څخه یې هره ورځ سیمې نیول کیږي او ټغر یې د ورټولېدو په حال کې دی.

د طالبانو ویاند په امریکایانو غږ کوي چې د زور پر ځای باید منطق او تعقل ته غاړه کېږدي او د خلکو حقوقو او د هیوادونو استقلال ته درناوی ورکړي.

ښاغلی مجاهد ټینګار کوي چې که امریکایان د زور پر ځای تعقل ته راونه ګرځي «مونږ به خپلې مبارزې ته دوام ورکوو او داسې شهادتونه مونږ د خپله هوډه نه شي اړولی».

د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د تېرې شنبې په ورځ د امریکا بې پیلوټه هوايي برید هدف وګرځېد. له پېښې سره جوخت د امریکا ولسمشر اوباما اعلان وکړ چې نوموړی یې ځکه په نښه کړ چې د سولې په لار کې خنډ وه.

په عین حال کې د ګډ حکومت ولسمشر، اجراییه ریاست، د سولې عالي شورا او نورو حکومتي چارواکو په پرلپسې ډول طالبانو ته ګواښونه کړي چې که د حکومت له خوښې سره سم د سولې بهیر سره یوځای نه شي، نور مشران به یې هم د ملا اختر محمد منصور په برخلیک اخته شي او د امریکا په ډرون برید کې به ووژل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x